اقتصاد

په خپل فرهنګ باندې پانګونه

مسله 05, 2019

په خپل فرهنګ باندې پانګونه

س. ک. مونجال |لیکوال

مسله 05, 2019


ډیرې کمپنۍ او شرکتونه د هند فرهنګي میراث باندې د محسوس شویو او نامحسوس شویو پانګونو ملاتړ کوي. صنعتګر س. ک. مونجال، د خوښۍ (سیرینډیپيټي) هنرونو میله، د څو ډیسیپلینینو لرونکی پروګرام شاته سړی، د داسې ملاتړ اهمیت په اړه خبرې کوي

په تاریخي ډول، هند د فرهنګي سرپرستۍ غني دود لري. د کولا شاهانو د مندرونو مزینې مهندسۍ څخه نیولی تر افسانوي موسیقي پوه ټانسین پورې، د هند فرهنګي میراث تل د عامو خلکو او شاهانو په منځ کې ملاتړ درلود. نن، که څه هم فرهنګ د دولت ملاتړ سره ژوندی ده، خو هم خلک په یوازیتوب او هم شرکتونه خپله لاس په کار کیږي او زمونږ د فرهنګ ساتونکو په څیر عمل کوي. په تیرو 300 کلونو کې هند د خپل شاوخوا 30 سلنه فرهنګي میراث (په هنر او صنایعو کې) د بیلابیلو دلیلونو له امله له لاسه ورکړی. نو خکه، دا مونږ لپاره لا اړینه ده چې د خپلې دودیزو هنري بڼو ته پراختیا ورکړو او ساتنه یې وکړو.

لکه څنګه چې زه را لویدم، ما یو ښه بخت درلود، داسې زدکړې مې وکړې چې زه یې دواړه په کور او ښوونځۍ کې د هنر سره اشنا کړم. په داسې حال کې چې د هنري کارونو ښکلا ستایل مې په واړه عمر زده کړل، ما فرصت درلود چې د هنر ساتل د خپل ژوند په لومړیو کلونو کې تجربه کړم. په 1999 کال کې ما مرسته وکړه چې د هنرنو اجرا یو ځای مې جوړ کړ او نوم یې لودیانا سانسکریتیک سماګم وه. دې تجربې ما سره مرسته وکړه چې د هند میراث ساتلو نظریه کې لا هم ژوره څیړنه وکړم، نو له همدې کبله مې د سیرینډیپیټي د هنرونو بنسټ په 2014 کال کې کیښود، او موخه یې د زوال سره مخ هنرونو بیرته ژوندي کول و. او د داخلي – ډیسیپلین خبرو اترو نظریه یې د مختلفه هنرونو ترمنځ پراخه کړه او هنرمندانو ته یې زمینه برابره کړه چې تجربې وکړې. د بنسټ او سیرینډیپیټي هنرونو میلې  SAFاساس دا وه چې د یبلابیلو ډیسیپلینینو، سیمو او مختلفه ډلو ترمنځ توپیر کم کړي او داسې لارې پیدا کړې چې د هندي هنر ایکوسیسټم ملاتړ وکړي، او په جریان کې یې لا هم پراخه ملي او نړیوال پام د هیواد فرهنګ او هنر ته واړوي.

د بالیوډ اداکاران امیتابچن او جایا بچن د لیکوال سیدارت شانګوي (منځ) کتاب نشر پر مهال په ممبۍ کې په ژوندۍ بڼه د ټاټا ادبیاتو نهم پړاو!

متحد کوښښ

کله چې د یوې هنري بڼې ساتلو خبره شي، بیا د ملاتړ اړتیا لیدل کیږي. خصوصي سکتور، عامه سکتور او خلک باید یو مشترک او په مکمل ډول متحد کوښښ وکړي چې د هنر ظرفیت لوړ کړي. خصوصی سکتور باید د CSR (د شرکتونو ټولنیز مسولیتونو) له لارې په دې پروسه کې اصلي برخه ولري. هغه لوی شرکتونه چې د خپل خلکو او ملت لپاره ښه اقتصادي راتلونکي جوړولو لپاره کار کوي، دا تل اړینه ده ترڅو هغوی په خپل سازماني پلان کې د داسې یوې ټولنې جوړول ولري چې نه یوازې په اقتصادي برخه کې بلکه په ټولو برخو کې پرمختګ وکولای شي.

ایفیمیرال، د انځورونو نندارتون چې رهاب الانا په سیرینډيپيټي هنرونو میله کې په 2018 کال کې جوړ کړی.

