د اغیز لپاره انتظار
د کویډ – 19 څخه د مخنیوي لپاره د ټول ملت قرنطین په ارزښتناک ډول د کثافاتو کچه ټیټه کړه او دې سره د هندوستان په غرنیو سیمو کې طبیعي ژوند تیرول ډیرې شول. دا مونږ ته ښکاره شوه او پوه شو چې په راتلونکو کې باید طبیعت سره څرنګه ټولشموله اړیکه ولرو
څرنګه چې کروناویروس په خطرناکه کچه په نړۍ کې خپریږي، ډیرو هیوادونو سیستماتیک قرنطینونه پلې کړې ترڅو د ناروغۍ د سرایت کچه ټیټه کړي. میلیاردونه خلک د خپلو کورونو حفاظت پورې تړلي ول او سفرونه په شدید ډول لنډ شوي ول ترڅو د کروناویروس لیږد چک شي. څرنګه چې نړۍ د وبا سره مخ شوه صنعتونه، سوداګرۍ او ان کوچني ودانیز کارونه هم په ټپه ودریدل. که څه هم د تګلارو دا تصمیمونه د انسانیت روغتیا لپاره اړین ګامونه ول، یوه برخه یې وه چې د چا پام ورته شوی نه و – هغه په چاپیریال باندې د قرنطینونو اغیز و.
د منلو وړ نښې
په هندوستان کې دا اغیزد همالیه په سمیه کې ډیر تر سترګو کیږي. په وروستیو کې، د انځورونو سره د خبرو سیل خپور شو چې د همالیه دولداګر لړۍ د پنجاب، جلندر څخه ښکاره کیدله، چې 200 کیلومتره لرې ترې پرته ده. په ورته ډول، په اوټر پردیش کې د سحارنپور اوسیدونکي د همالیه په واورو پوښل شوي غرونو ته را پاڅیدلي، چې ډیرو پخوا هیڅ لیدلي نه ول. متخصصین وايي چې وروستیو دوه میاشتو کې د موټرونو او صنعتي ګازونو کمښت دا کار شونی کړ.

د طبیعت په خپله جوړونکې ځانګړنې د هندوستان په لویو سیندونو کې هم تر سترګو شوې، چې په تعجب آوره ډول یې تیزابیت کچه ټیټه شوې. د یمونا او ګنګا سیندونه چې د شمالي هندوستان هوارو حاصل خیزه ځمکو ته یې ژوند ورکړی، د یوې میاشتې قرنطین وروسته لږ اندازه تیزابونه او چټلي لرله. په وروستیو کې چې د اوټر کنډ د چټلیو کنټرول بورډ راپور خپور کړی، دا ښکاره شوې وه چې د کالیفورم کچه (یو ډول میکروب) د ګنګا په سیند کې د ریشیکیش شاوخوا د 70/100ml د 2019 کال اپریل څخه 40/100ml د 2020 کال اپریل پورې رسیدلی و، او د منحل اکسیجن کچه د اپریل 2019 – اپریل 2020 پورې 20 سلنه لوړه شوې ده. د انسان-حیوان ټکر کچه هم د اوټرکنډ ایالت کې بیخې ټیټه وه ځکه چې د سړک ترافیک بیخي کم شوی. څرنګه چې قرنطین د غالمغال کچه کمه کړې، په هیمچل پردیش کې وحشي څاروي د شمله او منالي په څیر ښارونو شاوخوا لیدل شوي. د اوټرکنډ لویدیځې حلقې د ځنګلونو ساتنې رئیس CCF، پراګ مدوکر ډکاټې وایي: د انسانانو او د هغوی اړوند فعالیتونو نشتون کې، وحشي څاروي لویو سیمو ته وخوځیدل او د هغوی لپاره خوندي سیمې وې.
انیل تاکور، د لویې همالیه ملي پارک رئیس (د یونیسکو لخوا د نړیوال میراثي ځای په توګه هم نومول شوی) بیانوي چې ان 1100 کیلومتر مربع ساحې د اوړي میاشتو کې (مې – جولای) د 2000 شاوخوا لیدونکي لرل، د انسانانو د ګرځیدلو کموالي ځناورو ته وخت ورکړ چې پراخه سیمو ته لاسرسی ولري. هغه وویل: دا حتما د پارک د ونو او ګلانو لپاره ښه زیری و. د انسانانو فعالیت که څه هم په موټرو کې وي د ځناورو ژوند په غیر مستقیمه بڼه ګواښي. کله چې پارک بیا پرانیستل شي، مونږ به لارښوونې تعقیب کړو او کوښښ به وکړو چې خپل لیدونکي د طبیعت سره په خپلې ګډه اړیکه پوه کړو. دې وبا وښووله چې طبیعت هرکله اوچت و او دی.

برسیره پردې، د هیمچل پردیش سیمو کې د انقراض سره مخ مرغانو لیدل د پخوا څخه اوس دوه چنده شوې او په اسانۍ لیدل کیږي. مرغان پیژندونکي وايي: د هوا چټلتیا او غالمغال کموالي دې مرغانو ته اجازه ورکړه چې به طبیعي ډول خپل استوګنځیونو ته ستنې شي.
د غوره والي لپاره بدلون
که څه هم د کروناویروس په انسانانو باندې ډیر بد اغیز کړی، خو دې کړکیچ مونږ ته راوښووله چې د طبیعت سره د خپل په اړیکو بیا ځلي فکر وکړو. هرڅومره چې مونږ پرمختګ کوو باید داسې ټولشموله تګلارې جوړې کړو چې زمونږ تصمیمونه د پراخه پراختیا په بدل کې طبیعي ایکوسیستم ونګواښي.

یو هیله مند طبیعت پيژندونکي، اوپسانا پټیل، د هیمچل پردیش شمالي سیمو د ځنګلونو او ځناورو ساتنې رئیس (CCFWL) ته ښکاره شوې چې سږ کال د ځنګل اورونو کچه ټیته شوې، هغه انګیرلې چې کیدای شي د ټول هیواد قرنطین کې د انسانانو محدود فعالیتونو پورې تړلې ده. پټیل وايي: د ځنګلونو ډیپارټمنټ د ادارې سره په ګډه کوښښ کوي چې د انسان – ځناور اړیکو کچه بیخي ټیټه کړي. پداسې حال کې چې قرنطین و، مونږ وتوانیدلو د منفي بیولوژیکي اغیز په چاپیریال باندې معکوس کړو او ورته وخت کې مو بیلا بیل بوټې او نې مطالعه کولې چې د ځنګلي اور، د موټرو ګرځیدل او د ډیرو سیلانیانو نشتوالي ورباندې څومره اغیز کړی.
ډیری چاپیریال پيژندونکي باور لري چې قرنطین په طبیعي ډول ایکوسیستمونو ته ګټه ورسوله او هرکال باید په دې سیمو کې د انسانانو په فعالیتونو 30 ورځینی بندیز ولګیږي ترڅو وخت پیدا شي چې بیولوژيکي اغیز معکوس شي. مونږ نه باید د پخوا په څیر بیرته کارونه پیل کړو، بلکه د هغه پر ځای مونږ له دې تجربې یو څه زده کړو او طبیعت ته اجازه ورکړو چې زمونږ د پرمختګ سره هغه هم پر مخ ولاړ شي.