په 21مې پیړۍ کې د هندوستان بهرنۍ تګلاره
په 21مه پیړۍ کې د هند بهرنۍ تګلاره د نړۍ او ګاونډ لپاره په خپلو پښو ولاړ چاپیریال لټولو باندې ولاړه ده، چې دې سره یې اقتصاد وده کوي، ټولنه یې پرختګ کوي او د سافټویر ځواک یې غوړیږي – ځکه چې د 1.3 میلیارده خلکو لرونکی هیواد د ملتونو په پیژندنه کې خپل ریښتینی ځای لټوي. د شاوخوا درې لسیزو اصلاحاتو او بهرنۍ نړۍ پر مخ د خلاصیدو وروسته، هند د خپل امنیت، او د ټاټوبي، ټکنالوژۍ، نظرونو او د چټک بدلونو نوښتونو لپار د ډیرو اړتیاوو سره مخ دی، د سوداګرۍ پراختیا، د کارګرو ډیروالی، د ټکنالوژي پرمختګ، او د یو بل سره وصلې نړۍ هند په دې باوري کړ چې باید خپله انرژي تامین کړي، د پرختګ لپاره حیاتي طبیعې زیرمې لاسته راوړي، د اړیکو لپاره بحرې لارې خلاصې وساتي، پداسې حال کې په بهر کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه ولټوي چې خپل هیواد هم د نورو نړیوالو پر مخ پرانیزي، او څو ګوني انسټیټیوټونو سره د کار کولو له لارې داسې قانونونه رامنځ ته کړي چې د سوداګرۍ او پانګونې سازمان ته ازادي ورکړي.

په تیره لسیزه کې ولیدل شو چې نړۍ خپل سیرت بدل کړی – چین د متحده ایالاتونو واکمنۍ پر وړاندې د ننګونکي په توګه اوچت شوی او یوازیني زبردست ځواک تسلط لرونکی هیواد – د امریکا متحده ایالاتونه یې په نړیوال سیسټم کې د ځواک نوې ویش سره ننګولي. د ټیکنالوژۍ تسلط او د مصنوعي ځیرکتیا AI ځواکونو ته د وده ورکولو وړتیا، د شیانو انټرنټ، د ماشینونو زده کړه او روباټان ان د اقلیم په بدلون کې، د غذایي توکو کموالی او د انسان مخنیوي لپاره د د ټروریزم تهدید د جنګ نوې ساحې دي.
هند تل خپل پرمختګ لپاره د ثابت چاپیریال جوړولو په خاطر په نږدې او چاپیر ګاونډ پام لري. په خاص ډول سهیلي اسیا د هند په بهرنۍ پالیسي کې ځانګړی ځای لري. هند د پیاوړو اړیکو جوړولو لپاره کار کوي ترڅو د سریلانکا، بنګلدیش، بوتان، نیپال، میانمار، مالدیف او پاکستان سره ښي اړیکې ولري. هند د دې هڅه هم کوي چې چین سره د خپلو اړیکو انډول وساتي. په دواړوخواوو جبهو کې د ډوکلام دریځ د دوه اړخیزه رهبرانو ناستې له لوري پروسکال چوپ شو، او د چین سره د ګډو تنظیماتو همکارۍ لټولو پروسه دوام لري.
په تیرو څو کلونو کې د ASEAN (د سویل ختیځ آسیا هیوادونو ټولنې) سره نوې اړیکې جوړې شوي، په ارتباطي پروژو تمرکز – فزیکي، ډیجیټلي او کلتوري. د هند دفاعي اړیکو کې د سنګاپور، ویتنام، مالیزیا، اندونیزیا او فلپين سره د پام وړ پرمختګونه لیدل کیږي. د هند – پاسفیک مفکورې وده کړې او څلورګونې ډله په غیر رسمي توګه رامنځ ته شوې – د امریکا متحده ایالاتونه، جاپان، آسټرالیا او هند – یو ډول ذهنیت لرونکي دیموکراسیانې غواړي چې د قانون حاکمیت، د تګ راتګ ازادي او هوي چلند ډیروالی، او سوله او ثبات په سیمه کې وساتي. د هندوستان د هند – پاسفیک مفکوره د ASEAN سره یو ډول ده – دا چې هند – پاسفیک یو ټول شموله مفکوره ده، نه غواړي چې یو هیودا د چا ګټو لپاره یوازې پریګدي، او ASEAN چې دی همدا فکر باندې رامنځ ته شوی او په سیمه کې د پرمختګ او نیکمرغۍ لپاره د همکاري هوکړې لټوي. د هند اړیکې د ASEAN سره پرمختګ کړی او هند د بحرونو د برخې خبرې داري کې یو لړ تنظیمونه سره تړلي. هند په ګډه د ASEAN او چین، اسټرالیا، نوی زیلاند، جاپان او سویلي کوریا اوس په د سیمه ایزې پراخې اقتصادي همکارۍ ملګرتیا RCEP هوکړې باندې بحثونه کوي، که په بریا سره دا هوکړه وشي، په سیمه کې په پراخه کچه پراختیا او پرمختګ لامل شي.

