هنر میراث

د نوې لسیزې لپاره موسیقي

مسله 01, 2020

د نوې لسیزې لپاره موسیقي

وینیک سوریا سوامی |لیکوال

مسله 01, 2020


د بهنګرا ژوندي اوازونو څخه د کیرالا سوپانا سنګیتم تر ارامه غږونو پورې، موسیقي د هندوستان د خلکو میراث کې ارزښتناکه رول درلود. د موسیقۍ رئیسه سنیها خان واکر خپل نظر پدې اړه بیانوي چې څرنګه بډایه تاریخ معاصر نوټونو ته شکل ورکوي. وینایک سوریا سوامي دا نظر په لیدلوري کې ځای پرځای کوي

مونږ په خپل ورځیني ژوند کې تل غږونه اورو… لکه د ریل ګاډې اوازونه، د ترافیک غږونه، د خلکو پرنجی یا ټوخی، او ان تلیفون ته ځواب ورکول ورکې شامل دي. موسیقي تل په هند کې زمونږ د شاوخوا چاپیریال لکه طبیعي اوازونو یا د انسانانو اوازونو څخه  اغیزمنه شوې. زمونږ د خلکو دودیزه پخوانۍ رګا او موسیقۍ آلې چې زموږ محلي سندرغاړي یې غږوي تر هغه موسیقې اوازونه چې زموږ د میراث برخه ده – هندي موسیقۍ په دودیز ډول د اواز په ژوند تکیه کړې ده.

نن په هند کې موسیقي لکه د نورو شیانو په څیر د بدلون لاندې تللې، دا ډیره ارزښتناکه ده چې خپل پلرني اوازونو کې نور هم دننه شو ترڅو د تیر او حال منځ کې انډول برابر پاتې. د کلونو په تیریدو مې چې څومره د موسیقۍ په اړه زده کړې وکړې او رزونه مې ولیده، چې زمونږ شاوخوا هرڅیز خپل اواز لري، یوازې اړینه دا ده چې د اوازونو سم ګروپ وموندل شي.

سم پیل

ما چې کله دموسیقي جوړول پیل کړل، ان فضا زما د موسیقۍ موندلو هڅو ښکارندويي کوله، ما هر اوریدونکی څیز غوښته چې د ده برخه وي. هر اواز د سندرې جلا برخه ده، جلا احساس ښکاره کوي، او ما غوښتل چې زما د موسیقي جوړولو پروسه که هیڅ هم نه وي خو باید ازاده وي! زما د (کالا رې) سندره د وسیپور ساحلونو 2 فلم څخه، چې د ډبرو سکرو صنعت په اړه ډک شوی، د کلنګ په اواز فلم پیل کیږي چې ورباندې د ډبرو سکاره وهي. ما د یو فابریکې څخه هغه اواز ثبت کړی دی چې هلته اوسپنیز زنځیرونه بند ول! هندۍ موسیقي داسې څو ورته بیلګې لري چې ورځیني اوازونو څخه اخیستل شوي او یا ورځینی فکر ورکې کارول شوی. نن څومره ځوان موسیقي جوړونکي دا الهام بخښونکې مفکوره کاروي. د هندي موسیقي مخکښ جوړونکي نه یوازې په نوي لور روان دي، او دا لاره یې په ټول هیواد کې دودیزو نظریو ولاړه لار په توګه تعریف کړې.

د بودایزم پنډیتان خپل روحاني موسیقي د دودیز ډولونو او بوق اواز سره د ګستور روحاني لمانځغونډه کې د لِه لمایورو عبادتخانه کې اجرا کوي.

د سرحدونو څخه لاوړاندې تلل

که مونږ یې له نږدې پرتله کړو، پدې پوهیږو چې (متناوبه موسیقي) کلیمه ډیر وخت د هیواد پخوانیو دودونو سره یوځای لیدل شوې. د بیلګې په ډول هندي ډولونه موسیقي ته دوامداره لارښونه او طبیعي احساس ورکوي، هغه څه چې اوس ډیر عصري موسیقیو ورباندې پیل کړی. د بیلګې په ډول د راجستان مانګنیار ټولنه چې د فولکلور په اساس ډیری وخت ټول غوښتل کیدل چې د شګلن ایالت باران ورښت چټک کړي. داسې ویل کیږي چې موسیقي یې د ډول (دوه سری ډول) او خرتال (دوه د لرګیو ټوټې چې هنرکاران ورڅخه د چک چک لوړ غږ وباسي) سره یوځای د تندر اواز یې جوړوه او د خپل په اند یې د باران ورښت هڅاوه.

