پرمختګ

د وحشي حیواناتو څارل (tracking)

مسله 05, 2020

د وحشي حیواناتو څارل (tracking)

نیرمال اولهاس کولکارني |لیکوال

مسله 05, 2020


د وحشي حیواناتو خوندي کول هندوستان کې په پراخه کچه د تکنالوژي پرمختګ څخه ګټور شوي. خوندي کوونکی نیرمال اولهاس کولکارنی هغه علمي نوښتونه بیانوي چې د حیواناتو څارنه (tracking) کوي او د ښکاریانو پر وړاندې جګړه کې دوی سره مرسته کوي

په تیرو څو لسیزو کې د ایکولوژي او  د بیلابیلو  ژوند ډولونو لپاره په هندوستان کې ډیر کار شوی دی. د نظارتي ډول څخه په پراخه توګه یې څو برخو کې عملي بڼې ته بدلون کړی. د خوندي ساتلو بیولوژي د علمي پرمختګونو څخه ډیرې لاسته راوړنې لري چې مالیکولي جینیټیک څخه نیولی تر فضايي تکنالوژي رسیږي. دا معلومات چې له دې پرمختللو تخنیکونو څخه لاسته راځي د خوندي ساتلو پلان کولو کې ډیر ګټور ثابتیږي.

د لویدیځ بنګال، دورز په جلداپاره ملي پارک کې د فیل بچیان خپل مورګانو سره نږدې

لومړی ځال چې هندوستان د تکنالوژي په مرسته د وحشي حیواناتو خوندي کول پیل کړل د 1990 لسیزې وروستي کلونه و چې په کرناټکا کې ناګارهول پړانګ خوندي ساتنه وه، ترڅو د زولوژی پوه او بیولوژي پوه ډاکټر اولهای کرنت د خوندي ساتنو لارښوونو لاندې د پړانګانو نظارت کیده. دا لومړی ځل و چې هندوستان کې د ځناورو نمونې په سیستماتیک او ښه توګه په معلوم سیستم کې واخیستل شوې. له هغه وخت وروسته په دومداره ډول د حیواناتو د رویې او ایکولوژيکو مطالعو څار لپاره د کمرو څخه ګټه اخیستل شوې. اوسني عصر کې د حرارت او حرکت سره حساسط کمرې چې ان په کمه رڼا کې هم انځورونه اخیستی شي او ویډیو ګانې ریکارډ کولی شي او بټری یې د اوږد مهال لپاره کار کوي د وحشي حیواناتو مدیرانو او خوندي ساتونکو پوهانو لپاره په ټول هیواد کې اړین وسایل ګڼل کیږي. د کمرو استعمال هغه معلومات راټولوي چې له مخې یې د نفوس کچه، د حیواناتو ډولونه، د اوسیدلو ځای او اړوند فکتورونه معلومیږي چې ایکولوژیکو مطالعو کې مرسته کوي. اوس هندوستان کې د وحشي حیواناتو د اوسیدلو هر ځای د یو ډول کمرو سره پوښل شوی.

اوس د غاړې بندونو استعمال په هندوستان کې یو عامه طریقه ده چې د لویو تي لرونکو څارنه وکړي. راډیويي څارنه کې حیوان پورې راډیويي غاړه بند یا راډیويي آله تړل کیږي چې سګنل ورکوي. د راډیويي سنجي ټولې مطالعې د خوندي ساتلو او ایکولوژي ماډلونو پر بنسټ دي چې د حیواناتو د رویې په اړه د پوهې اړتیا لپاره ترسره کیږي. لومړۍ پروژه چې د راډیوي سنجي څخه ورکې کار واخیستل شو د کرناټکا آګمبې کې د شاه کفچه مارانو پروژه وه. چې د نامتو خزنده پیژندونکي رومولس وایټکر تر لارښوونې لاندې د آګمبې باراني ځنګل څیړنیز مرکز کې ترسره شوه.

