وروستی پاڼه

په زړه پورې هند

مسله 03, 2019

په زړه پورې هند

د هند لید |لیکوال

مسله 03, 2019


د لاندې په زړه پورې حقیقتونو په لوستلو خپل هیواد لږ نور هم و پیژنئ

هند د موسیقي او نڅا په اړه د لومړي کتاب لرلو ویاړ خپل کړی. د نتیا شسترا کتاب چې حکیم بهارتا موني د 200 کاله وړاندې له میلاده او 200م کلونو تر منځ لیکلی، 5569 شلوکې لري او 37 څپرکي یې داسې انګیرل کیږي چې د نڅا او موسیقي په اړه دي. برسیره پردې، د لویدیځ بنګال شانتینیکیتن په 1901م کال کې د ربینرانات ټاګور لخوا تاسیس شوی، لومړنی هندي ښوونځۍ وه چې خپل نصاب کې یې نڅا لرله. بل په زړه پورې حقیقت دا دی چې نړیوال اوسط 5 سلنه ته په کتنې په هند کې د ښځینه پیلوټانو ونډه  13 سلنه ده. دا په دې معنی ده چې د هند په هر اتو الوتنو کې یې یوه ښځه الوزوي.

د رسنیو څنډه

په هند کې د لومړي ځل لپاره  د 1780م کال د جون میاشتې په 29 نیټه ورځپاڼه خپره شوې وه او ورته د بنګال هیکي ګزیته Hicky’s Bengal Gazette ویل کیده. دا ورځپاڼه د د جیمز اګوستوس هیکس لخوا پیل شوه او داسې ویل کیږي چې په آسیا کې د لومړنیو چاپ شویو ورځپاڼو څخه شمیرل کیږي.

زمونږ د هیواد په هره څنډه او کنج کې یو ځانګړتیا نغښتې ده. د بیلګې په توګه د ماښامنۍ روزمره ورځپاڼه، مسلمانچې دا ورځپاڼه لومړی د څلورو خطیبانو لخوا لیکل کیږي او بیا چاپیږي. او د 1927م کال راهیسي په چینای کې خپریږي، دا ورځپاڼه 25000 لوستونکي لري او تر اوسه یوه ورځ هم د چاپ څخه پاتې شوې نه ده.

په جمو او کشمیر کې د ټول هند راډیو لِه ستیشن چې د بحر سطحې څخه 11800 فوټه اوچتوالی لري او د نړۍ ترټولو لوړ راډیویي ستیشن دی. دا ستیشن د تبیتان، بالتي، هندي، اوردو او لډاکي په شمول په څو ژبو خپرونې لري.

د غبرکونکو ستونزه

په ساحلي ایالت کیرالا کې د کودیني کلی د غبرګونکو لپاره پیژندل کیږي! هو، همداسې ده، د نړۍ اوسط سره په کتنه چې هرو 1000 زیږیدلو کې یې 9 جوړې غبرګونکي دي، خو په کودیني کې په هرو 1000 زیږیدنو کې 45 جوړې غبرګونکي دي. اوس په کلي لږترلږه 400 جوړې غبرګونکي شته، او دې کلي ته د غبرګونکو ښارګوټی وایي. د کودیني غبرګونکو انجمن په شمول د غبرګونکو ملاتړ لپاره څو پروګرامونه جوړ شوي.

 

error: Content is protected !!