خواړه

وخورئ، وڅښئ او خوښ ژوند وکړئ

مسله 01, 2021

وخورئ، وڅښئ او خوښ ژوند وکړئ

شیلي سوباوالا |لیکوال

مسله 01, 2021


پارسي خواړه د دودونو او کلتور سره تړلي او د کلونو په تیریدو یې سیمه ایز خوند خپل کړی دی

وخورئ، وڅښئ او خوښ ژوند وکړئ (کوانو، پیوانو نې مجا نې لایف جیوانو). دا د پارسي ټولنې یو لرغونی متل دی چې په همدې ژوند کوي. په تاریخي کلتور او دودونو غني ټولنه (دواړه د ټولنیزو او خوړو له کبله)، پارسیان تل ویاړي چې په سوکالۍ کې يې ژوند کړی او د رایج چاپيریال انساني صفاتو سره یې ځانونه آمیخته کړي.په کیسو او تاریخ کې راغلي چې کله پارسیان د ایران څخه د تیښتې وروسته د ګجرات سنجان ته ورسیدل او هغوی د ګجرات د وخت پاچا ته راوړل شول، د پارسیانو د ډلې مشر یوه کاسه شیدې او بوره وغوښته او بوره یې شیدو کې داسې ګډه کړه چې یو څاڅکی شیدې یې تویې نه کړې او له پاچا سره یې وعده وکړه چې همدا ډول به پارسیان د محلي ټولنې سره ګډ ژوند کوي او خپل چاپيریال اوسیدونکو ژوند به خوږوي. په زړه پورې ډول یې د خپل خبرو ثبوت لپاره هم خواړه وکارول!

یو بل ډول پارسي هګۍ د پارسي اکوري یا هندي ترخه ګډوډه هګۍ ده

پارسیانو کوښښ وکړ او خپلې ریښې د هند ګوټ ګوټ ته وځغلولې، ټول په همغږۍ او سیمه ایز دود سره مخ ته لاړل. د دې یوه بیلګه د هغوی د خوړو بدلون دی. پداسې حال کې چې خپلې میلې په سمه توګه لمانځي خو سیمه ایزې ټولنې او دودونو سره یې هم ځانونه برابر کړي.د پارسیانو مهمه میله د پسرلي پيل، د کال لومړی ورځ ده، چې د نوروز په نامه هم یادیږي. د مارچ په 21 مه لمانځل کیږي، د پسرلي پيل د پارسیانو لپاره د کال پیل هم وي. د ریښتیني بدلون وخت ایران کې ریکارډیږي او بیا دا معلومات ټولې نړۍ ته استول کیږي. ورځ د رافو (د سیمولینا اوړو څخه تیار شوي) یا سیف (د ورمشیل خوږو) په څیر خوږو باندې پيلیږي. د غرمې ډوډۍ په نورمال ډول پلو دار (د پسه یا چرګ غوښې بیریاني چې د تریخ دالو قورمې سره تیاریږي) یا دون دارنې پټیو (وریجې، دال یا د ماهیانو قورمه) خوړل کیږي. د پارسیانو دود کې ماهي د نیکمرغۍ نښه بلل کیږي او د خوږو په بڼه تیار شوې ماهیان د هغوی خواړو کې موندل کیږي.یو ښه دود چې پارسیان یې هندوستان کې لمانځي د نوروز دسترخوان تیارول دي. په دې دودیز ناري کې میز په سپینه تکه پوښل شوی وي او ډول، ډول خواړه ايښودل شوي وي، چې هر ډول یې ځانته ژوره معنی لري. په دې کې اوه د خوړو مواد دي چې په (س) پیلیږي – سرکه، سوماک (مرچ)، سامانو (حلوا)، سیب (مڼه)، سیر (هوګه)، سنجد (سنځلې) او سبزي (سابه) – دې سره اوه ډوله نور چې په پارسي کې د (ش) سره پيلیږي – شراب، شکر (بوره)، شیر (شیدې)، شیریني (خوږه غوښه)، شیربرنج (خوږې وریجې)، شیره (شربت) او شهد (عسل). او همدا راز رنګ شوې هګۍ (د عیسوي جشن ایستر مشهوره هګیو په څیر)، میوې، وچې میوې، ترکاري، سابه او حبوبات هم ایښودل شوي وي.

د کور ښځه میلمانه راغواړي چې ځان آینه کې وویني ترڅو د غوره نیکمرغیو کال انعکاس وګوري، هغوی ته د نیکمرغۍ سکه ورکوي او وړاندې له دې چې د خوړو میز ته یې یوسي د ګلابو اوبه ورباندې پرښ، پرښ شیندي.ترټولو غوره پارسي خواړه دان ساک دي. دا خواړه چې د دالو، ترکاري، د پسه غوښې او مرچو څخه تیاریږي د نړۍ سرتاسر د پارسیانو خواړه وي. دا د وریجو او د پیازو او رومیانو سلاد سره خوړل کیږي. که څه هم ډیری پارسي کورنۍ دان ساک هره یکشنبه خوري، یوازې په ځانګړي وخت کې نه تیاریږي. یو دودیز میله اي خواړه چې پلو یا تریخ چرګ غوښه د سره شویو کچالو (سالي ما مرغي)، د زردکو او وچو میوو اچار، ساریا (پاپاد)، نرۍ چپاتي ډوډۍ (هوارې ډوډۍ)، د زردګو مربا ده.

یو دودیز نوروزي میز. هر شی چې په میز ایښودل شوی ځانګړی اهمیت لري – یوه هنداره چې د راتلونکي یو کال انعکاس اهمیت ښکاره کوي او سکې چې د نیکمرغۍ لارښونه کوي

پارسي خواړه د دود سره تړلي دي. دا پخواني زرین خواړه د نسلونو او پیړیو را پدیخوا د یو نسل څخه بل نسل ته پاتي او په کورنیو کې د کلونو په تیریدو بدل شوي، خو بیا هم اصلي ترکیب یې هماغسې پاتې دی. پارسیان تل کوښښ کوي چې خپل اصلیت او ځانګړیتوب وساتي، خپلو ماشومانو ته همداسې روزنه ورکوي او دې سره د خپل غني فرهنګي او خوړو میراث ساتنه کوي. داسې یو میراث چې د خوند، مزې او بشپړتیا څخه غني دی، لرغونې ریښې او معاصر بدلونونه لري.

 

شیلي سوباوالا

شیلي سوباوالا د زرین سکریټز Zarin’s Secrets څښتنه ده، داسې نوښت چې پارسي ټولنې پخواني خوړو دودونه خوندي ساتي او هغو ته لا پراختیا ورکوي. په ډیلي کې، هغه پارسي مرچ او مسالې جوړوي او پلوري، او نړیوالو ته پارسي خواړه په لاسرس کوي. د هغې موخه دا ده چې د خپلې ټولنې، د خوړو او دودونو په هکله تبلیغات وکړي.
error: Content is protected !!