همکاري

وبا او د خلیج هیوادونو سره د هندوستان پیاوړې اړیکي

مسله 01, 2021

وبا او د خلیج هیوادونو سره د هندوستان پیاوړې اړیکي

منیش چاند |لیکوال

مسله 01, 2021


د هندوستان او خلیج هیوادونو اړیکې د وبا پرمهال لا پیاوړې شوې او داسې ټاکل شوې چې دواړه خواوې به د وبا-وروسته نړیوال اقتصاد بیرته راژوندي کولو پروسه کې په بشپړه توګه د یوبل سره مرسته کوي

لکه څنګه چې عربي متل وايي، ریښتینې ملګرتیا په سختیو کې ازمایل کیږي. همدا راز د وبا دې کړکیچن وخت کې د خلیج هیوادونو سره د هندوستان ژورې اړیکې د خواخوږۍ یوه غوره بیلګه ګڼل کیږي.  سملاسي د کرونا وبا پيل سره چې تیرکال سیمه او نړۍ کې خوره شوه، هندوستان د خلیج هیوادونو سره د بشري مرستې لپاره لومړی هیواد شو چې په چټک ډول یې د سیمې څو هیوادونو ته طبي تجهیزات ورکړل. هندوستان خپل طبي ټیمونه سعودي عربستان، کویټ، بحرین او عربي متحده ایالتونو ته واستول چې هغوی سره د کویډ ۱۹ ننګونو مبارزه کې مرسته وکړي. هندوستان او د خلیج هیوادونو د کویډ څیړنه او ازمایلو برخه کې د همکاري تړون باندې هوکړه وکړه.

د واکسین مایتري ماموموریت: پاملرنه او ورکړه

د واکسین مایتري پروګرام په چوکاټ کې خلیج هیوادونو ته د هندوستان واکسین ورکړې څخه د پاملرنې او ورکړې موخې راڅرګندیږي. د هندوستان جوړ شویو واکسینونو څخه درې ملیونه دوزه سعودي عربستان، 200,000 دوزه هریو کویټ او عربي متحده امارتونو ته ورکړل شول. او همدا راز هندوستان عمان او بحرین هر یوه ته 100,000 دوزه واکسینونه ډالۍ کړل. په دې کچه د خلیج هیوادونو ته د کویډ 19 واکسین لیږد د وبا پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره د هندوستان ښه نیت ښکاره کوي. ډاکټر س. جیشانکار د بهرنیو چارو وزیر، د 2021 کال د مارچ په 17، د واکسین مایتري نوښت په اړه راجیا سبها کې د یوې بیانې په ترڅ کې وویل: لومړی په ځانګړي توګه د واکسین مایتري ماموریت د نږدې ګاونډ لکه مالدیف، بوتان، بنګلدیش، نیپال، سریلانکا او برما، او ماریشیس او سیشل څخه پيل شو. او بیا لرې ګاونډیانو په ځانګړي توګه د خلیج هیوادونو ته واکسینونه ولیږدول شو. تر دې دمه مونږ د هندوستان جوړ شویو واکسینونه د نړۍ 72 هیوادونو ته لیږدولي.

د 2019 کال فیبروري په 19، د نوي ډیلي هوايي ډګر کې د والاحضرت محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، ولیعهد شهزاده، د سعودي عربستان شاهي دولت دفاع وزیر او د وزیرانو شورا ریاست مرستیال سفر پر مهال، د هندوستان لومړی وزیر نریندرا موډي د دوی د راتګ هرکلی کوي

ډیپلوماټیک لاسرسی

د وبا پر مهال د هندوستان او د انرژي څخه غني خلیج هیوادونو ترمنځ تلپاتې ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې شوې. د وبا پر مهال د وضع شویو شرایطو په پام کې نیولو سره لومړي وزیر نریندرا موډي او د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د خلیج هیوادونو ټولو سیالانو سره تلیفوني اړیکې ټینګې کړې. کله چې د کرونا وبا حالت لږ ښه شو، ډاکټر س. جیشانکار د عربو متحده امارتونو، بحرین او قطر ته سفرونه وکړل، او د دولت باندنیو چارو وزیر و. مورالیداران د عربو متحده امارتونو او عمان ته سفرونه وکړل. د پطرولیم وزیر دارمنیدرا پردان د 2020 کال اکتوبر میاشت کې کویټ ته سفر درلود، ترڅو د والاحضرت شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح، د کویټ پخواني امیر په مړینه غمرازي وکړي.