یوه پرنده پيژندونکی د رادیو سنج آله د مرغانو حرکي نقشه څاري

اوس مهال د لویدیځ بنګال شمال کې یو پروژه باندې کار روان دی چې د فیل مړینه د ریل ګاډي سره د ټکر له امله له منځه یوسې. دا پروژه د لویدیځ بنګال ځنګل ډیپارټمنټ، د هندوستان د ځناورو ژوند انسټیټیوټ، د علمي آلو مرکزي سازمان او د ځناورو لپاره د غوږ بنسټ په ګډه همکارۍ مخ ته وړل کیږي. د دې پروژې موخه دا ده چې فیلانو لپاره ځانګړي سنسرونه جوړ کړي چې د اوسپنې پر پټلۍ د فیلانو حرکت ښکاره کړي، ترڅو چټک مزل کوونکو ریل ګاډو ته خبر ورکول شي چې د دغه آسیايي حیواناتو بېځایه مړینې سبب نه شي. د حیواناتو منطقوي مطالعه او د هغوی رویې معلومول پیاوړې نقشه کولو او د نفوس جغرافیوي او فزیوګرافیک نقشو او پروسو تحلیل ته اړتیا لري. د دې معلوماتو نظارت او نقشه کول د حیواناتو د نفوس ګڼوالی، تیتوالی، فضايي ناهماهنګي او حرکت معلوموي. له همدې کبله فضايي ایکولوژي او د جغرافیوي معاوماتي سیستم GIS یا له لرې څارل Remote Sensing د ایکولوژي او خوندي ساتلو برخو کې د نقشو بدلون حیاتي وسایل دي.

مالیکولي ایکولوژی او  د خوندي ساتلو جینیټیک د حیواناتو جغرافیوي تیتوالي او تاریخ په اړه مغلق معلوماتو لاسته راوړلو او پروسو پوهاوي کې خورا ډیره مرسته کړې ده. د بایو تکنالوژي او معلوماتي تکنالوژي ترمنځ ژور او پیاوړي تړاو له کبله، د هندوستان ځناورو پر ضد جنايي ادارې اوس په آسانۍ سره کولای شي ښکاریان او د ځناورو جرمونو اتحادیې په نښه کړي. د معاصر ساینس تکنالوژيک پرمختګونو د DNA ازمایښت لا ساده او دقیق کړی دی. دې برخه کې د حجروي او مالیکولي بیولوژي مرکز او د هندوستان د ځناورو ژوند انسټیټیوټ (WII) کار کړی، چې لومړي ځل یې داسې پروسه جوړه کړې د حیواناتو ډولونه د ضبظ شویو برخو څخه وپيژني.

سیایي تور خرسان کله کله د هندوستان شمالي برخو  او د رانتمبور او کازیرانګا ملي پارکونو کې تر سترګو کیږي

په 2010 کال کې د هندوستان دولت د پړانګانو خوندي ساتلو ملي اداره (NTCA) د پړانګانو لپاره د نظارت سیستم پیل کړ: جدي خوندي ساتنه او ایکولوژيک وضعیت (M-Stripes) د پړانګ ساتنو ټول هندي خوندي ځایونو کې کارول کیږي. د دې سافټویر لومړنۍ موخه د دې هندوستان ملي حیوان، د بنګال پړانګ نظارت دی. د حیواناتو مدیرانو لپاره ژوندي معلومات ورکوي ترڅو د هغوی ساتنه پراخه شي او د اوږدمهاله خونديتوب څخه یې ډاډمن اوسي.

د مالیکولي مطالعو پیل (چې DNA د PCR څخه معلومیږي) په هندوستان کې د نه برید کوونکي ډول نمونه اخیستنې یو پلټ فارم  جوړ کړ چې د خوندي ساتنې کوښښونو او د حیوانات هویت پيژندنې او ساتنې اسانتیاوې برابروي. د PCR مالیکولي مطالعات د پخوانیو دورو فسیل په شمول د مات شویو او خراب شویو نمونو تحلیل لپاره کارول کیږي چې پخواني او اوسني ډولونه سره نښلوي چې د خطر سره مخ لست حیواناتو خوندي ساتنې ته لومړیتوب ورکوي. کوم ډول میتودونه او اسباب چې په هندي ځنګلونو کې د ځناورو خوندي ساتلو لپاره کارول کیږي، د خوندي ساتلو او ایکولوژي پرمختګونه ښکاره کوي چې د تکنالوژي پراختیا سره په تیرو څو کلونو کې په یو ډیسیپلین بدل شوي. هغه تدابیر چې د دولت مثبتو تګلارو پایله ده، د راتلونکو پیړیو لپاره د هندوستان خوندي ساتنې ستراتیژیو سره مرسته کوي.

نیرمال اولهاس کولکارني

نیرمال اولهاس کولکارني د ګوا مهادي څیړنیز مرکز رئیس، یو خزنده پیژندونکی، ساحوي ایکولوژيست، خوندي ساتونکي او د ځناورو انځور ایستونکی دی. او همدا ډول د اوږدې مودې راهیسې د ګوا ایالت د ځناورو د مشاوریت بورډ غړی دی.
error: Content is protected !!