د پایداره انرژي امنیت برخه کې د هندوستان لټون
...
هندوستان د نړۍ شپږمې برخې انسانانو کور دی. که څه هم لرغونی مدنیت لري خو اوس ځوان هیواد دی او خورا لویې پراختیايي موخې لري. او انرژي د دې پرمختګ زړه دی. هندوستان د پترولیم تولیداتو دریم لوی مصرفونکی او واردونکی هیواد دی، چې کلني واردات یې نږدې 1.4 میلیونه بیرلو ته رسیږي. د هندوستان انرژي اړتیاوې یوازې د هیواد اندیښنه نه ده بلکه په ټوله نړۍ اغیز لري.
داسې انګیرل کیږي چې په راتلونکي دوه یا درې لسیزو کې به د نړیوالې انرژي لویه تقاضا د هندوستان څخه وي.
انرژي او پرمختګ
څرنګه چې پاکې انرژي ته لاسرسی یو مهم پایداره پراختیایي موخه (SDG) ده، هندوستان د هر کور ته د بریښنا رسولو لوړ کار بشپړ کې چې د انرژي نړیوال آژانس (IEA) د “یوه لویه تاریخي لاسته راوړنه” وبلله، چې شاوخوا په پنځو کلونو کې د 500 ملیونو خلکو ژوند ښه کوي. اوس، هیواد په کراره کلیوالو کورنیو ته د پخلنځي پاک ګاز، سلنډرونه، او منقلونه ورکوي چې په دودیز ډول یې د نغري څخه کار اخیسته. دا پروګرام چې د پردان مانتري اوجوالا یوجانا (PMUY) په نامه یادیږي، په 2016 کال کې پیل شو، او وختي 290 میلیونه کورونو ته نلونه رسېدلي او 100 میلیونه نور کورونو ته به په راتلونکي دوه کلونو کې ورسږي، چې دې سره پروګرام هم بشپړېدو ته نږدې شي.

د بیا نوې کیدو وړ انرژي موخې
د پرمختګ ته رسېدو لپاره هندوستان په چټکۍ په تیلو باندې د تکیې څخه بدلون کوي. هندوستان په 2016 کال کې د پاریس هوکړه کې په ملي کچه ژمن شو چې تر 2030 کال پورې به 40 سلنه بیا نوې کیدو وړ انرژي کاروي، هغه وخت کې ډیرو متخصصینو ویلې چې شونې نه ده. خو اوس هندوستان خپل موخې ته د رسېدو په لاره دی. د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي په وروستیو کې اعلان وکړ چې هندوستان تر اوسه 100 ګیګا واټه د بیا نوې کیدو وړ انرژي نصب کړې. هغه دا هم وویل چې د G20 هیوادونو کې هندوستان یوازینی هیواد دی چې په چټکۍ سره خپلو اقلیمي موخو ته رسیږي. لومړي وزیر موډي وویل: نن هندوستان د G20 هیوادونو منځ کې یوازینی هیواد دی چې خپلو اقلیمي موخو ته په چټکۍ رسیږي. هندوستان د لسیزې پای کې د بیا نوې کیدو وړ انرژي 450 ګیګا واټه هدف ټاکلی – تر 2030 کاله 450 ګیګا واټه. چې له دې هندوستان د خپل مهالویش وړاندې د 100 ګیګا واټونو موخې ته رسیدلی دی. د پاریس هوکړې لاندې، هندوستان درې د اندازې وړ ملي ژمنې کړې چې د 2005 کال په پرتله به په 2030 کال کې د GDP انتشار شدت تر 33-35 سلنه را ټیټ کړي؛ چې تر 2030 کال پورې به د ټولټال انرژي 40 سلنه تولید د غیرنفتي سرچینو څخه وي؛ د اضافي ځنګلونو او ونو کرلو له لارې به 2.5 څخه تر 3 میلیارده ټنه کاربن تولید کچه ټیټوي.

