انځورونه

د هندوستان مست منی

مسله 05, 2020

د هندوستان مست منی

د هند لید |لیکوال

مسله 05, 2020


نورتري، دورګا، پوجا، چات پوجا، میلاد النبي او دیوالي د هیواد ګوټ، ګوټ کې د لمانځلو احساس او خوند تازه کوي. دلته ورته یوه لنډه کتنه لرو

کالي پوجا (سږ کال د نومبر 14) د کالي (د هندویزم الهه) عبادت کولو لپاره ځانګړې شوې. په پراخه کچه لویدیځ بنګال، اودیشه او بیهار کې لمانځل کیږي؛

دورګا پوجا (سږ کال د اکتوبر 23-26) د هیواد سرتاسر د زښتې ډیرې خوښۍ سره لمانځل کیږي او تر ټوله لویه میله یې بیا په لویدیځ بنګال کې وي.

د دورګا پوجا وروستۍ ورځ کې چې د داشمي په نامه یادیږي، ښځې د سور رنګ لوبه کوي، لومړی دا سور پوډر په دورګا وهي بیا یې په یو بل شیندي.

د راملیله میلې یوه څنډه چې په 2019 کال کې د اوټر پردیش غازی آباد کې جوړه شوې وه. راملیله د هندویزم داستان بیا تازه کوي چې راما، راوانا ته ماتې ورکړې او دا ماته د نیکۍ بریا د بدۍ پر وړاندې په نښه کوي. د راملیله میله د یونیسکو د بشریت نه لمس کیدونکي فرهنګي میراث په نوملړ کې لیکل شوې ده.

د راملیله میله د نورتري یا نهه شپو په جریان کې جوړيږي. وروستۍ ورځ یې چې د دسیرا سره سمون خوري، د یوې میلې په ترڅ کې د راوانا، میګنات او کومباکارانا مجسمو ته اور اچول کیږي. د پنجاب امرتسر کې اداکاران چې د راما او لکشمانا په څیر جامې اغوستي وي د راملیله میله کې ګډون کوي.

میلادالنبی د حضرت محمد ص د زوکړې ورځ په نښه کوي. او د عید میلاد په نامه هم یادیږي، دا د اسلامي جشنونو له جملې څخه نامتو جشن دی؛

داسې ویل کیږي چې د دسیرا په ورځ د هیمچل پردیش کولو ټول خدایان راوځي او د موسیقۍ ګروپ سره یوځای کیږي او د راګوناتجي (راما) مندر په لور روانیږي

دیوالي (سږ کال  نومبر 14) د رڼايي بریا د تیاره پر وړاندې په نښه کوي. په 2019 کال کې د اوتر پردیش، ایودیا کې د سرایو سیند پر غاړه خلک د تیلي لمپو سره راټولیږي؛

په دیوالي کې خلک دیا (ځمکني الیکینونه) روښانه کوي او یو بل ته تحفې، خواږه او د جشن تبریکي ورکوي.

یو دودیزه بای دوج تالي قاب د خوږو، غنمو دانو، ګلاو او دیا سره. په بای دوج (سږ کال د نومبر 16)، خورګانې د خپلو ورونو په اوچلي باندې د هغوی ښه والي لپاهر ټیکه (ټکی) ایږدي.

د هندوستان یو له لویو میلو څخه چات پوجا (چې سږکال د نومبر په میاشت کې) ده او د بیهار او اوترپردیش ډیرو برخو کې لمانځل کیږي. لمر ته د عبادت لپاره دې میله کې خلک روژې نیسې او خیراتونه کوي؛

ښځې د کیلو سره د چات پوجا پر مهال دعا کوي

error: Content is protected !!