په وبا کې د موسیقي غږول
که څه هم ډیرې جګړې د جرأت او سمې ستراتیژۍ په کارولو ګټل شوي، د خفګان او هیلو تر منځ د ابدي جګړې اوربند په – موسیقي کې رانغښتې ده. په اوسني کړکیچن وضعیت کې هم د موسیقي غږونو د ډیجیټلي کنسرتونو له لارې د سندرغاړو، د موسیقۍ مینوالو او د موسیقۍ صنعت هیلې لوړې ساتلي
سږکال د جون په 21 مه، چې د یوګا نړیواله ورځ په مجازي ډول په ګرده نړۍ کې د «ګر سې یوګا» (یوګا د کور څخه) موسیقي سره ولمانځل شوه، د موسیقۍ مینوالو د موسیقي نړیواله ورځ پداسې حال کې ولمانځله چې د مجازي موسیقۍ پیاوړتیا یې ښکاره کړه، او په هغه ورځ څو انلاین کنسرتونه په ژوندۍ بڼه ونیول شول. په هندوستان کې د موسیقۍ اسطورو لکه د راجستاني فلوک سندرغاړی مامې خان او د پاریکراما راک ګروپ په داسې نندارو کې ګډون وکړ چې هیواد کې زرګونه خلکو په انلاین بڼه لیدلې. څرنګه چې نړۍ د کویډ – 19 وبا پر وړاندې مبارزه کوي، د ټولو صنعتونو په څیر موسیقي هم د لوی کړکیچ سره مخ ده، خو داسې ښکاريږي چې موسیقي به ژرترژره ټولې ننګونې له منځه یوسي. په هندوستان کې چې ټول فلم ډکولو نیټې شاته وغورځیدې، او وختونه له منځه ولاړل، موسیقي صنعت بدیلې لارې لټولې. ترټولو غوره لاره انلاین پروګرامونه، مجازي کنسرتونه او په ژوندۍ بڼه خپرول و. دا د سندرغاړو او موسیقۍ مینوالو لپاره نوی معیار دی.
کنسرتونه په انلاین بڼه
دا ټول د مارچ په 25 مه د ګرځ بندیز په لومړۍ ورځ هغه مهال پیل شو، کله چې سه تار غږونکی شوبیندرا راو د خپلې میرمنې، ویلیون غږونکې ساسکي راو دې هاس سره په ګډه تصمیم ونیو چې اوریدونکی د بیپالسي سره خوښ وساتي، د مازدیګر رګا (پخوانۍ هندي موسیقي) په نوي ډیلي کې د خپل کور څخه وغږوي. هرڅوک چې په خپل وخت فیسبوک ته ننوتی وای نو کولی یې شول چې ارامه اوازونو غوږ ونیسي. د انلاین کنسرتونو په لور بل حرکت «د جانتا شپني ګرځ بندیز انلاین لمانځغونډې» پرمهال د مارچ په 22 مه وشوه، چې د چینای میشتي پیانو غږونکي انیل سرینیواسان لخوا تنظیم شوې وه. سرینیواسان په نڅاګرو، سندرغاړو، شاعرانو، اجرا کوونکو، لیکوالانو او نورو هنرکارانو غږ وکړ چې د لیدونکو او اوریدونکو سره په خلاقیت چلند وکړي. بیا پرتیک کوهاډ په ټولنیز رسنیو کې لکه فیسبوک او انستاګرام کنسرتونه ونیول او د خپل نوي کمپوز شوې سندرې یې واورولې.

