فیشن

د اوبدلو معجزه

مسله 04, 2021

د اوبدلو معجزه

پریا رانا |لیکوال

مسله 04, 2021


د پخواني ایکت څخه شاهي پټولا پورې، د جمداني څخه تر وریښمینې ګلداره بنارسي بیا تر ښکلي ګیسار، او کشمیري پشمینې په څیر د هندوستان وتلو په لاس اوبدل شوو بې سارې ټوټو ستایلو په پار هنري خوند لمانځي

H. د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي په خپلې وروستۍ (من کې بات) وینا کې د لاسي اوبدلو ملي ورځ (چې د اګست په اومه ولمانځل شوه) په مناسبت ملت ته په خطاب کې وویل: لاسي اوبدل د هندوستان د زړه ټکان دي او د زرګونه کلونو راهیسې زمونږ دود دی. هندوستان د یو څو هیوادونو څخه ګڼل کیږي چې لاسي اوبدل ورکې لا اوس هم رایج دي. او هیواد وال یې وهڅول چې د هنرکارانو ملاتړ وکړي چې ورسره به (د سیمه ایزو لپاره دغږ) لیدلوري ته هم کار وشي. د خدي کپړې څخه نیولی چې زمونږ د خپلواکۍ حرکت کې ریښې لري، چې کله مهاتما ګاندي د هیواد ګوټ ګوټ د هندیانو اوبدونکې ټولنې وهڅولې چې خپلو کورونو کې د چرخې سره تار واوبي چې – د ایکت، بندني، پټولا، بنارسي ګلدوزي، زري، اپاتني، یا پشمینه په څېر سیمه ایزې کپړې په هندوستان کې د لاسي اوبدونکو آلو په وسیله اوبدلې. په لویدیځ کې اتلسمه پیړۍ کې د برقي کپړه اوبدونکو ماشینونو اختراع پورې د خدي په څیر کپړې ټول ځای کې موندل کیدې، چې تر هغه یې زمونږ بازارونه د ماشین اوبدل شویو ټوټو څخه ډک کړل، چې دې سره زمونږ د خپل صنعت کچه ټیټه شوه. لکه څرنګه چې د لاسي اوبدونکو نړیوالې ورځ او نورو دولتي نوښتونو په ملتیا اوس ډیزاینران او پیرودونکي په هره جامه، ساري او پیرل شوې لباس کې د هنرکارانو د کار درناوي کوي، دې سره هندوستان کې د شته بیلابیل لاسي اوبدلو ارزښت باندې هم پوه شو.

خدي

خدي چې خاکساره خو د هندوستان د آزادۍ کوښښونو اوچته سمبول دی، باید د نوم کارولو لپاره باید د خدي کلي صنعتي کمیسیون (Khadi Village Industries Commission, KVIC) لخوا تائید شي – او کپړې تار په لاس تاو شوي وي او خپله کپړه هم په لاس اوبدل شوي. دا کپړه په ډیری ډول د KVIC لخوا ملاتړ شویو او پيژندل شویو مرکزونو کې اوبدل کیږي چې دولت هلته سیمه ایزو اوبدونکو ته د کار زمینه برابروي. دا مرکزونه په ټول هندوستان، بنګال، اوټر پردیش، مادیا پردیش کې خواره پراته دي – او په ټول هندوستان کې د خدي ګرام اودیوګ څانګو څخه دا کپړه پیرل کیدای شي. دې ورځو کې ډیزاینران د خدي کپړو سره تجربې کوي – تکړه راجیش پرتاپ سینګ چې د یوې لسیزې څخه د خدي کپړې جوړوي، او ځوانو لیبلونو لکه اناویله چې د بنګال اوبدل شوې خدي اخلي او روښانه رنګونو او زرینه نښو تجربې کوي او انډیګو او کورکمن په څیر طبیعي رنګونو په وسیله رنګ ورکوي.