بله داسې بیلګه د لویدیځ بنګال بهاتیالي ده. بهاتیالي ته د کيښتۍ والا سندره هم ویل کیږي، او ډیری وخت یوازې د سختو او موسیقۍ الو سره ویل کیږي. متخصصین وايي چې دا سیمه سیندلرونکی طبیعت لري چې د فولک دې موسیقي ورڅخه مبدا اخیستې خو اوس یې خپل بڼې ته تغیر ورکړی. سم لکه روانې اوبه، بهاتیالي ښکلی اواز لري، د اوبو اوزانو په څیر په خپل غږونو کې اوچتوالی او ټیټوالی لري.

د فولک موسیقي د طبیعت او غږونو یوځای کولو او چاپیریال ته د انسان ځواب په توګه هم تعریف شوې. د بیلګې په ډول، د تپو موسیقي لوړ غږونه لري چې د غرونو او درو منځ کې سفر کوي. او په پرتله کې هغه ټولنې چې په څنګلي او هوارو سیمو کې اوسیږي د هغوی موسیقي ټیټ او ارام غږونه لري. دا هغه څه دي چې ما په خپل موسیقي کې زده کړي.

د چتیسګار، بستار څخه د ماریا قبیلې غړي دودیزه نڅا کوي.

مخ پر وړاندې لار 

د هندي فولک موزیک غږونو او د عصري اوازونو یوځای کولو لپاره لومړی ګام دا دی چې طبیعي چاپیریالونو ته ولاړ شو له کوم ځای چې داسې موسیقیو سرچینه اخیستې او ان خلک یې اوس هم هلته اوروي.

د دې لپاره چې نور ډولونه یې پیدا کړو او د داسې اوازونو یوه ټولګه جوړه کړو چې پخوا اوریدل شوي نه وي، ما هوډ وکړ چې بیرون لاړ ش او د خپل هیواد متنوع او ښکلي جادويي اوازونو تجربه وکړم. که زه غواړم چې د سینما له لارې د فولک موسیقي خلکو ته وروپیژنم، زه اړتیا لرم چې ټول فرهنګ، د ژوند سټایل، بشپړه پروسه، د خوړو عادتونه، تګلارې، تاریخ او هرڅه چې د موسیقۍ په پروسه کې شامل دی، خلکو ته وپیژنم. هغه څه چې د وسیپور ساحلونو فلم سندرې (او ومنیا) سره مې وکړل. د دې لپاره چې سندرې ته ښه خوند ورکړم، ما د بیهار کورونو ناستې ښځې انتخاب کړې، چې فلم همالته ډک شوی هم دی. په ورته وخت کې د اویې لکي لکي اویې فلم جونګي سندرې لپاره د فولک موسیقي پیژندل شوې څیره ډیس راج لکاني د محلی پنجابي لهجې سره انتخاب کړ.  د 2019 سیرینډیپټي هنریز غونډه کې زما د اوازونو وروستۍ تجربه، ما د باد غږونو په نامه اواز جوړ کړ. لیدونکو به ورته پوکی کاوه او داسې ښکاره کیده چې اواز او لرزه انتقالوي. څومره چې خلک ډیریدل هغوی د خپل په خوښه تیز او کراره پوکی کاوه او ډول ډول غږونه یې جوړول!

نن ډیری متناوبه سندرغاړي د داسې مساوي فرصتونو په لټه کې دي چې د اوریدونکو او هنرکارانو لپاره یو څان وي، او د پخوا څخه الهام اخلي. زه د موسیقي صنعت دې بدلون او د موسیقي غیر مرکزې بڼې په اړه هیله مند یم چې دوامداره تجربو ته وخت پیدا کوي. زه په دې باوري یم چې مونږ باید دودونو کې نور هم ژور لاړ شو ترڅو د هند موسیقي راتلونکی جوړ کړو.

وینیک سوریا سوامی

وینایک سوریا سوامي یو ډیلي میشته ژورنالیست دی. هغه په میخانیک انجنیري کې لسانس لري او د هند بحري ځواکونو سره یې د کښتۍ جوړونکي په توګه کار کړی. د ځوانۍ څخه هغه د نور کارونو ترڅنګ لیکوال هم دی، هغه خپل مسلک ژورنالیزم ته واړاوه ترڅو د لیکوالۍ او سفر لپاره خپله مینه ښکاره کړي.
error: Content is protected !!