د اپریل په 22 مه ریکي کیج، دګرامي جایزې ګټونکی هندوستانی کمپوزر او تولیدوونکي یو انلاین کنسرت ونیو چې نږدې 89 میلیونه خلکو د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه ولید. کیج وایي: چې ما ځان سره تعجب کاوه چې څرنګه به د مجازي کنسرت په مهال خپله انرژي او هڅه لوړه ساتو ځکه چې دا ټول په کور کې اجرا شوی او د لیدونکو هیڅ عکس العمل سره مخ نه و. داسې یو لوی ډیجیټلي کنسرت د دومره لیدونکو سره یوه نوې تجربه ده خو زه یې پایلې ته ډیر خوښ یم. زه څو نور مجازي کنسرتونه هم لرم او تمه لرم چې لیدونکي لا هم ډیر وي.
زه د هندوستان لپاره
د هندوستان د لوبو او ساعت تیري صنعت او فیسبوک په ګډه تر ټولو اغیزناکه دیجیټلي کنسرت «زه د هندوستان لپاره» جوړ کړ. ځینو وتلو هنرکارانو او خلکو د هندوستان او بهر څخه د سندرغاړو نیولی تر هغه اداکارانو چې سندرې وايي، د دې مجازي کنسرت برخه شول چې لیدونکي خوښ کړي او د کرونا جنګیالیو لباره پیسې ټولې کړي. شاه رخ خان، امیر خان، جوناس ورونه او پریانکا چوپرا د هالیوډ لوی خلک لکه میک جګر، ویل سمیت او سوفي ټورنر د څلورو اوږدو کنسرتونو لپاره سره یوځای شول چې په پای کې یې نږدې 30 میلیونه هندۍ کلدارې ټولې شوې وې. یوازې معاصر ستوري په مجازي نړۍ کې څرګند شوي نه دي. د هندي پخوانۍ موسیقۍ د پرمختګ ټولنه او د ځوانانو ترمنځ فرهنګ (SPIC MACAY) هم د جون 1 څخه د انوبف سره لمانځنه تعقیب کړې. دا یوه اونۍ اوږد انلاین ورکشاپ د ډیرو ځوانانو لپاره د موسیقي، نڅا، او لاسي صنایعو ورکشاپونه لرل چې ورسره د یوګا څخه الهام اخیستونکې درملنه او فرهنګي اجراګانې شامل وې. د انوبف لپاره د 100 څخه ډیر هنرکاران یوځای شول چې هم ورکشاپ او اجرا وکړي – د تولې ماسټر پنډیت هاري پرساد چوراسیا، د آواز ماسټر پنډیټ جاسراج، نڅاګر ویجایانتي کاشي او هندی شاعر جاوید اختر په شمول نور ول.

په مجازي ډول ژور
لکه څنګه چې ژوندۍ بڼه ورځ په ورځ ډیر مینوال پیدا کیږي، نو داسې ښکاري چې نوې سوداګرې د شکل جوړونې په حال کې ده. نوښتګره کمپنۍ لکه ډیجیټل جلبي دا نوې جوړ شوی سوری د غوره تکنالوژيکو خپرونو لکه غیر سازماني حقیقت (AR)، مجازي حقیقت (VR)، انمیشن، 3 بعدي ماډل جوړول، او داسې نور په وسیله بند کړ چې په مرسته یې ښه موسیقي جوړوي. نا محدوده استعمالوونکي کولی شي کنسرت یا غونډې ته په خپل وخت ننوځي او ورڅخه خوند واخلي. فواز سید، د ډیجیټل جلبي ګډ بنسټ ایښودونکی وايي: مونږ غواړو چې حضوري پروګرامونه په مجازي بدل کړو او دومره ژور کار وکړو چې تاسو د خپل کورونو څخه د واقعي کنسرت خوند واخلئ.

په زړه پورې یې دا ده چې دا ټول ډیجیټلي کنسرتونه وړیا نه دي. د مې په میاشت کې وتلو سندرغاړو د کیرالا څخه هر یو هاریش سیواراماکریشنان، سیتارا کریشنا کمار او جاب کوریان د ټکټ کوونکو لیدونکو لپاره د «انټرسیکټ» په نامه 2 ساعته بريښنايي- کنسرت ورکړ.
د پولو پرته موسیقي
لږ شک شته چې واقعي پروګرامونه د فزیکي پولو او سرحدونو محدودیت لري، که څه هم، مجازي کنسرتونه موانع ماتوي او د بیلا بیلو هیوادونو څخه هنرکاران د یو بل سره ګډ کار کوي ترڅو د داسې موسیقي غونډو کوربتوب وکړي چې د نړۍ سره د ملتونو میراث شریک کړي. د هندو-فرانسوي فرهنګي مرکز، الاینس فرانسای ډ ډهلي د خپل کنسرت د جون په 21 په ژوندۍ بڼه خپور کړ. دوه غوره اجراګانې یې لرلې فرانسوی پیانو غږونکي اولیور مولیناند ډیلي میشته مور او زوی ګډ ویلیون غږونکې ساسکیا راو ډی هاس او د موسیقۍ تعجب 14 کلن ایشان لیونارد راو هم شامل ول. لکه څنګه چې مونږ انتظار کوو چې راتلونکی مونږ لپاره څه لري، د موسیقۍ متحرک صنعت تیار دی چې انلاین فضا کې فعالیت وکړي او تکنالوژي سره تجربه وکړي ترڅو اوریدونکو او د موسیقۍ مینوالو ته غوره تجربه وړاندې کړي.