بریالیتوب

د مثال سره رهبري کول

مسله 02, 2020

د مثال سره رهبري کول

شرابستي ملک |لیکوال

مسله 02, 2020


د شیشه اي چت ماتولو لپاره یوې ښځې ته د هغې خپل باور او تصمیم پرته بل هیڅ شی ډیر اړین نه دی. د ابتکار څخه نیولي تر سوداګرۍ پورې، او د استعماری میراث بدلول په تل پاتې اقتصاد باندې او دا چې زمونږ فکر یې د هندوستان طبي تعلیم په هکله بدل کړ چې په دودیز ډول یوازې د نارینه وو دندې انګیرل کیدې. دلته داسې پنځه ښځینه نوښتګرو ته لنډه کتنه کوو چې مروج دود یې مات کړی. او لوبه یې ښه لوري ته روانه کړې

هیڅ شک نشته چې معاصرې هندۍ ښځې ځان ته د انځور جوړولو لپاره خپله بڼه تغیر کړې، داسې یو انځور چې ټولنه ورته د رول ماډل په سترګه ګوري. د هندوستان لومړي وزیر، نریندرا موډي، هم د دې نظریې باوري کس دی، کیدای شي دا یې دلیل و چې د خپل ټولنیزې رسنیو حسابونه یې د ښځو په ورځ (مارچ 8، 2020)، د میلیونونو تعقیبونکو سره اوه وتلو ښځو ته ورکړل، ترڅو کیدای شي هغوی د خپل کیسې سره هیوادوال هم اغیزمن کړي چې څرنګه دوی بدلون راوست. هندي نوښتګرو ښځو نه یوازې د سوداګرۍ ماډلونه توضیح کړل بلکه زمونږ د چاپیریال، ټولنې او د ژندل چارو سره یې اړوند څو موضوعاتو باندې هم خبرې وکړي.

د پان – هندوستان د بریاکیسه

د 2004 کال اکتوبر کې د څلور کوچنیو میزونو سره د ممبئ په کورسوباګ کې پیل وکړ، د میسمان کورنۍ په برکت اوس د هیواد غوره خوږو جوړونکو څخه یوه ده. خو کیناز میسمان هرچاندري، د تیوبروما خوږو مشره په عاجزئ سره ټول امتیازات په خپله نه اخلي، هغه وايي: زما د مور او پلار برکت دی چې هغوی دا کار پیل کړی او لوی کړی یې دی. ما یوازې د هغوی نظریه مخ پر وړاندې وړې ده. خواږه په کورنۍ کې پخیدل. د کیناز مور د کور څخه سوداګري کوله، کیکونه، خواږه او کلچې به یې پخولې. د بیروني دوکان نظریه هغه وخت پیدا شوه چې هرچاندرای د یوه زخم څخه رغیده. کیناز وايي: مونږ په دې بحث وکړ چې پوره وخت سوداګري پیل کړو. مونږ په دې هوکړه وکړه چې هغه خواړه به تیاروو چې زمونږ خپله خوښ دي، او ژر مو د نورو شیانو فکر هم وکړ.

Sisters Kianaz (left) and Tina Messman, founders of Theobroma and authors of the book Baking a Dream: The Theobroma Story

نن تیوبروما په هیواد کې څو ځایونه لري. خو دا یوازې د ننګونو سره په مبارزه لاسته راغلي

لاسته راوړنه: کوچنی کورنۍ سوداګري یې په غوره هندي خوږو باندې بدله کړه

د ریښو سره بیرته نښلیدل

دیکشا اګروال په موسوري کې د 19مې پیړۍ استعماري بنګلې چې د وریځې پای په نامه یادیږي او په خپلو خوبونو باور وهڅوله چې ځان ته په هندي سیلاني صنعت کې ځای پیدا کړي. هغې چې دا بنګله لومړۍ ولیده ویجاړه شوې او له کاره غورځیدلې وه، اګروال هغه بنګله د وریځې پای ځنګلي تفریحګاه باندې بدله کړه او سیمه کې یې په ترټولو غوره وسایلو سمبال کړه. دا تفریحګاه په 2000 جریبه ځنګل چاپیره شوې چې د بلوطو او سرو ونې لري او 40 ډوله ګیاه لري او 103 ډوله حیوانات هلته ژوند کوي!

دیکشا اګروال منیجره، د وریځې پای تفریحګاه

د ځای لرېوالي د هغه ساتنه د ننګونې سره مخ کړه، خو اګروال د اوبو کمښت د باران اوبو ټولولو سره حل کړ، او لمریزې بريښنا تختو د انرژي ستونزه حل کړه. سیمه ایزې شپنې ټولنې د طبیعي څانګو قطع کول او پارو ورکولو دنده د ژمي موسم کې په غاړه واخیسته او د هغه کوښښونو سره یې د موټر سړک جوړ کړ ترڅو هغه خلک نیکمرغه ژوند ولري او خپل سوداګریو ته وده ورکړي.

لاسته رواړنه: په یوازې ځان یې میراثي خونه بیرته جوړه کړه او طبیعي چاپیریال یې ورته خوندي کړ

د بیا پیل کسب

د کپړو دوران کې نوښتګرې شیرین من وغوښتل چې په جوټي (هواره دودیزه بوټان) باندې کار وکړي. هغې د 2014 کال مې میاشت کې د نیډلډسټ بنسټ کیښود، په دې موخه چې با کیفیته جوټي بیا جوړې کړي او د عصري ښځو فیشن هم برابر کړي. من د هغو په وړاندې چې خلک نور جوټي نه اغوندي په میړانه خپل کار پیل کړ. هغې د هنرکارانو په پیدا کولو شروع وکړه. جوټي جوړول لوړ مهارت ته اړتیا لري چې د نسلونو یو بل ته پاتې. هغې نه یوازې هنرکاران وموندل بلکه د هغوی مهارتونه یې د پخوانیو شاهي ډیزاینونو سره یوځای کړل او نوښتګره ډیزاینونه او زرین تارونه یې ورکې وکارول.

