پرمختګ

د پړانګ هیواد

مسله 01, 2021

د پړانګ هیواد

دولت سینګ شکتوت |لیکوال

مسله 01, 2021


د هندوستان دولت لخوا د یو خپور شوي راپور له مخې د هندوستان د پړانګانو نفوس 60 سلنه ډیر شوی. د هیواد خوندي ساتلو کوښښنو لپاره یوه ارزښتناکه بریا ده ځکه چې د نړۍ نورو برخو کې په چټکۍ سره دا ډولونه له منځه ځي. د ځناورو خوندي ساتونکی دولت سینګ شکتوت خپل ارزونه وړاندې کوي

په وروستیو کې اعلان شوه چې هندوستان د پړانګانو نفوس ډیروالي کې ریکارډ جوړ کړی. په هندوستان کې د پړانګانو وضعیت په اړه د هندوستان دولت 2018 کال راپور له مخې چې د 2020 کال ډیسمبر میاشتې 21مه نیټه کې خپور شو، په هندوستان کې د څلور کلونو موده کې د پړانګانو شمیر په 2014 کال کې د 7,910 څخه په 2018 کال کې 12,852 ته لوړ شوی چې 60 سلنه وده یې کړې. د راپور له مخې د هندوستان 141 پړانګان په شمالختیځه سیمه کې دي، او د شوالیک تپې او ګنګا سیمې 1,253 دانې لري. مرکزي هندوستان او ختیځ سیمط 8,071 پړانګان لري او لویدیځ کې 3,386 دانې پراته دي. راپور دا هم ویلي چې نمونه اخیستنې د کموالي له کبله کیدای شي ثبت شوې شمیره له دې هم لوړه وي. د 1960 لیسزې په وروستیو کې د هندوستان د پړانګانو نفوس مخ په کمیدو شو. د هندوستان دولت او خپلواکه اداره خوندي ساتنې کوښښونو وروسته د پړانګانو شمیره لوړه شوې.د هندوستان ځنګلونو کې نه یوازې پړانګان بلکه نور ځناور لکه زمریانو شمیر هم لوړ شوی دی. اوس د پړانګانو شمیرې سره د نورو ځناورو شمیرې لوړیدل د هندوستان د ځناورو خوندي ساتنې کوښښونو شاهدي ورکوي. د هندوستان لومړي وزیر موډي د پړانګانو خوندي ساتونکو ته په هرکي ټویټ کې وویل: غوره خبر دی! د پړانګانو او زمریانو نفوس د ډیریدو حال کې دی. هغو ټولو ته دې مبارک وي چې د ځناورو خوندي ساتنې برخه کې کار کوي. مونږ باید خپلو کوښښونو ته ادامه ورکړو او ځان ډاډمن کړو چې دا ځناور په خوندي سیمو کې میشت دي.

د لویدیځ بنګال، جلداپارا ملي پارک کې یو مونث پړانګ خوشې کیږي

په هندوستان کې وحشي پیشوګانو 15 ډولونه موندل کیږي، چې لیوپارډ (پنتیرا پردوس) یو د غټو پیشوګانو څخه دی چې خورا ښایست او چټک حرکت لري. دا پړانګان ځانګړي مهارتونه لري او د چاپیریال وضعیت سره ځان برابرولی شي، ځکه تر اوسه یې نسل ژوندی پاتې. د افریقا څخه وروسته دې ځناورو لپاره هندوستان لوی کور دی، او دا حقیقت چې دلته ځناور د ژوند هڅه کوي خورا ارزښت لري، ځکه چې نورو ځایونو کې د دوی ژوند د ګواښ سره مخ دی. دا پړانګان یوازې د همالیا غرونو پرته په ټول هند کې د نورو ځناورو سره موندل کیږي، د راجستان لویدیځې دښتې، د ګجرات کوچ ران او د لویدیځ بنګال سوندربن دلتا کې شته دي. د دوی د اوسیدلو ځان د ګڼ ځنګلونو څخه تر خلاص ځنګلونو او هواره سیمو وي. او همدا راز د ممبی، بنګلور او میسور په څیر ښارونو شاوخوا هم موندل کیږي.د دې پړانګانو بدلیدونکي خواص چې هر ډول چاپیریال سره ځان برابروي، دی انسانانو سره په مستقیمه جګړه اچوي. د دې پړانګانو د راپورونو وضعیت په هندوستان کې د دې ځناورو خوندي ساتلو کوښښونو سره ټکر کوي او نديښنه رامنځته کوي.سیده زیربنايي پروژې او د دې ځناورو پټ ښکار کول د دوی ژوند د ګواښ سره مخ کړی. د چاپیریال ځنګل او اقلیم بدلون وزارت د انسان – پړانګ ټکر او د وضعیت کنټرول په اړه لارښونې جوړې کړي. د دې لارښونو موخه د انسان – پړانګ ټکر کموالی، او د ځناورو د ځای بدلون مخنیوی دی او عاجل ټکر سیناریو اداره کول دي.

