د هندوستان موندل شوي لرغوني اثار
په تیرو څو کلونو کې، هندوستان و تواندیو چې په متداوم ډول څو لرغوني اثار بیرته لاسته راوړي چې خورا فرهنګي ارزښت لري او په ناقانونه ډول ته د هیواد څخه ایستل شوي ول. مونږ ځینو بیرته لاسته راوړل شویو میراثي اثارو او د هغو ارزښت ته لنډه کتنه لرو
لومړي وزیر نریندرا موډي د تیرکال نومبر میاشت کې د ډیوي اناپورنا پخوانۍ مجسمې په تړاو اعلان وکړ چې یوه پیړۍ وړاندې د اوټرپردیش وارنسای څخه غلا شوې وه، اوس بیرته د کاناډا څخه کورته راوړل شوه. ویل کیږي چې دا د اتلسمې پیړۍ مجسمه ده چې په بنارسي سټایل سره حک شوې ده. دا کار د لومړي وزیر موډي لخوا د پيل شوې ماموریت لپاره، چې لرغوني اثار بیرته خپل هیواد ته راوړي، یوه لویه بریا ګڼل کیږي. لومړي وزیر وویل: هر هندی به د دې خبر په اوریدلو ویاړ کوي چې د ډیوي اناپورنا زړه مجسمه د کاناډا څخه هندوستان ته راوړل شوه…. د مجسمې بیرته راوړل مونږ ټولو لپاره د خوښۍ خبر دی. د ماتا اناپورنا مجسمې په څیر زموږ ډیر ارزښتان لرغوني اثار د نړیوالو قاچاقچیانو لاسونو ته غورځیدلي او خورا زیانمن شوي.
د هندوستان لرغوني اثار په دوامداره ډول د غارت څخه مخ ول چې له امله یې څو کم پیدا او نادر لرغوني اثار د نړۍ بیلابیلو برخو کې خواره شوي. د لومړي وزیر موډي د لارښوونې لاندې نوښت چې غوښتل یې دا اثار کور ته راوړي، اوس په یو ماموریت بدل شوی. د باندنیو چارو وزارت د اجرایه ادارو سره په ګډه د لرغونو هندي اثارو بیرته لاسته راوړنه کې کار کوي، او د امریکا متحده ایالتونو، انګلستان، کاناډا او جرمني هیوادونو په شمول د بیلابیلو هیوادونو څخه څو ټوټې لرغوني اثار بیرته لاسته راوړل شوي دي. مونږ یې دلته ځینو ته لنډه کتنه لرو چې په بریالي ډول بیرته خپل کورته راوړل شوي دي.د امریکا متحده ایالتونو په تیرو څو کلونو کې، هندوستان څو لرغوني اثار بیرته سپارلي دي. د دې کار یو ارزښتناک ډول یې منیکاواچکار برونزي مجسمه ده، ده هغه راهب چې د چولا کورنۍ سلطنت (9-13م پیړۍ) سرپرستي لاندې روحانیت ته رسیدلی و. داسې انګیرل کیږي چې دا مجسمه د ټامیل ناډو، اریالور ولسوالۍ د سریپورانات کلي یوه مندر څخه غلا شوې وه. او د امریکايي چارواکو لخوا بیرته وموندل شوه او بیرته خپل کور ته وسپارل شوه.

بله مجسمه چې د امریکا متحده ایالتونو څخه کورته سپارل شوې د منجوسري مجسمه ده چې بودیساتوا سره د مهایانا بودایزم ګډ دی. او دولسمې پیړۍ ته رسیږي، مجسمه کې منجوسري توره د سپر سره نیولې. د بودایزم تاریخ کې خورا ډیر ارزښت لري چې توره د بودیساتوا نیت د جهالت ګردونو لرې کولو لپاره دی ترڅو رڼايي راوړي. ویل کیږي چې د 1980 لسیزې وروستیو کې د بیهار، بود ګایا یو مندر څخه غلا شوې وه. او په 2018 کال کې شمالي کرولینا پوهنتون، آکلند هنري موزیم څخه بیرته لاسته راوړل شوه.د منجوسري مجسمې سره د شیوا تناسلي آلې مجسمه هم بیرته راوړل شوه. د شیوا دا مجسمه 12مې پیړۍ ته رسیږي. دا مجسمه د ټامیل ناډو څخه غلا شوې وه او په الاباما کې د برمنګهم موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې وه.د 2020 کال نومبر میاشت کې، د رامنا، لکشمانا او سیتا درې برونزي مجسمې د انګلستان چارواکو لخوا هندوستان وسپارل شوې. دا برونزي مجسمې چې د ویجایاناګر دورې (1336-1646) پورې تړاو لري، په 1970 لسیزه کې د ټامیل ناډو ناګاپټینام ولسوالۍ یوه مندر څخه غلا شوې او اوس په لندن کې د یو شخصي ټولونکي څخه بیرته لاسته راوړل شوې.

