نویزونه

لومړی ذهن بیا مادیات

مسله 03, 2020

لومړی ذهن بیا مادیات

ګورمیت ارورا |لیکوال

مسله 03, 2020


د خوړو او د خوړلو څرنګوالي باندې پوهه زمونږ په بدن د خوړو وروستۍ پایلو باندې اغیز کوي. هغه DJ چې رستورانت یې جوړ کړی، ګورمیت ارورا بیانوي چې غور سره خوراک ولې یوازې یوه فلسفه نه ده – بلکه دا یو عمل دی چې مونږ سره مرسته کولی شي ترڅو سالم روغتیايي انتخابونه ولرو او غوره ژوند وکړو

ډیری زمونږ هر هغه څه چې وروستي خوراک کې خوړلي وي، هیر کړې وي. نه یوازې دا بلکه کله چې خواړه خورو د ټولې پروسې څخه یې خوند نه اخلو. د هغه مطالعې پر بنسټ چې د پرمختګ او اقتصادي همکاري سازمان، یوه نړیواله همکاري، لپاره ترسره شوې یو اوسط هندی د ورځې یوازې یو ساعت او 27 دقعې د خوړلو لپاره جلا کوي، او د فرانسې په څیر هیوادونه د خوراک لپاره د 2 ساعتونو څخه ډیر ځانګړي کوي، دا په ډاګه کوي چې هندیان د خوراک په وخت کې چالاکي کوي. دا بې غوره خوراک – د خوړو څخه د خبرتیا کموالی – د بدن میتابولیزم ټیټوي، او چاغوالی ډیروي او د نورو روغتیايي موضوعاتو لامل کیږي.

د غور سره خوراک څه دی

د غور سره خوراک هغه ډول خوراک ته ویل کیږي چې د خوړل شویو خوړو څخه خبرتیا ولري. هر هغه ډول چې مونږ د خپل خوړو سره رویه کوو د خوړو اغیز پر مونږ مشخص کوي. پداسې حال کې چې د غور سره خوړو اساسي انتخابونه په میوو، سبو، حبوباتو، دانو، خستو، نباتي غوړیو پام کوي یو کس کولی شي په غیر روغتیايي خوړو کې هم ذهنی وي. ځکه چې خوړل شويو خوړو ته ښه پام کوي او څرنګه چې هغه په بدن اغیز کوی کدای شی چالاکي کمه کړي او غیرسالمه خواړو څخه اجتناب وکړو.

نا پروسس شوي خواړه لکه ټولې دانې او شنه شوي خواړه بیا را ژوندي کیږي.

څرنګه مرسته کولی شي

زمونږ د ژوند طرز او زمونږ خواړه سره نږدې تړاو لري. که مونږ غواړو چې خپل پرهیز کې بدلون راوړو نو لومړی باید خپل ورځینی ژوند بدل کړو. هر هغه څه چې خورو هغه باید زمونږ د خوړو عادتونو کې بدلون راولي. کله چې دودیز خوړو یا د نیکونو پاتې شویو دودونو ته خبره ورسیږي، مونږ د قاب څخه خواړه خوړلی نه د اندازې لپاره. د دې مفهوم اسانه معنی دا ده چې د خوړو قاب چې مونږ یې خورو، که بیلابیل ترکیبونه هم ولری خو په ذهن کې بلانس لري، د دودیز تالي د خوړو ترکیب په سیمو کې توپیر لري خو بیلانس هماغسې پاتې دی که څه راجستان، جمو او کشمیر، اسام یا کیرالا وي. زمونږ خوندونه ډیر دی خو زمونږ بیلانس هم ډیر دی. دې مفهوم اوس معاصرو پخلنځیونو ته هم لاره پرانیستې ده. د قاب لیدلو مفهم نه د اندازې د هغې پوهې پر بنسټ ده چې زمونږ څه ته اړتیا لري.