د بهرمیشته هندیانو لپاره پاملرنه

په دې ستونزمنو وختونو کې د هندي ټولنې سره د خلیج هیوادونو بې ساری خواخوږی څرګند کړ. د خلیج همکارۍ شورا (GCC) غړي چې سعودي عربستان، د عربو متحده امارات، کویټ، بحرین، قطر او عمان هیوادونه دي، په ګډ ډول د 8.5 میلیونه شاوخوا هندیانو کوربه دي، چې د سیمې په کچه ډیر بهرنیان دي. په خلیج هیوادونو کې هندیان ښه عزت او ارزښت لري. د GCC غړو هیوادونو مشرانو او وزیرانو ډیری وخت د خپل اقتصادي ودې او پراختیا په تړاو د هندیانو ستاینه کړې ده. ډیری هندي مسلکیان، چې تیر کال د کویډ اړوند ستونزو له امله بیرته هیواد ته راستانه شول، بیرته خلیج هیوادونو کې خپل کورونو ته ولاړل. د هندي مهاجرینو تقاضا به د وبا ورکیدو سره سیمه کې لا ډیره شي. قطر په پام کې لري چې د 2022 کال فیفا نړیوال جام کوربتوب په تړاو ودانیزو او میلمه پالنه برخو کې 15,000 کارکوونکي/مدیران وګماري. همدا راز د هندوستان دولت د GCC هیوادونو د شرایطو پر بنسټ خپل بریښنايي-کډوالۍ چوکاټ جوړوي ترڅو دې هیوادونو ته هندي کارګر ولیږدوي. په دې برخه کې، لومړۍ پروژې د سعودي عربستان او عربي متحده امارتو سره پیل شوي. د هندوستان دولت له اوسه د GCC هیوادونو سره د مهارتونو په ډولونو مذاکره پیل کړې، ترڅو د هندیانو چټک لیږد او ګمارنه اسانه کړي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار (د کیڼ څخه دویم) د بحرین میشته هندي ټولنې سره په مجازي بڼه خبرې اترې کوي، د 2020 کال نومبر میاشت 25

د انرژي مټریکس

د انرژي امنیت د هندوستان لیدلوري او لویدیځ عملي تګلارې اساسي برخه ګڼل کیږي، چې په ستراتیژيک ډول د منځني ختیځ GCC هیوادونو سره خپلې اړیکې جوړې او د همکارۍ اړیکې پراخه کړي. هندوستان غواړي د سعودي عربستان او عربي متحده امارتونو سره د ستراتیژيک پطرولیم زیرمې (SPR) پروګرام د انرژي ملګرتیا بل پړاو پلان کړي. د عربو متحده امارتونو ته د لومړي وزیر موډي تاریخي سفر پر مهال، د هندي نفت او تیلو شرکتونو ته د ابوظبي زقوم حوزه کې 10 سلنه ګټه ورکړل شوه. د هایدروکاربن څخه هاخوا، هندوستان غواړي چې د خلیج هیوادونو سره د بیا نوې کیدو وړ انرژي برخه کې ژورې اړیکې ولري. د سیمې ډیرو هیوادونو د هندوستان په ملاتړ جوړ شوي نړیوال سولر اتحادیه کې برخه اخیستې. د 2020 کال اکتوبر میاشت کې د هندوستان انچنیري لوی شرکت لارسن او ټوبرو په خلیج هیوادونو کې د اوبو او بريښنا پروژې ښکاره کړې، چې د دې شرکت بیا نوې کیدو وړ انرژي لومړۍ لویه پروژه ګڼل کیږي. د اقتصادي او انرژي اړیکو برسیره، هندوستان د خلیج هیوادونو سره دفاعي او ستراتیژیکې اړیکې هم لري. د 2020 کال د ډیسمبر میاشت کې سعودي عربستان او عربي متحده امارتونو د هندوستان اردو لوی درستیز م.م. ناراوانې سفر د خلیج سیمې په لور دا ډول لومړنی سفر و. دې سفر د سیمې هیوادونو سره د ستراتیژيکې همکارۍ برسیره دفاعي همکارۍ لارې هم پرانیستلې.