ایکت

ایکت یوه حیرانوونکی ډول اوبدل دي، یو مصری مومیايي شوی جسد د اودیشه ایکت سره وموندل شو – چې د دوه لرغونو مدنیتونو ترمنځ د سوداګرۍ لارې ثبوت وړاندې کوي. د میلاد څخه 200 کاله وړاندې جوړ شوي د اجانتا غارونو دیوالونو څخه د ایکت نښې موندل شوي. ایکت د نورو کپړو خلاف دا ځانګړنه لري چې تار ته رنګ ورکول کیږي (د تارونو بنډلونه د خپل خوښې رنګونو سره ښه زبیښل کيږی)، او بیا اوبدونکي تارونه اخلي او په خپله لاسي آله یې راباسي چې نقش جوړ کړي – یوه ډیره اوږده او ظریفه پروسه ده، ډیر کارته اړتیا لري. د تاو او پيچ شوی ایکت، پوده ایکت، او ډبل ایکت ډولونه لري، چې ډیر ظریف کار لري او په اودیشه، ګجرات او اندرا پردیش کې تولیدیږي. پخواني ډیزاینران لکه مدو جین، د بامبو په وریښمو کې د ایکت موزیم ته د نندارې وړ ټوټې اوبدلې چې د اندونیزیا، ازبکستان، او هندوستان ایکت سټایلونه لري. جین د دې پایداره کپړو او ژوند ملاتړ کې غږ اوچت کړ، او دا چې دا کپړې د ځمکې منابع له منځه نه وړي، او په طبیعي ډول له منځه تللو سربېره د بامبو کښت کوونکو لپاره هم د ژوندانه سبب کیږي. د بابر ځمکې، ازبکستان څخه یې الهام اخیستي چې هلته شاهي کپړه وه – د آصف شیخ (د CDS هنري بنیاد بنسټ ایښودونکي) په څېر هنرکاران د لوی او ښایسته نقش څخ حیرت نیولي (ایکت په هندوستان کې کوچني ګلان لري)، د خپل ایکت بڼه یې هم رایج کړه چې کوچني ګلان د لاس په وسیله په کپړه اوبدل شوي.

د اوبدونکو یو ګروپ د اودیشه، بارګر کې د سمبالپوري ایکت کپړه جوړوي. د اودیشې غني اوبدلو دودونه قبیلوي بومکای او خط لرونکې سنتالي ساري دي، خو سمبالپوری چې د وريښمو یا پنبې سره اوبدل کیږې ډیر شهرت لري

په هندوستان کې د ایکت غني اوبدنه – چې شاهي کورنۍ او اشرافیانو اغوستل – د ګجرات څخه ده – او پټولا ورته وايي. چې خپل ژوندي رنګونو، او په ګلانو کې رانغښتل شوي هندسي ډیزاینونو سره پيژندل کیږي، او داسې ویل کیږي چې د پټولا ساري د 300 کلونو پورې خپل اصلي رنګ له لاسه نه ورکوي! پان پټولا د ډبل ایکت اوبدل دي د شمالي ګجرات پټان سیمې څخه ده، او ارزښتناک کسب دی چې د یو نسل څخه بل ته پاتې کیږي. د رنګ شویو تارونو څخه هر یو په احتیاط سره کيښودل کیږي ترڅو د خوښې نقش جوړ کړي، او بیا دواړه تارونه او اوبدل شوې کپړو ته رنګ ورکول کیږي ترڅو داسې پټولا ورڅخه جوړه شي. طبیعي رنګونه لکه د روناس ریښې، انډیګو، او کورکمن د تارونو رنګولو لپاره کارول کیږي چې نقشونه دواړه خوا یو سان وي. ډیلي میشته فیشن لیبل اشا ګاتم په دې وروستیو کې یو ډول پټولا ساري د اداکارې اورواشي راوټېلا لپاره جوړه کړه، چې جوړولو یې شپږ میاشتې وخت ونیو – د تارونو رنګ اویا ورځې وخت واخیست، او 25 ورځې اوبدلو ونیو، او 600 ګرامه وریښم ورکې کار شوي.