د میډیتیشن (آراموالی) طبعيي واټن کارولو دا په ډاګه کړې چې د دواړه فزیکي او روحي روغتیايي ګټو په شمول ډیرې ګټې لري

د غور سره خواړه تاسې سره مرسته کوي چې د خوړو سالم انتخابونه وکړئ. که یو څوک خبر وي او پوه وي چې کوم ترکیبات کارول شوي، او مقدار یې څومره دی او د خوړو وخت څومره دیو نو هغه په دې پوهیدای شي چې کله دا هضم شی نو ولې څومره اغیزونه لرلی شي.

څرنګه یې عملي کړو

د غور سره خواړو باندې عادت وخت ته اړتیا لري چې د خپل ورځني ژوند سره یې برابر کړو. خو ځینې خلک یې که څه هم په اونۍ کې څو ځله هم وي، دا عادت غوره کوي. تاسې کولی شئ د خپل بدن سره همغږي شئ. که د ورځ د یو وخت خوراک لپاره هم کوښښ وکړئ نو خپل عادت غوره کولی شئ او د هغه ذهني او فزیکي سلامتیا څخه خوند اخیستلی شئ چې د سالمه خوړو څخه لاسته راځي. زه یوازې د نیکونو کارول شوي موډس اوپرنډي په اړه فکر کولی شم. هغه د سادګۍ سره یو عادت و. د ساده خوړو انتخاب و، چې اسانه هضمیدل او د سپکوالي احساس یې کاوه. دا به مونږ پیاوړي کړي چې د خپل هوس او د خوړو انتخاب باندې کنټرول ولرو. کله چې دا کنټرول لاسته راغی، نو دا به د غور سره خوړو عادت پیل وي.

د وخت په اوږدو ځان برابرول

موخه داده چې ساده والی بیرته راشي. د نن ورځې فیټ والی زمونږ د خوړو په څیر ستونزمن شوی. دا کیدای شي زمونږ د چټک وزن کمولو، او ډنګړوالي تشویش سره اړتیا ولري. د ژوند بڼې بدلونونه باید یوځای شي ترڅو سالم، ډیر باخبره او بشپړ مهالویش، ځانته یو ایکوسیسټم ولرو چې زمونږ د ذهن، بدن او روح اړتیاوې پوره کړي او زمونږ د ځان او د ټولنې په ګټه وي، هغه چې زمونږ بې نهایته مهرباني سره همغږي نه وي. داسې سیسټم چې پیاوړي، تړلی او مداوم وي.

وړاندې له دې چې خواړه وخورئ لومړۍ ژور تنفس واخلۍ او فکر وکړئ چې تاسې څه غواړئ په خپل بدن کې دننه واچوئ. پوه شئ چې کله ستاسې بدن اوږی دی. د ډیر وږی والي لپاره انتظار مه اوباسئ. په غور سره خوراک باندې د تمرین په څیر فکر وکړئ: کوچنی برخه یې هم شمیرل کیږي. د کراروالي لپاره چې هرڅومره کولی شئ، یوازې د خوراک پروسې باندې غور وکړئ، او خپل بدن ته غوږ شئ، چې هرڅومره د خپل خوړو څخه ډیر رضایت ولرئ نو هومره به په تغذیوي عادتونو او پرهیز باندې ستاسې کنټرول ډیر وي.

ساده خواړه چې د وریځو د اوړو څخه جوړیږي لکه نولپوټو او نې پتیري په شمالي هند کې د خپلو ګټو له امله مشهوره دي

ګورمیت ارورا

ګورمیت ارورا، یو DJ و چې اوس یو نوښتګر دی، او د هند سرتاسر خلکو سره مرسته کوي چې په غور او فکر سره خواړه وخوري او په یوازې د Yazu، Doppio، Tryst او فلکس اټ اپ-روغتیايی ژوند مالک دی. د هغه ماموریت دا دی چې د پاکو او سالمو خوړو په اړه خبرتیا ورکړي چې د هغه په اند د متوازن او خوشحاله ژوند کیلي ده.
error: Content is protected !!