شیرین مند نیډلډست بنسټ ایښودونکې

هغه په دې ویاړي چې هغه وکولای شول له منځه تلونکی هنر بیرته ژوندی کړي او د هنرکارانو لپاره د کار زمینه پیدا کړي. هغې وویل: مونږ هنرکارانو ته د هغوی د دندو خوندي کولو سره هغوی مطمئن کړل. مونږ د جوټي جوړونکو او د هغوي کورنیو ته کورونه ورکړل او همدا راز د هغوی ماشومانو پوهنه مو هم تمویل کړه. ما تل احساس کاوه چې دا شان ښکلی کسب باید هنرکارانوته ویاړ وي او زه باوري یم چې مونږ وکولای شو هغوی ویاړمن کړو.

لاسته راوړنه: له منځه تلونکی کسب ېې بیرته ژوندی کړ.

هیڅ ننګونه لویه نه ده

نن ورځ هرڅه چې مونږ کوو یا یې استعمالوو په یو ډول نه یو ډول د ډیجیټلي بڼې څخه اغیزمن شوی. سویتا کوتان، روغتیايی سلاکاره او د متحده ایالتونو او اروپا تجربه لرونکې د اومنیکوریس بنسټ کیښود چې د دوامداره طبي پوهنې مرکز (CME) دی او دې لپاره جوړ شوې چې د هیواد طبي ټولنې ته د تعلیم زمینه برابره کړي. اومنیکوریس کوښښ کوي چې په هندوستان کې روغتیايي سیستم بدل کړي، دوی طبي پرسونلو ته وړیا ویډیويي محتویات ورکوي. د دې نوښت پلې کولو لپاره، دې اتحادیې د اته ایالتي دولتونو او 35 طبي اتحادیو او انسټیټیونو سره د ګډې همکارۍ هوکړه کړې. سویتا کوتان ډیره کړه چې: ما د هندي روغتیايي پاملرنه کې یوه خلا ولیدله. زمونږ ډاکټران ډیر لږ وخت سرچینو ته لاسرسی لري ان طبي کنفرانسونو او سیمینارونو کې د ونډه اخیستو وخت هم نه لري. دا بنسټ طبي متخصصین د هیواد ګوټ، ګوټ څخه خلک سره یوځای کوي ترڅو د پوهنې ځای جوړ کړي او رسمي بڼه ورته ورکړي.

سویتا کوتان

لاسته راوړنه: داسې یو اپلیکیشن یې جوړ کړ چې ډاکټرانو سره مرسته کوي په ډیجیټلي بڼه خپله پوهه ډیره کړي

د اوس وخت اړتیا

په لندن کې د سلاکارۍ دنده کې، کریشا شاه خپل ځان د زړه پورې مسلکي اړیکو خلا کې وموند او هیڅ د خلا ډکولو لار هم ورسره نه وه. هغې ژر تر ژره خپل ورور میشال، د ډایسکو ګډ بنسټ ایښودونکي سره د اړیکو جوړولو دا خلا شریکه کړه. دواړه سمدلاسه داسې ټولنیزې شبکې باندې کار پیل کړ چې خلک، ګروپونه او سواداګرۍ یو بل پیدا کړي، کار وکړی او د یو بل سره همکاري وکړي. لومړنی ننګونه د سمو خلکو موندل و ترڅو پوه شی چې مونږ د دندې موندلو پورټال نه جوړوو. مونږ داسې ټولې اړتیاوې سره یوځای کوو چې یو کس غواړي کار پیدا کړي یا کار ورکړي. په تدریجی ډول مونږ وکولای شول چې یوه ټولنه بنسټ بندي، ډیزاین او جوړه کړو.

کریشا شاهد ډایسکو اجرایوي رئیسه او ګډه بنسټ ایښودونکې

ډایسکو خپلو غړو ته اجازه ورکوي چې خپل کار ښکاره کړي، تصمیم ونیسي چې دفتر کې کار کوي یا دلرې څخه فریلنس کار کوي، افلاین سلاکارۍ مشورې لري ترڅو د کارننګونو څخه نفر ووځي او همداراز تنظیم شوو غونډو کې ګډون وکړي. شاه وویل: په کوم ډول چې مونږ کار کوو او اړیکې جوړوو، هندوستان د بدلون وضعیت کې دی. مونږ د کارمندانو نیولو ټولشموله او مختلفه کړنو، شفافیت، ګډ مدیریت او دخپلې دندو لپاره پراخه لیدلوري ته اړتیا لرو. اړیکې جوړول یوازې د دریشي اغوستل او خلکو باندې د کارتونو ویشل نه دي.

لاسته راوړنه: د اړیکو جوړولو ټولشموله مسلکي اپلکیشن یې جوړ کړی

شرابستي ملک

د هندي انسټیټیوت د ټولیز اطلاعاتو څخه فارغه ده، هغې د MYCityLinks، د باهوبانیشوار ځايي کوچنۍ ورځپاڼې او The Pioneer مجلې سره کار کړی. هغه د موسیقي څخه خوند اخلي، د کتاب ټولونکې ده او مینه لری چې د سفرونو، موسیقي او نورو موضوعاتو په اړه لیکنې وکړي چې هغې ته په زړه پورې وي.
error: Content is protected !!