وریښمینه ګلداره بنارسي

د وارنسای پيلیکوتي سیمه د نړۍ نامتو وریښمینه ګلداره بنارسي لري، چې ظریف زري ګلان په وریښمینه کپړه په لاس اوبدل شوي، چې غوره ساري تولیدوي او ناوې ګانې یې د واده په ورځ اغوندي. د کلکته میشته ډیزانیرانو او د کپړو بېرته ژوندي کوونکو سواتي او سونینا د ظریف ساري لپاره پیژندل کیږي چې یو خوا یې وریښم او بل خوا یې خالص زري وي، او ژۍ ګانې ګلداره نقاشي لري. هر ساري نږدې اته میاشتې اوبدلو لپاره وخت نیسې او قیمت یې نږدې دوه لکه هندي روپیو ته رسیږي. د ګیاسر مزین اوبدل (دودیز ډول د بودايي پنډتانو اغوستلو لپاره د تبت او لهاسا عبادتخانو کې کارول کیږي) وارنسای ته د سوداګرو په وسیله د چین څخه راوړل شو. دا مزینه نفوذ نن په بنارسي ساري کې هم لیدل کیدای شي. شانتي بنارس په وارنسای کې دریم نسل ته پاتې د کپړو ځانګړی بنارسي اوبدنه ده چې د امریت او پریانکا شاه لخوا پر مخ وړل کیږي. په خپلو وروستیو ټولګو کې یې فارسي اوبدل کارولې چې د پخواني بڼې په ډولی یې زري په مرسته د مرغانو نقش جوړ کړی – چې بنارسي ساري کې غیر معمول دي. امریت شاه وویل: د خامتا اوبدلو لپاره، اوبدونکی ژاکارد جوړوي (یو نقش چې خاص انداز سره د تارونو لاندې او باندې اوبدل کیږي) خو کله چې ژاکارد وي بیا اوبدونکی ګلان اخلي او د رسامي په توګه یې رسموي – د اوچیانت تخنیک په کارولو چې هر ګل جدا اوبدل کیږي. ځینې ظریف ساري ګان د جمداني (دا تخنیک سپک تار یا زري د وريښمو پر سر د ګلانو اوبدلو لپاره کاروي) تخنیک کاروي. بله بڼه یې د جنګلې جال دی، چې د وریښمینې ګلداره بنارسي نقاشۍ ظریف تاکونه په خالص وریښمینه ساري د زري په وسیله اوبل کیږي. داسې ساري د څلورو څخه اته اوبدونکو ته اړتیا لري او د دوو څخه تر څلورو میاشتو وخت نیسي چې تیار شي.

د بنارسي معاصر اوبدل

د اپتاني اوبدل

دا ډول اوبدل آن نن هم د ارونچل پردیش (او د ناګالنډ ځینې برخو) اپتاني ټولنو هر کور کې رواج لري، که څه هم له بده مرغه د اوبدونکو کورنیو شمېر ټیټ شوی. د رنګه هندسي، زیګ-زاګ نقشونو سره چې په نورماله بڼه تور، سور، سپین، او زیړ رنګونه کاروي، دا ظریفه نقشونه د ښکلي شالونو او نورو کپړو جوړولو لپاره کارول کیږي چې د بامبو په مرسته جوړیږي. ډیری ځوانان د دې کسب څخه لرې کیږي، دا یې وخت دی چې دې غوره کپړو ته بازار موندنه وشي چې شالونه، روجایي، او ان د جاکټونو لپاره کارول کیږي.

