همکاري

ITEC: 56 کلن لا هم پیاوړی

مسله 05, 2020

ITEC: 56 کلن لا هم پیاوړی

Pinak Ranjan Chakravarty |لیکوال

مسله 05, 2020


پخوانی سفیر پينک رانجان چکرورتي، وايي: د هندوستان تخنيکي او اقتصادي همکاري (ITEC) د پرمختګ ټولو برخو کې د هندوستان نړیوالو همکاریو جوړولو لیدلوری منعکسوي او د هندوستان انځور یې په بیلابیلو برخو کې د پراختیايي همکار په توګه اوچت کړی

د خپلواکۍ وروسته د هندوستان بهرنۍ تګلارې د نورو مستعمره او مخ پر ودې ملتونو سره د یووالي چلند غوره کړی، چې نه یوازې پر مشترک فکر بلکه پر پیاوړي اقتصادي بنسټونو ولاړه تګلاره ده. دې موخې ته د رسیدلو لپاره، یو ځانګړی پروګرام – د هندوستان تخني او اقتصادي همکاريو – پروګرام د هندوستان دولت لخوا په 1964 کې پیل شو چې د ITEC په نامه یادیږي، ترڅو نوي خپلواکه او مخ پر ودې هیوادونو سره په تخنیکي او اقتصادي برخو کې مرسته وکړي. د ITEC پروګرام وړاندوینه پر داسې یو باور شوې وه چې: د دوه اړخیزو انديښنو او خپل منځي تړاو د اړیکو جوړولو لپاره دا اړینه ده چې نه یوازې پر مشترک فکر او هیلو بلکه پر پیاوړي اقتصادي بنسټونو هم کار وشي. تخنیکي او اقتصادي همکاري د اصلي او تصور شوې بهرنۍ تګلارې اړینه برخه ګڼل کیدله. ITEC چې په بشپړ ډول د هندوستان دولت لخوا تمویلیږي، د هندوستان د بهرنۍ تګلارې اصلي برخه ده، او د هندوستان د نرم ځواک ډیپلوماسۍ ارزښتناکه غړي په توګه عمل کوي، دا هغه جمله ده چې کلونه وروسته په 1980 لسیزه کې نړیوالې ډیپلوماټیکه کلیمو کې اضافه شوه.

د هندوستان لومړي وزیر (چې شین بیرغ یې لاس کې دی) په 2017 کال کې د باهیراپ او ټیټاس د اوسپنې پټلۍ پر دویم پول کار پیل کړ. دا پلونه ډاکه (بنګلدیش) او کلکته (هندوستان) سره نښلوي. د بهرنیو چارو وزیر سوبرمنیام جیشانکار (د ښي څخه دویم) هم موجود و

سیمه ایزې اړیکې

ITEC د تقاضا پر بنسټ ولاړ پروګرام دی او د تکنالوژيکو همکاریو پر هغو نوښتونو یې تکیه کړې چې د مخ پر ودې هیوادونو اړتیاوې پوره کوي. د دې پروګرام لګښت د پیل څخه تر اوسه د 2 میلیارده امریکايي ډالرو څخه ډیر شوی، چې د شاوخوا 160 هیوادونو  څخه زدکوونکو او مسلکي خلکو ګټه اخیستې. د ITEC په خپل طبیعت کې دوه اړخیزه پروګرام دی. خو په وروستیو کلونو کې، د ITEC سرچینې د هغو همکاریو پروګرامونو لپاره په کار واچول شوې چې سیمه ایزه موخه یې لرله لکه د افریقا لپاره د ملګرو ملتونو اقتصادي کمیسیون، د انګلستان عامه پانګې سکرتریت، UNIDO، د 77 او G-15 هیوادونو ګروپ. د ITEC اصلي موخه دوه اړخیزه اړیکې دي خو سیمه ایز بعدونه هم لري چې د سویلي آسیا ملتونو ټولنه (ASEAN)، د څو اړخیزه تخنيکي او اقتصادي همکاري لپاره د بنګال ساحل نوښت (BIMSTEC)، د میکانګ-ګنګا همکاري (MGC)، افریقايي اتحادیه (AU)، د آسیا-افریقا کلیوالې پراختیا سازمان (AARDO)، د پان افریقا پارلمان، د کارابین ټولنه (CARICOM)، نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) او د سیمه ایزو همکاریو لپاره د هندي اقیانوس ریم ټولنه (IOR-ARC) او د هندوستان-افریقا بنسټ ناستې ته ورته پروګرامونو او سازمانونو سره همکاري لري.