تیر کال د انګلستان لخوا بیرته هندوستان ته لیږل شوې مجسمه د شیوا لرغونی بت وو، چې د راجستان، برولي کې د ګتیشوار مندر څخه غلا شوی و. دې بت کې شیوا د چتورا نتاراجا په بڼه څرګند شوی او د 9 – 10 پیړۍ ته یې قدامت رسیږي. دا یو شخصي ټولوونکي سره و. په لندن کې د هندوستان لوړ کمیسیون د دې ارزښتناکه هنري ټوټې بیرته راوړلو کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې.په وروستیو کلونو کې کاناډا څو لرغوني اثار بیرته هندوستان ته استولي. چې یو یې د طوطي ښځې مجسمه ده. د تیږې دا مجسمه چې یوې ښځې سره طوطي دی 900 کاله تاریخ لري او د پخواني هندوستان ورځینی ژوند ښکاره کوي. دا مجسمه چې د یو شخصي ټولونکي سره وه په 2015 کال کې د کاناډا پخواني لومړي وزیر سټیفن هارپر لخوا کاناډا ته د هندوستان لومړي وزیر موډي سفر پر مهال نوموړي ته ورکړل شوه.د چولا کورنۍ لرغوني اثارو له جملې څخه چې هندوستان ته بیرته راوړل شوي، د نتاراجا او ارداناراسیوارا برنزي بتان دي چې د آسټرالیا څخه لاسته راغلي. د بتانو دا تاریخ یولسمې عیسوي پیړۍ ته رسیږي. ارداناراسیوارا د شیوا او پروتي ترکیب دی چې نیم تنه د نارینه او نیم تنه د ښځینه بڼه لري. د تیږو ډوارپرلس (د مندر روحاني ګاردان) هم د آسټرالیا څخه بیرته لاسته راغلل. آسټرالیا همدا راز هندوستان ته د ناګاراجا (مار پاچا) مجسمه ولیږله چې تاریخ یې شپږمې او اتمې پيړۍ دورې پورې رسیږي.
په ورته قدر او هرکلي وړ اقدام کې، المان د هندوستان تاریخ یوه ټوټه هندوستان ته د المان لومړۍ وزیرې انګلا میرکل سفر پر مهال په 2015 کال کې ځان سره راوړه. د لسمې پيړۍ مهیشاسورامردیني بت، د دورګا یوه بڼه، شل کاله پخوا د کشمیر یوه منر څخه ورک شوی و.د لسیزو په تیریدو هندوستان زرګونه لرغوني اثار له لاسه ورکړل چې فرهنګي ارزښت یې درلود. په وروستیو کلونو کې، د هندوستان دولت په کلک ډول کار کوي ترڅو غلا شوي اثار بیرته هیواد ته راوړي او د هندوستان لرغون پیژندنې سروي (ASI) ریکارډ ښکاره کوي، چې دولت وتوانید د 2014 څخه تر 2020 کال پورې 40 لرغونې اثار لاسته راوړي، او 75 – 80 نور د راستنیدو په درشل کې دي. دا ګران بیه اثار چې هندوستان ته راوړل شوي د اصلیت او لرغونتوب په اړه یې د څیړنې او تحلیل لاره هواروي ترڅو زموږ فرهنګ او تاریخ لا نور هم غني شي. ډاکټر ب. ر. ماني، د نوي ډیلي، د ملي موزیم پخواني رئیس وویل: د لومړي وزیر نریندرا موډي کوښښونو او په ملي فولکلور او فرهنګ ساتنې باندې د هغه تاکید له امله، د ډیرو ملتونو سره د لرغونو او قیمتي اثارو تبادله پیل شوې. دې پروې نورو هیوادونو ته دا اشاره ورسوله چې هندوستان ته د فرهنګي مشر په سترګه وګوري.د لرغونو اثارو بیرته راوړلو داسې پروسه زمونږ د تاریخي معلوماتو هغه خالګاوې ډکوي چې د فرهنګي احساس ادغام ارزښت لري. فرهنګي ارزښت لرونکي لرغوني اثار د هندوستان میراث اصلي برخه ده او د هیواد تاریخي محتوا تعریف کې ارزښتناکه رول لوبولی شي. دې لرغونو اثارو سره نه یوازې د هندوستان ځلاند تاریخ راژوندی کوي بلکه د نورو هیوادونو او نورو خلکو سره پیاوړې فرهنګي، ټولنیز او اقتصادي اړیکي جوړولی شي.