میراث

هرڅاڅکی ارزښت لري

مسله 01, 2020

هرڅاڅکی ارزښت لري

ویکرم جیت سینګ |لیکوال

مسله 01, 2020


څاګانې، زینه لرونکې څاګانې او بندونه په پخواني هند کې یوازې د اوبو سرچینې نه وې بلکه د طبیعي اوبو ساتلو تخنیکونو لویه شبکه وه. پداسې حال کې چې بیرته راژوندي کیدای شي ترڅو د ښاري اوبو کموالي ستونزه ټیټه کړي، او کولی شي د پایدارتوب عصري مفکورې ته هم الهام بخښونکې وي

د اګراسین باولي په زړه پورې مهندسي ښکلا د نوي ډیلي په زړه کې د ښار د سیل د 10 غوره ځایونو څخه ده. دا د 14 پیړۍ باولي (زینه لرونکې څا) چې درې منزله او 108 پته پایې لري، نه یوازې د سیل مشهوره ځای دی بلکه د هند د اوبو ساتلو سیستم یوه برخه وه. که څوک شاته د مدنیت تاریخ ته وګوري، نو پوهیږو چې د انسان لومړني جوړشوي ځایونه د اوبو څنګ ته وې. او په بیا په کراره خلک په هواره ځمکو کې تیت شول، چې بیا یې هم د اوبو بیلې سرچینې لرلې. د وخت په تیریدو سره خلک پوه شول چې اوبه نه یوازې د ځمکې په سطح دي بلکه د دوي ترپښو لاندې هم اوبه شته. بیا یې د څاګانو ښکلو هنر ته پیل وکړ.

د زینه لرونکو څاګانو پیدایښت

د وخت په تیریدو سره، خلک پوه شول چې د څا څخه د اوبو ښکل د نفوس په ډیریدو ستونزمن کار دی. نو هغوی جلا جلا تخنیکونه وکارول لکه فارسي څرخونه، چې د څرخونو او سطلونو یو تنظیم به جوړیده چې په اسانۍ سره یې د ژورو څاګانو څخه اوبه راښکلی شوې. وروسته، په وسطي پیړیو کې، د هند مهندسانو او انجنیرانو په بل جوړښت پیل وکړ – چې اوبو ته رسیدلو لپاره یې زینې جوړې کړې. چې یو مثال یې په نوې ډیلي کې راجون کې باولي ده. دا زینه لرنکي څاګانې نه یوازې د اوبه ښکلو او کور کارونو لپاره وې بلکه په سختو ګرمیو کې به خلک د یخ پاتې کیدو لپاره ورته راتلل. د دې لپاره چې ډیره ګټه ترې واخیستل شي زینې یې شمال خوا څخه ښکته کیدلې او څا ژوره سیمه (د اوبو زیرمه) سویل خواته وه. دا ځکه مرستندویه وه چې هند په شمالي نیمه کره کې دی، د لمر رڼا به په څا کې د اوبو سرته نه رسیدله. چې اوبه یې د ګرمي او بخار څخه ساتلې. په پایله کې به یې تل د اوبو او د اوبو خواته د کوټو د حرارت درجه د ځمکې سطحې څخه یخه وه.

د ډابي کوند، په راجستان، بوندي کې ترټولو لویه زینه لرونکې څا

څاګانې او د اوبو زیرمې

د پخواني هند اوبو مدیریت یوازې د باولي پورې تړلی نه و. د اوبو زیرمې او بندونه هم ول. په حقیقت کې دیني ځایونه چې تل یې د خلکو څخه ډک ول هرومرو یې یوه د اوبوزیرمه، زینه لرونکې څا یا لږ تر لږه یوه څا لرله. ان خلک په کتارونو کې ولاړ وي چې د دغو پاکو سرچینو څخه اوبه واخلي او ځان سره د فضل نښې په توګه کورونو ته ویسې.

د پخوا وخت څخه مرسته

لکه څنګه چې مدنیت پرمختګ وکړ د اوبو زیرمو او زینه لرونکو څاګونو استعمال کم شو. د اوبو پایپونه زمونږ تر کورونو راورسیدل، او اوبه هرچیرته موجوده وې. څنګه چې مونږ د اوبو طبیعې زیرمې څخه اعظمي کچه کار پیل کړ، دریدلې اوبه په جهیلونو، ډنډونو، زینه لرونکو څاګانو، او څاګانو کې بیرته دوران ونکړ او پکې الګي او مضره بکتریا وموندل شوه. مونږ باید پوه شو چې د وسطي پیړیو ډیری د اوبو زیربنا د ځمکې لاندې اکویفر له لارې یو بل سره نښتي. د یو چټلتیا څخه په هغه سیمه ټول اغیزمن کیږي. او په همدا ډول که مونږ هره څا یا زینه لرونکي څا پاکه کړو نو په شاوخوا اوبو مثبت اغیز پریخودلی شي. که مونږ یوه زینه لرونکي څا بیرته د اوبو څخه ډکه کړو، شاوخوا څو نورو څاګانو کې هم اوبه پیدا کیږي. همداراز که وکولای شو په ستراتیژیک ډول د اوبو بیرته ډکولو کوهیان و کیندو، چې د ځمکې لاندې اکویفرونو سره وصل دي، مونږ د هر ښار د ځمکې لاندې اوبو سطح لوړوالي کې مرسته کولی شو. نن چې هندوستان د اوبو کمښت سره مخ دی، مونږ کولو شو چې د زینه لرونکو څاګانو څخه یو څه زده کړو چې دودیز عقل ښکاره کوي او د اوبو ساتلو یو لارښود په توګه عمل کوي. دا یې وخت دی چې مونږ پخواني میتودونه د نوي تکنالوژي سره یوځای کړو او په ګډه خپله ځمکه وژغورو.

ګنډک کې باولي د نوې ډیلي په مهراولي کې د 16مې پیړۍ زینه لرونکې څا ده.

ویکرم جیت سینګ

ویکرم جیت سینګ روپرای یو پوهنیز روزونکی او د میراثي اثارو فعال دی. هغه د شمالي هند پخواني اثار لټوي ترڅو د هیواد غنی میراث ته پرمختګ او وده ورکړي. هغه په څو ښوونځیو کې د میراثي اثارو لابراتوارونو بنسټ ایښی، او ډیری وخت ځوان زده کوونکي روزي چې د خپل تیروخت او تاریخ ته د نوې درینڅې څخه وګوري.
error: Content is protected !!