نوې څوکه

په داسې حال کې چې د انرژي امنیت د هندوستان-GCC مخ په غوړیدو ملګرتیا زړه ګڼل کیږي، خو دا ملګرتیا کې نورې برخې لکه وتلې تکنالوژي هم شاملیږي. د نړيوال اقتصاد حرکت شاته، دواړه خواوې غواړي د انرژي-غني لویدیځه اسیايي سیمه چې په 4 صنعتي بدلون یې پام دی، د تکنالوژي همکاري، R&D او لوړه پانګونې پروژو په ملګرتیا ترټولو مخکې وي. د هندوستان او خلیجي هیوادونو ترمنځ به دا نوی بدلون په تکنالوژي، په ځانګړي ډول ICT، مشورتي خدمتونو، مالي تکنالوژي، لوژيستیک، تعلیمي تکنالوژي او روغتیايي تکنالوژي پام وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار (منځنی) په دوحه کې د هندوستان-قطر سوداګریز میز ناسته کې، د 2020 کال ډیسمبر میاشت 27

مخ پر وړاندې لار

د خلیج سیمې سره د هندوستان څو اړخیزه اړیکې، چې د هیوادونو لرغونو او فرهنګي ارزښتونو ملاتړ لري، د وبا پر مهال لا غښتلې او پیاوړې شوې. تلپاتې ډیپلوماتیک لاسرسی، چې د سوداګرۍ او پانګونې ملاتړ لري، دوامداره چټکتیا، او دا چې لومړی وزیر موډي د هندوستان ډیپلوماتیک لاسرسی په خپله پر مخ وړي. نږدې ټولو خلیجي هیوادونو ته د لومړي وزیر موډي سفرونو په تیرو 7 کلونو کې دوه اړخیزه مخ پر ودې ملګرتیا د ستراتیژیک لیدلوري سره لا غښتلې کړه. لومړي وزیر موډي د خلیج بیا تازه او بدل شوې ډيپلوماسي کې خپل اصلي نوښت څخه کار واخیست. هغه په 2017 کال کې د ابوظبي ولیعهد شهزاده شیخ محمد بن زید آل نهیان په هرکلي پروتوکولونه مات کړل او همدا کار یې په 2019 کال کې هندوستان ته د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سفر پر وخت بیا تکرار کړ. په نوي ډیلي کې د 2017 کال جنوري 17مه د ریزینا دویم بحث پر مهال لومړي وزیر موډي وویل: وړاندې لویدیځ کې مونږ په لنډ وخت کې خپلې ستونزې او ناباوري ورکه کړه او د سعودي عربستان، عربي متحده امارتونو، قطر او ایران په شمول د خلیج او لویدیځې اسیا هیوادونو سره مو ښې اړیکې جوړې کړې. دې اړیکو مونږ سره د امنیتي ګټو پراختیا او خوندي کولو، پیاوړې اقتصادي او انرژي اړیکو جوړولو او د نږدې 8 میلیونه هندیانو ټولنیزه او مادي ښيګڼې پرمختګ کې مرسته وکړه. مخ پر وړاندې لیدلوري لپاره، د هندوستان-خلیج اړیکې به نوې نوښتونه پرانیزي، او همدا راز هندوستان د سیمې هیوادونو سره په ټولو برخو کې همکاري غواړي ترڅو د وبا وروسته نړیوال اقتصاد جوړ شي، او د یو بل اقتصاد چټکه وده وکړي. لکه څنګه چې هندوستانه کوښښ کوي د خپل 5 تریلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت اقتصاد، اتمانیربار بهارت ته ورسیږي، او غواړي چې هندوستان جوړ شوي تولیدات نړیوال ماموریت وګرځوي، او همدا راز په زیربنا او تولیدي برخو کې د ګډو همکاریو فرصتونه برابروي. په راتلونکي-لیدلوري لرونکو نوښتونو او سوداګریز پیل کې د هندوستان او خلیج هیوادونو اړیکې د انرژي نوښتونو سره همغږي دي. او په همدې منوال د هندوستان-خلیج هیوادونو اړیکې لا هم پیاوړې کیږي.

منیش چاند

منیش چاند د انډیا او نړۍ مجلو او انډیا لیک شبکې مشر ایډیټر دی، انډیا لیک شبکه یو سایټ ده چې په نړیوالو چارو مطلبونه لیکي
error: Content is protected !!