د پړانګ نوې زیږیدلي بچیان د آسام ایالتي ژوبڼ په ګواهټي کې

د راپور له مخې د پړانګانو لپاره دویم لوی ګواښ سیده زیربنا لکه سړکونه، د اوسپنې پټلۍ، د برق لینونه او کانالونه دي چې د هندوستان اقتصادي پراختیا لپاره اړین دي خو د ځناورو پر ژوند هم ناوړه اغیز لري. دا خطي زیربنا کیدای شي د ځنګله مځکې کمه برخه ونیسي خو په غیر متناسب ډول لوی اغیز لري، چې پایله کې د ځناورو لارې ویجاړوي. هندوستان څو ګامونه اوچت کړي ترڅو د بیلا بیلو موجوداتو ګډ ژوند خوندي کړي او خطي زیربنا ته په داسې بڼه وده ورکړي چې د ځناورو ژوند خوندي او ځواکمن کړي، او عملي ګټور میتودونه کاروي.په ټول هندوستان کې ځنګلونو کې تکنالوژي کارول کیږي ترڅو پړانګان خوندي وساتي او نظارت یې وکړي. د کمرې انځوریز میتود او د راډیويي-غږیز تکنالوژي د دې ژویو د رویې پيژندلو لپاره کارول کیږي. د حیواناتو د ژوندانه په اړه، معلوماتو راټولو کې مرسته کوي، چې دا معلومات د ګواښونو او انسان-حیوان ټکر څخه مخنیوي لپاره کارول کیږي.د هندوستان دولت د ځنګل جوړنې، د ځناورو د ژوند ځایونو پراخوالي، او په اړوند ایالتونو کې د ځناورو د لارو جوړولو لپاره ثابت او دوامداره ګامونه اوچت کړي او دقیق خوندي ساتنې تدابیر یې نیولي. دې دومداره کوښښونو د ځنګلونو پراخوالي او ځناورو نفوس کې د پام وړ ډیروالی راوړی. د هندوستان دولت 2019 کال د ځنګلونو راپور (ISFR) له مخې په ملي کچه 5,188 کیلومتره مربع ځنګلونه ډیر شوي دي، چې د پړانګانو په شمو ټولو حیواناتو شمیر کې ډیروالی راغلی دی.

د لډاک، همیس ملي پارک کې یوه جوړه واورین پړانګان. دا ډول پړانګ د هندوستان لډاک، جمو او کشمیر، سیکیم، اوټرکنډ او ارونچل پردیش سیمو کې پیدا کیږي

دولت سینګ شکتوت

دولت سینګ شکتوت د ځناورو خوندي ساتونکي او طبیعت پيژندونکی دی، او د رتمبور ملي پارک پخوانی ځنګل ساتونکی دی. هغه یو کتاب د (پړانګ سره زما مخامخ کیدل او نورې کیسې په رتمبور کې) تر عنوان لاندې خپور کړي. او همدا راز هغه د نړیوالې بودیجې (WWF) – هندوستان مشاور او د ایالت کچې ولاړه کمیټې غړی هم دی.
error: Content is protected !!