پشمینه

اوس ښکلې او ژمني موسم لرونکي کشمیر ته یوه کتنه لرو چې ګرمې او آراموونکې پشمینې اوبي. اصلي 100 سلنه پشمینه باید د 100 سلنه کشمیرې څخه جوړه شي او یواځې په هغه صورت کې ورته د GI (جغرافیایي هویت) سند ورکول کیږي چې تارونه یې په لاس تاو شوي او پشمینه په لاس اوبدل شوي وي او پشم یې د لډاک څخه وي. طارق احمد دار، یو پخوانی ماډل چې اوس د پشم-کار په نامه د پشمینې اوچت برنډ لري، وویل: زمونږ د پشمینې برنډ پشم د لډاک چند کانډ سیمې د وزو څخه لاسته راځي. د سریناګر کسب ګرې ښځې تارونه په لاس تاووي (یوه ښځه په یوه اونۍ کې د 10 ګرامه پشم څخه تار جوړوي)، او کله چې د شال یا چپنې په بڼه واوبدل شي بیا رنګ ورکول کیږي یا ګلدوزي کیږي (یو دوه متری شال په 15 ورځو کې ګلدوزي کیږي). دار 250 کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې (چې 40 ښځې یوازې تار تاوول کوي). تازه او روښانه رنګونه کاروي چې سړیو لپاره د پشمینې چپنې جوړې کړي، داسې فشني لاسته راوړنه کې د خپل نړیوال سفرونه او الهامونو څخه کار اخلي. د شاه بانو لاین ځینې ټوټې د ښځو لپاره تیارې شوي او ان درې کلونه وخت یې نیولی، او د 12,500 هندي کلدارو څخه نیولی تر یو لک هندي روپیو یې قیمت رسیږي. کله چې یو ښکلی ډیزاین په مستقیم ډول په پشمینه واوبدل شي، کاني یې بولي – چې د کوچنیو بې سوریه لرګیو سره اوبدل کیږي – چې تر ټولو ګرانبیه پشمینه همدا ده، او د خپل GI او بڼې لري چې د مغل نقشونه (ډیری وخت ګلان) ورکې کارول کیږي او ډیر کار ته اړتیا لري (په یوه ورځ کې یوازې 3 څخه تر 4 سانتي مترو اوبدل کیږي). طارق احمد وویل چې پشمینه د کشمیر په ځانګړې توګه د ښځو لپاره لومړی اقتصادي بدلون و، زما انا به تارونه په چرخه تاوول او ان نن هم یوازې ښځې کولای شي تارونه جوړ کړي.

دا د هندوستان مروج لاسي اوبدلو کپړو یواځې یو څو بیلګې دي. نور ډیر ډولونه یې هم شته چې د هیواد بیلابیلو برخو کې خلک ورباندې کار کوي. د دولت ملاتړ سره، ډیزانران او د کپړو بېرته راژوندې کوونکي د دې کپړو بېرته شهرت لپاره کار کوي. د هندوستان لاسي اوبدلو برنډ، فرهنګي ډیپلوماتیکه ښکلېلتیا او سیمه ایزو هنرونو ملاتړ د دې صنعت پرمختګ لپاره اخیستل شوي ګامونه دي.  همدا راز دولتي پروګرامونه تطبیق هم د دې صنعت او لاسي اوبدلو پرمختګ لپاره ګټور دي لکه (په هندوستان کې جوړ شوی) او (د سیمه ایزو لپاره غږ)، د مودرا پروګرام چې د ښځینه نوښتګرو ملاتړ کوي، د سیمه ایزو ژوندانه ملي ماموریت، د او د SHG حرکت نور نوښتونه دي. خو د خلکو ملاتړ د اوبدونکو څخه ډیر اړین دی چې دا تولیدات واخلي او واغوندي.

پریا رانا

په فیشن صنعت کې یو نامتو نوم، پریا رانا د فیشن فامری لیکوال دی چې په هند کې لوی خپرونې یې لرې کړې. رانا په Outlook ویشل کې اجرایوي مدیر په توګه کار کوي. نوموړې د هندوستان د ډیلکس ژوند مدیر او د هارپر په بازار کې اجرایوي مدیر په توګه هم کار کړی دی. نوموړې د آکسفورډ پوهنتون د پوهنتون پر مدیر مدیر هم دنده ترسره کړې ده.
error: Content is protected !!