هغه بهرني زدکوونکي چې د ITEC بورس پروګرام په چوکاټ کې یې د هندوستان څخه لیدنه وکړه؛

د کلونو په تیریدو د ITEC پروګرام پراخه شوی او وده یې کړې. د ITEC او دې پروګرام ته ورته د SCAAP پروګرام (د ګډو ګټو افریقايي هیوادونو د مرستې ځانګړی پروګرام) لاندې، 161 هیوادونه په اسیا، افریقا، ختیځې اروپا، لاتینې امریکا، کارابین، پاسفیک او کوچني جزیره اي هیوادونو ته بلنه ورکړل شوې چې د هندوستان پراختیايي تجربې څخه ګټه واخلي. دې ګډې تجربو کې ملکي او نظامي، پروژې، مشورې او د امکان سنجي مطالعې، د هندي متخصصینو لیږل بیلابیلو برخو کې، د همکار هیوادونو ته د مطالعې سفرونه د رسمي کاروکوونکو او زده کوونکو لپاره، د تجهیزاتو ورکړه د تحفې یا خیرات په څیر او د طبیعي افاتو لپاره مرستې شامل دي.

د ټریننګ ماډلونه

د ډیجیټلي تکنالوژي ټریننګ یوه ځانګړې برخه ده چې هندوستان یې د ITEC په چوکاټ کې، د ظرفیت لوړوالي برخه کې خلکو ته وړاندې کوي. د مخ پر ودې هیوادونو مسلکي خلکو لپاره د هندوستان غوره مرکزونو کې په دواړه ملکي او دفاعي برخو کې ځانګړي کورسونه تدریس کیږي. د ملکي برخې ټریننګونو کې، د IT، کلیوالې پراختیا، او د سوداګریز نوښت پارلماني عملونه، بحري او هوايي انجنیري او داسې نور شامل دي. د دفاع برخې ټریننګونو کې،  امنیت او ستراتیژيکې مطالعې، د دفاع مدیریت، بحري او هوايي انجنیري، لوژیستیک او مدیریت او داسې نور شامل دي. د کال شاوخوا 12000 د زدکړې اوږدمهاله او لنډمهاله بورسونه د ITEC پروګرام لاندې ورکول کیږي. همکار هیوادونه آزاد لاس لري چې د خپل شخصي او پرمختګ اړتیاوو اړوند کورسونه انتخاب کړي. ډیری هغو چې هندوستان کې زدکړې کړي یا ټریننګ لیدلی، د خپل هیوادونو سیاسي، اداري او نظامي برخو کې یې پرمختګونه کړي دي، له همدې کبله د خپل هیواد پرمختګ کې رول لوبولی او د هندوستان سره هم نږدې اړیکي ساتي. د دې پروګرام لاندې د بیلا بیلو فعالیتونو په ترڅ کې، د هیوادونو منځ کې د هندوستان وړتیا په اړه یو ښکاره پوهاوی شته چې کولای شي تخنیکي همکاري او تخصص او د ټریننګ فرصتونه، مشورتي خدمات او د امکان سنجي مطالعې برابرې کړي. دې پروګرامونو حسن نیت ښوول او مخ پر ودې هیوادونو سره یې دوامداره همکاري رامنځ ته کړې.

د کریډیټ اخیستنې کرښې

د ITEC یو ارزښتناکه برخه د کریډیټ اخیستنې کرښې (LoC) دي، چې په نرم ډول د اړین اجناسو او خدمتونو واردولو، ټولنیزې ښېګڼې او زیربنايي پروژو لپاره همکار هیوادونو ته وړاندې کیږي. د هندوستان سویلي آسیا ګاونډیانو د LoC لاندې 70 سلنه بودیجه اخیستې. د ITEC پروګرامونو کې هندوستاني شرکتونه برخه اخلي او بیا وروسته د هغو زیربنايي پروژو تطبیق هم کوي چې د LoC او ITEC سره هیڅ تړاو نه لري. د ITEC-LoC همکاري ملګرتیا او یووالی رامنځ ته کوي، او د همکار هیواد ملي ملکیت ښکارندويې کوي ځکه دا فعالیتونه داوطلبانه دي او کوم شرط نه لري. د کویډ-19 وبا پرمهال، ډیری بهرنیو زده کوونکو ونشو کولای چې کور ته ستانه شي، د هغوی دوامداره اوسیدلو لپاره سهولتونه برابر شول.

د منګولیا پلازمینه اولان باتر کې، د منګولیا ساینس او تکنالوژي پوهنتون، IT مرکز کې، لومړی وزیر نریندرا موډي د اتل بیهاري واجپايي د غوره والي مرکز بنسټ تیږې څخه پرده پورته کوي

د ITEC ودې ته په کتو د بهرنیو چارو وزارت په 2011 کال کې د کار برابرول یوه مدیریتي جوړښت لپاره د ITEC او LoC مدیریت د نوې ادارې چوکاټ کې کړ چې د پراختیايی همکاري ادارې په نامه یادیږي. نن ITEC/LoC د هندوستان د پرمختیايي لاسرسي او ډیپلوماسي یو بنسټ ګڼل کیږي، چې د “واسودایوا کوتومبکم” یا نړۍ زما کور دی، میراثي تمدن رنګ یې اخیستی.

Pinak Ranjan Chakravarty

Pinak Ranjan Chakravarty is a former Indian ambassador and permanent secretary in the Ministry of External Affairs, Government of India. He is currently a visiting fellow at the Observer Research Foundation, a leading Indian think tank in New Delhi, and a regular media commentator.
error: Content is protected !!