پرسونا

د ژوند څخه لا لوی

مسله 03, 2020

د ژوند څخه لا لوی

ارتي کپور سنګ |لیکوال

مسله 03, 2020


په زړه پورې اجراګانو، او معنی لرونکو رولونو، او د خپل ذهن د هیره نه ایستونکو خبرو سره، ریشي کپور د هندي سینما یو نومیالی کس و. آرتي کپور سینګ شاته دې کس او د ده نامتو کارنامو ته یوه کتنه کوي

ریشي کپور یو ځل خپل ځان د (مشهوره پلار، او مشهوره زوی ترمنځ د یو څیز) په توګه تشریح کړ. د خپل نیکه پریتویراج کپور په یوه نمایش کې په دوه کلنۍ کې د سپینو زرو په سکرین ښکاره شوی و، د ماشوم چینټو (د کپور فلمي نوم) ټول کار خوب کول و. بیا د ماشوم په څیر کپور د خپل پلار راج کپور 1955 کال شري 420 فلم کې د (پیار هوا اکرار هوا) سندره کې ښکاره شو. خو بیا هم دا کوچنی کپور علاقه نه لرله چې فلمي صنعت کې کار وکړي. هغه په خپل بیوګرافي کولم کولا: برسیره شوی ریشي کپور کې لیکلي چې: د کورني شهرت برسیره، د خپل پلار په شان د کوچینوالي ما نه غوښتل چې دې کورنۍ سوداګرۍ کې ونډه واخلم. کله چې کپور 16 کلن و، پلار یې هغه د میرا نام جوکر فلم کې ولوبوه او د هغه وخت څخه د فلم جوړولو پروسې سره مینه پیدا شوه. هیڅ شک نشته چې هغه ملي جایزه (د غوره ماشوم هنرکار) په توګه د خپل رول لپاره وګټله.

هغه د بابي 1970 کال فلم کې د کار کولو وروسته دفعتا یو زلمی ستوری شو. وړاندې له دې چې فلم راشي، فلمي ستورو به د خپل عمر په دریمه لسیزه کې رومانټیک رولونه اخیستل. بابي د زلمیو د مینې کیسه وویله. او کپور د خپل هلکتوب جادو سره دې رول ته غوره کس و. په زړه پورې یې دا وه چې که څه دا د ډایریکټر زوی او ملي جایزه ګټونکی هنرکار و، خو د فلم مرکزي رول ښځینه ستورې، بابي ته ورکړ شوی و! کپور ډیری وخت ویلې: زما د پلار په اند، لومړی کیسه ده، بیا کورنۍ.

ریشي کپور د خپلې ښځې نیتو کپور او زوی رنبیر کپور سره

ریشي کپور چې د 100 څخه ډیر فلمونه لري، په بالیوډ کې د رومانتیک ستوري په توګه د 1970 لسیزې څخه د 1990 لسیزې پورې اوږد کارکرد لري. کپور خپل کتاب کې لیکلي: د 1970 یا 80 څخه زما انځور د رومانتیک ستوري، ښایسته اغوستونکي، زرین اداکار، بې پروا مئین، په یو لاس کې ګیتار په بل لاس کې جینئ په توګه دی. کله چې د کپور دوران و، هندي سینماګانې په 70مه او 80مه لسیزو کې، ټول د زلمیتوب مینې، چټکه موسیقي او نڅا، زرق او پرق ژوند او د ژوند کیف په اړه وې. دې اداکار دا ټول رولونه او نور هم ولوبول. فلمي ژورنالیست دینیش رهیجا هغه د 70 مې لسیزې نارینه هنري فیشني قاب په توګه تشریح کړی دی.

د لوبې دویم پړاو

څرنګه چې وختونه بدلیږي، د خلکو انتخاب کې هم تغیر راځي، او کپور د سکرین څخه ورو، ورو لرې شو، د هغه وروستۍ بریا چاندني 1989 فلم و، چې هغه مهال نږدې 40 کلن و. او لیدونکو نوی د هیره ایستلی و، هغه د 2009 کال چانسي نیکمرغه فلم سره بیرته ستون شو، د رامي رالي خیالي فلم تولیدونکو ملت د خپل شوخ فلمونو سره مینوال کړ. بل کال بیا د راکیش اومپرکاش میهرا ډیلي 6 کې د ابیشیک بچن او سونم کپور سره و. لیدونکو د نوې ریشي کپور: پياوړتیا، عمر او د رول انتخاب څخه څه وانخیستل. هغه په 2012 کال کې یوه مصاحبه کې وویل: زه اوس د خپل د کار پیل لومړي 25 کلونو په پرتله ډیر خوښ یم. زه به مخکښ کس وم، سندرې به مې زمزمه کولې او ښځو سره به مې مینه کوله، او د ونو منځ کې به مې نڅا کوله او منډې وهلې. زه اوس خوند اخلم. زه اوس د رولونو تجربه کوم د خپل دننه اداکار په لټه کې یم. په دې موده کې هغه په ټولنیزه رسنیو کې بوخت و، هغه به خندا لرونکي، ښکلي، مباحثه اي او صادق پوستونه کول – ترډیره خپله هغه غوندې – خپل تعقیبوونکي یې خوښ ساتل. او تر وروستۍ سلګې یې خلک خوښ ساتل، ان ډاکټرانو یې چې معالجه کوله وویل: کپور هغه اداکار و چې څو ځله یې څرخ اختراع کړ، تجربه یې وکړه او ویې ګټله، ثبوت کړ چې ښه اداکاران د عمر په زیاتوالي لاهم غوره کیږي!

د 2017 کال د جیپور ادبي لمانځغونډه کې اداکار د خپل لیکل شوی ژوندنامه ښکاره کوي

ارتي کپور سنګ

آرتي یوه خپلواکه لیکواله ده، په بیلابیلو رسنیو کې نږدې دوه لسیزي تجربه لري. په فلمي زده کړو کې د دوکتورا اخیستلو وروسته اوس هغه د خپل خوښې کار کوي چې نړۍ کې نوې شیان ومومي. هغه په خوړو، سوکالي، فلمونو، سفر، روغتیا او فلمي ستورو لیکنې کوي.
error: Content is protected !!