د هند – افریقا ملګرتیا د نریندرا موډي لخوا وړاندیز شوي 10 اصولو پر بنسټ لوړو ته د رسېدو په لور روانه ده. لویدیځ لور ته لرې پروت ګاونډ کې د انرژۍ تامین لوی قراردادونه لري، اوه میلیونه بهرمیشته هندیان هلته اوسیږي او کار کوي، او د هغې سیمې سره د سوداګرۍ، پانګونې او امنیت تړونونه لري، چې ټولو کې اوچتوالی راغلی. هند د سیمې په ثبات پراخ لاس لري او ځکه د متحده ایالتونو او ایران تر منځ دجګړې په هکله محتاط دی، چې په مستقیم ډول د انرژي تامین او مرکزي اسیا هیوادونو سره په نښلولو اغیز کوي. د هند د چاپیر هاخوا، هیواد خپلې اړیکې پراخه کړي، مرکزي اسیا کې چې د شانګهای همکاری سازمان SCO کې فعال ګډونکوونکی دی، او د ارپايي او اسيایي ټولنې سره د اقتصادي همکارۍ لپاره کار کوي، لکه اروپا چی د جرمني، فرانسې، هسپانیه، ایټالیا، برتانیه او داسې نورو سره اړیکې جوړې کړي. او لاتینې امریکې سره چې سوادګري او پانګونه ښه شوې او طبیعې زیرمې د همکارۍ نوې برخه ده. روسه په دوامداره ډول د هند دفاعي ملګرې ده خو د دواړو خواوو رهبرانو ترمنځ په سوچي کې د ناستې وروسته اوس دواړه خواوې د نویو لارو په لټه کې دي چې خپلو اقتصادي همکاریو ته وده ورکړي. د اسرائیل، سویلي کوریا او اسټرالیا سره هم اړیکې پراخه شوي. د امریکا متحده ایالتونو سره اړیکې په څو لورو روانیدي. دفاعي، ټکنالوژي، د خلکو او خلکو ترمنځ اړیکې او سوداګري او پانګونه هم د اړیکو اساسي پایې دي.
په څو اړخیزه برخه کې هند هلې ځلې کوي چې ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې دایمي غړیتوب ترلاسه کړي ، هند د سوله ساتلو عملیاتو کې برخه اخیستلو، د نړیوالې سولې او امنیت ساتلو د ملاتړ ریکارډ درلودلو او د لوی نفوس لرونکي هیواد په توګه یې مستحق دی.
هندوستان د اقلیم د بدلون او پاکې انرژۍ اتل دی او د نړیوال سولر اتحاد مشري کوي. د IORA (د هند بحر غاړې ټولنه) په څیر سیمه ایز سازمانونو سره کار کوي چې په سیمه کې ابي اقتصاد ته وده ورکړي، او تل یې په نړیواله کچه د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې د یو جامع کنوانسیون ملاتړ کړی. په نړیواله حکومتولۍ کې د اصلاحاتو راوستلو مخکښ دی – که ملګري ملتونه وي، نړیوال مالي انسټیټیوټونه وي، یا G20 وي او ټولې تیاریانې لري چې په 2022 کال کې د G20 ناستې کوربه وي. په پای کې ویلی شو چې د هند بهرنۍ تګلاره د هند داخلي پروګرامونو مشرانو، د پرمختګ پروګرامونو او اقتصادي او علمي پرمختګ ته د ټکنالوژۍ او د ټاټوبي راوستلو اړتیاوو پر بنسټ جوړه شوې.