پرمختګ

د خلکو لخوا، په خلکو باندې او د خلکو لپاره

مسله 03, 2020

د خلکو لخوا، په خلکو باندې او د خلکو لپاره

شرابستي ملک |لیکوال

مسله 03, 2020


د څو لسیزو لپاره، د پډما جایزې چې د هندوستان لوړ ملکي ویاړ دی، وړ نارینه او ښځینه کسانو ته ورکول کیږي. درې کاله وړاندې، دولت د جایزې لپاره د نوماندۍ پروسه له هم منظمه کړه، او هیوادوال یې وهڅول چې هغه اتلان ونوموي چې خپل ځان یې د ټولنې خدمت ته وقف کړی وي او چا یې د خدمت لمانځنه نه وي کړي

د لویدیځ بنګال کلکتې لمنو کې پروت بولپور ښار اوسیدونکو لپاره، ډاکټر سوشووان بنرجي د «ایک تکر ډاکټر» (د یوې روپۍ ډاکټر) په نامه یادیږي. د تیرو

47 کلونو لپاره هغه ناروغانو ته د یوې هندي روپۍ په مقابل کې درملنه کړې ده! همداراز د ډاکټر تسیرنګ لنډل کیسه هم زړه راښکونکې ده چې د لډاک سیمې لومړۍ نسايي ډاکټرې په نامه ویاړل کیږي، هغه د سیمې یو پر پنځمه برخه زیږیدونکو ماشومانو ته تخصصي طبي پاملرنه کوي او د لیه س. ن. یادګاري روغتون روغتايي سیستم ته پراختیا ورکوي، دا هغه روغتون دی چې تر 2003 کال پورې یې دوه لسیزې هلته کار کړی او هلته یې خپله ځانګړې طبي تجربه لاسته راوړې. خو هغه اوس اونۍ وار په رضاکارانه ډول کلینیکونو کې د لډاک زړونو بنسټ سره کار کوي. د 2020 کال د 141 پډما جایزه ګټونکو څخه دا یوازې دوه کسان دي، چې د هندوستان اوچت ملکي ویاړ دی استثنايي او غوره خدمتونو په پار ورکول کیږي.

جایزې (په منظم ډول) – پډما ویبوشان (د استثنايي او غوره خدمتونو لپاره)، پډما بوشان (د غوره اوچت خدمتونو لپاره) او پډما شري (غوره خدمتونه) – هرکال د ولسواکۍ په ورځ (جنوري 26) اعلانیږي، او څو میاشتې وروسته په راشترپتي بهاون کې د ملکي ورکړې غونډې په ترڅ کې ورکول کیږي. سږ کال، دولت هم د هندوستان اتلانو ژوند پر بنسټ یو ازمايښت جوړ کړ چې فرصت لاسته راغی ترڅو د پډما جایزو غونډه په نوي ډیلي کې ولیدل شي. دا غونډه که څه هم، د اپریل 3مې ته شاته غورځیدلې وه او اوس بیا په هیواد کې د کروناویروس وبا لپاره بیا شاته وغورځیدله.

د نوماندۍ پروسه

په 1954م کال کې د هندوستان دولت لخوا د بهارت رتنا سره د پډما جایزو بنسټ کیښودل شو، چې د هیواد اوچت ملکي ویاړ دی. د هغه وخت څخه تر درې کاله مخکې، پیشنهادونه به د پډما جایزو کمیټې ورکول، چې هرکال به دا کمیټه د هندوستان لومړي وزیر جوړوله. اوس د لومړي وزیر نریندرا موډي تر مشرۍ لاندې، د نوماندۍ پروسه ولس ته پریښودل شوه او ان د خپل ځان نوماندي ته هم بلنه ورکوي. د تصمیم نیولو دا بدلون د لومړي وزیر موډي لخوا د هغه رسمي ټویټ سره د اګست په 17مه په 2017 کال کې اعلان شو: په یاد مو ده چې پخوا د پډما جایزې څرنګه ورکول کیدې؟ مونږ یو کوچنی بدلون راوست – خلک کولی شي د پخوا خلاف د جایزو لپاره نومونه پیشنهاد کړي.

لومړي وزیر سږکال د جنوري میاشت کې ملت ته په خطاب خپله میشاتنۍ وینا کې وویل چې سږ کال د 2020 کال لپاره 46،000 نوماندان پیشنهاد شوي چې د 2014 کال په پرتله شل برابره ډیر کسان و، هغه وویل: [د پډما جایزو] ټوله پروسه په بشپړ ډول انلاین ده. پخوا به تصمیم یوازې یو څو کسانو نیوه. خو اوس په بشپړ ډول د خلکو په لاس کې دی.