شفافه او فعاله تګلارې
د یوې شفافې، پانګه اچوونکي دوستانه تګلارې پر مټ هندوستان وکولای شول د رقابتي صنعت جوړښت کې د خصوصي پانګونې له لارې د پام وړ بیا-نوې کېدو وړ انرژۍ یا Renewable Energy یا (RE) ظرفیت ته وده ورکړي. په پایله کې د نړۍ په کچه د RE بریښنا د مخ پر ټېټېدو لګښتونو بشپړه ګټه هم اخلي. هند اوس د لمر او باد د بریښنا په برخه کې د نړۍ پنځم لوی ظرفیت لري. د IEA لخوا یو خپور شوی راپور وايي: “د ځیرکې تګلارو جوړونې سره یوځای د لمریزې بریښنا ګړندۍ پراختیا د هندوستان بریښنا سکتور کې بدلون راوړي، چې لوی شمیر کورنیو او سوداګریو ته پاکه، ارزانه او د باور وړ بریښنا چمتو کړي.” هندوستان د مالیاتو کمښت له لارې د بریښنایی موټرویا Electric Vehicle یا (EV) بازار د ودې ملاتړ کوي. د چارج کولو عامه سټیشنونه په ټول هیواد کې نصبيږي، او څرنګه چې په هر کیلومټر د دې موټرو چلول لګښت ټیټ دی، تمه کیږي چې بازار به یې په دې لسیزه کې په چټکۍ سره وده وکړي. په نیکمرغۍ سره، هندوستان د بریښنا تولید ظرفیت کې ښه پانګه اچونه کړې او د بريښنايي موټرو یا EV کارولو سره د بریښنا تقاضا زیاتوالي ته په پاملرنه په هیواد کې کافي اضافي ظرفیت شتون لري. که څه هم هند یوازې د هایدروکاربن لږې زیرمې لري، او له همدې کبله د نفت په وارداتو تکیه کوي. هند د نفت په ځانګړي توګه د ګازو برخه کې د دودیزه بهرنۍ پانګونې او همدارنګه د اوږدې مودې قراردادونو له لارې کوښښونه کړي چې د خپل انرژۍ کمښت پوره کړي.
هندوستان د لمریزې بریښنا تجهیزاتو او بیتریو تولید برخه کې پانګونې ته وده ورکوي. دا د داسې تجهیزاتو تولید لپاره د انګیزې لاین شوي(PLI) پروګرم تر چتر لاندې د هڅونو یا انګیزو وړاندیز کوي. هندوستان پر نفتو اتکا څخه لرې والي او پاکې انرژي په لور بدلون ګړندي کولو د ګډ هدف د تعقیب لپاره نړیوالې ملګرتیاوو نوښتونه په لاره اچولي. هندوستان د سولر نړیوال اتحاد جوړولو مشري وکړه، او خپله یې کوربه هم دی. د یو لمر یو جهان یوې شبکې (One Sun One World One Grid) یو نوی نوښت دی چې د 2020 کال اګست په 15مه، د لومړي وزیر موډي لخوا اعلان شو. موخه یې د ټولو غوره ګټې اخیستنې لپاره د ملي پولو اوږدو کې د شبکې اتصال پراخول دي.
د هایدروجن اقتصاد
د نوي هایدروجن اقتصاد ژمنه شتون لري چې کیدای شي د نفتو څخه بشپړ بدلون لا اسانه کړي. هایډروجن کولای شي هندوستان په انرژي بډایه هیواد بدل کړي او حتی کولی شي د انرژي خالص صادرونکی هیواد شي. شین هایدروجن د بیا نوي کیدو وړ انرژي په وسیله د اوبو څخه لاسته راوړل کیدای شي او اوبه په وړیا ډول شته دي. متحرکه ماده ده، ذخیره او اوږد واټن ته لیږدول کیدای شي، او د بریښنا تولید لپاره هم کارول کیدای شي. موټرونه، لارۍ، بسونه او د اوسپنې پټلۍ ګاډي د هایدروجن سونګ حجرو په کارولو چلېدلی شي. هایدروجن کولای شي د فولادو، سمنټو او نورو سختو تولیداتو سکتورونو برخه کې د نفتو او تیلو بدیل شي. هندوستان د هایدروجن ملي ماموریت پیل کوي او دې برخه کې لومړی حرکت کونکی دی، هندوستان غواړي چې په نړیواله کچه مخکښ وي. لومړي وزیر نریندرا موډي د سږ کال د خپلواکۍ د ورځې په وینا کې، د هایدروجن ماموریت نوښت اعلان وکړ. هغه د هندوستان نړیوال مشر کیدو او د کورني هایدروجن اقتصاد وده ورکولو ته اشاره وکړه. هند موخه لري چې د چټک اقتصادي ودې او د انرژۍ د خوندیتوب په زیاتوالي سره د نفتو څخه لرېوالي بدلون دوه ګونې موخې ترلاسه کړي. ننګونې هم شته خو هندوستان د موخې ترلاسه کولو په لور په چټکۍ پرمختګ کوي ترڅو نړۍ د اقلیم بدلون په تړاو ټول شموله او انعطاف وړ اقتصادي پرمختګ سره سمون ولري.