د اوس وخت اړتیا

د نن ورځ په نړۍ کې که موږ وغواړو چې هنر څخه یو پراخه عمل یا مسلک جوړ کړو نو مونږ اړتیا لرو لیدونکي یا اوریدونکي د پوهې انتقال او معلوماتو د ویلو له لارې جذب کړو. هرکله چې عوامو په خپل ورځیني خبرو کې د هنر په اړه خبرې اترې پیل کړې نو بیا به زمونږ کمپاین اغیز کړی وي.   مونږه څو ډیسیپلیني ځایونو ته اړتیا لرو چې زمونږ دودیز او معاصره هنري صنایعو بڼې ښکاره کړي، او د هنرکارانو سره په ګډه د ډیزاین او نورو پروسو کې برخه واخلي، او هغوی د هند دننه او بهر د بازارانو سره ونښلوي، او په دې جریان کې به هغوی د خپل ځان او کورنیو لپاره دوامداره ژوند جوړ کړی وي. سیرینډیپيټي یو داسې ځای ده چې هنر هلته ټولشموله او ټولو ته د لاسرسي وړ دی.

د بدلون تمویلول

که څه هم د میراث ساتلو او هغه ته پراختیا ورکول یو اسانه کار نه دی. لومړنی ستونزه داده چې ګټور کار نه ده – لږ ترلږه په لنډمهاله او منځ مهاله دوره کې ترې ګټه اخیستل شونی نه ښکاري. د بودیجې او تمویل کمښت هنرکاران او صنعت کاران دې ته اړ باسي چې خپل مهارت پریږدي. د SAF په شان میله نه یوازې هنر او لاسي صنایعو ته ارزښت ورکوي، بلکه هنرکارانو د ريښتیني اقتصادي فرصتونو برابرول دي.

په ممبی کې د مهیندرا ابې میلې اجرا څخه یو انځور، چې د مهیندرا ګروپ لخوا یې ملاتړ کیږي، او په اسیا کې ترټولو مشهوره  ابي میله ده.

که مونږ د پروګرامونو، محفلونو او میلو له لارې مرسته وکړای شو چې هنر او فرهنګ ګټور کړو او هنر د بازار سره ونښلوو او ورسره د تکنالوژي او نظریو مرسته وکړو، نو دا شونې ده چې مونږ وکولای شو پر خپلو پښو ولاړ صنعت جوړ کړو.

راتلونکی

زه د دې وړاندوینه کوم چې د هنر ایکوسیستم کې به ارزښتناکه بدلونونه راځي او د هنر ارزښت به وده کوي. مونږ د ریښتیني اغیز لپاره هر آیالت کې ورته حرکتونو ته اړتیا لرو. په هیواد کې ډیر په زړه پورې نوښتونه پیل شوي او هر یو یې د پام او اندازې پرته په کلک ډول کوښښ کوي چې هنر او فرهنګ بیرته زمونږ ورځینۍ خبرو اترو ته راوړي.

د سیرینډيپيټي څلورم پړاو د 2019 کال د ډیسمبر میاشت 15 څخه تر 22 پورې د ګوا، پنجېم کې دایر شوی و. (serendipityartsfestival.com)

په فرهنګ پانګونه

د هند ګودرج فرهنګي لابراتوار په څیر مرکزونه جوړ کړي چې دې محوطو کې دننه

ESSAR د علاقمند ښونې په څیر پروګرامونه لري لکه ورکشاپونه، بحثونه او نورې برنامې ترڅو په فرهنګي برخو کې نوښتي زده کړو ته لاره هواره کړي.

اپیجې ګروپ فرهنګ د خپل سوداګریزو فعالیتونو سره یوځای کړی: د اکسفورډ کتاب زنځیري پلورنځۍ په تکراری ډول د کتاب لوستل لری، زنځیري پارک هوټلونه یو کلنی محفل جوړوي،

مهیندرا او مهیندرا د مهیندرا ابي رنګ په څیر محفلونه تمویلوي او هغه چا ته جایزې ورکوي چې د فرهنګي نړۍ سره په دومداره ډول تړاو ولري

س. ک. مونجال

س. ک. مونجال د پرمختګونو هیرو ګروپ بنسټ ایښودونکی، او په علمي او فرهنګي ادارو کې د څو برخو رئیس هم پاتې شوی. هغه د هند سرتاسر اجرایوي هنر ساتولو او ترویج کې ډیر زیار ګاللی او کارونه یې مثبت اغیز لري.
error: Content is protected !!