د لمانځنې څخه پاتې اتلان

د خلکو لخوا د نوماندانو د وړاندیز یوه لویه بریا د هغه کسانو پیژندل دي چې په پټ ډول یې خپل ټول ژوند د ټولنې ښه والي لپاره وقف کړی. د لومړي وزیر د وینا پر بنسټ ډیری کلونه د پډما جایزو ګټونکي هغه کسان و چې د هرم لاندې څخه د هرم تر څوکې یې زیار ګاللی. هغه وویل: هغوی د سرچینو محدودیتونو او ستونزمن چاپیریال سره وکولای شول مخ پر وړاندې ولاړ شي. په 2020 کال کې جایزو د کیرالا څخه موژیکل پانکجکشي، د پنجاب څخه جاګدیش لال اهوجا او د راجستان څخه اوشا چومار د ګټونکو په توګه وپیژندل. ویل کیږي چې پانکجکشي نوکویدا پاوکال وروستیو تمرین کوونکو څخه دی، چې د کیرالا مخ په انقراض دودیز تیاتر دی. د مینې څخه ورته لنګر بابا وايي، 84 کلن اهوجا خپله میلیونر و چې هر څه یې خرڅ کړل او دوه لسیزې شوې چې غریبانو ته وړیا خواړه توزیع کوي. د سولاب انټرنشنل لاسي پاکوالي رئیس په توګه د چومار کیسه د مقاومت او ځواکمنتیا پورې نغښتې ده. د هغوي ټول ګالل شوي زیارونه پډما شري وپيژندل. دغو درې کسانو په څیر بې شمېره نور هم دي.

که څه هم د بدلون دومره مخکښانو سره، یو څو مهم کسانو چې جایزه ګټلې عبارت دي له: د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره سوشما سوراج (وروسته له مرګه – پډما ویبوشان)، د بوکس وتلې څیره م. س. ماري کوم (پډما ویبوشان)، کلاسیک غږ جوړونکی اجی چکرورتي (پډما بوشان) او د بالیوډ ډایریکټر کرن جوهار (پډما شري).

Padma Vibhushan

(For exceptional and distinguished service)
1) Sushma Swaraj (Posthumous), Delhi (Public Affairs)
2) Arun Jaitley (Posthumous), Delhi (Public Affairs)
3) MC Mary Kom, Manipur (Sports)
4) Vishveshateertha Swamiji Sri Pejavara Adhokhaja Matha Udupi (Posthumous), Karnataka (Others-Spiritualism)
5) George Fernandes (Posthumous), Bihar (Public Affairs)
6) Chhannulal Mishra, Uttar Pradesh (Art)
7) Sir Anerood Jugnauth GCSK, Mauritius (Public Affairs)

Padma Bhushan

(Distinguished service of higher order)
1) Krishnammal Jagannathan, Tamil Nadu (Social Work)
2) Balkrishna Doshi, Gujarat (Others-Architecture)
3) Anand Mahindra, Maharashtra (Trade and Industry)
4) M Mumtaz Ali (Sri M), Kerala (Others-Spiritualism)
5) Neelakanta Ramakrishna Madhava Menon (Posthumous), Kerala (Public Affairs)
6) Venu Srinivasan, Tamil Nadu (Trade and Industry)
7) Manoj Das, Puducherry (Literature and Education)
8) Prof. Jagdish Sheth, USA (Literature and Education)
9) Anil Prakash Joshi, Uttakhand (Social Work)
10) Syed Muazzem Ali (Posthumous), Bangladesh (Public Affairs)
11) Dr Tsering Landol, Ladakh (Medicine)
12) Ajoy Chakravorty, West Bengal (Art)
13) Manohar Gopalkrishna Prabhu Parrikar (Posthumous), Goa (Public Affairs)
14) SC Jamir, Nagaland (Public Affairs)
15) Muzaffar Hussain Baig, Jammu & Kashmir (Public Affairs)
16) PV Sindhu, Telangana (Sports)

شرابستي ملک

د هندي انسټیټیوت د ټولیز اطلاعاتو څخه فارغه ده، هغې د MYCityLinks، د باهوبانیشوار ځايي کوچنۍ ورځپاڼې او The Pioneer مجلې سره کار کړی. هغه د موسیقي څخه خوند اخلي، د کتاب ټولونکې ده او مینه لری چې د سفرونو، موسیقي او نورو موضوعاتو په اړه لیکنې وکړي چې هغې ته په زړه پورې وي.
error: Content is protected !!