وروستی پاڼه

هندي اغیزې

مسله 02, 2020

هندي اغیزې

د هند لید |لیکوال

مسله 02, 2020


په دې زړه پورې حقیقتونو سره هندوستان لږ نور هم وپیژنئ

د طبیعت جنګیالي

د کیرالا ایالت خوندي ساتونکی 48 کلن ماري ته په مینه د سایلینټ درې ساتونکی وایي. د پلکد، سایلینټ درې ملي پارک کې دنده ترسره کوي، ماري د سیمې نباتات او ونې خوندي ساتل خپل ماموریت ګرځولی. هغه سږ کال د کیرالا د ایالت وزیر اعلی د ځنګل مډال په ورکولو ونازول شو.

ماری د سایلنټ درې ملي پارک کې، دیمبیشوار داس د کازیرانګا ملي پارک کې د ګزمې پر مهال

دیمبیسوار داس، د ځنګل 54 کلن ساتونکی، د خپل ژوند 33 کاله په اسام کې د کازیرانګا ملي پارک رینو وساتل. په وروستیو کې ورته د سکاټلنډ شاهي بانک لخوا د ځمکې اتل جایزه ورکړل شوه.

د هندوستان تر ټولو اوږد لوی سړک، NH44 اوس د ځناورو لپاره د سړک لاندې نهه تونلونه جوړ کړي ترڅو د زیر بنا اغیز په ځناورو کم وي. دا سړک په مادیا پردیش کې کانها-پینچ د ځناورو خوندي سیمې څخه تیریږي.

ډیر عمر لرونکې خو سخاوتمنده

هغه 95 کلنه ده خو دې عمر هم میزورام پي نګاکلیاني د خپل میاشتني عاید ورکړې څخه نه ده درولې هغې د وزیر اعلی ښیګڼې بودیجې سره د نوي کروناویروس پر وړاند د مبارزې په پار مرسته وکړه. خو هغې په دې بسنه ونکړه. دا سخاوتمنده بیا هم ټوټه اي ماسکونه په کور کې ګنډي، او خپل سیمه کې یې په ډاکټرانو او نرسانو ویشي.

په دوامداره توګه درې بعدي هنر

تاریخ د ماهره هنرکارانو څخه ډک دی چې په ټولو جزئیاتو سره یې مجسمې جوړې کړي دي، خو آیا تاسې کله د مجسمو هغه بڼ په اړه اوریدلي چې په بشپړه توګه د ریسایکل شوي موادو څخه جوړ شوی؟ هغه مفکوره چې نیک چاند، د سړک نظارت کوونکي په خپل بیکاره وخت کې پیل کړه، د تیږو بڼ په چاندیګر کې اوس زرګونه مجسمې، د خلاصې هوا نندارتون، تیاتر او کوچنی خم او پیچ لرونکې لار لري، ټول د لرې اچول شوو موادو څخه لکه سیم، مات شوې اوسپنې او سیرامیک څخه جوړ شوي. ټول پارک د خیالي شاهي په څیر جوړ شوی چې د نڅاګرو، هنرکارانو، جنګیالیو او ان فضانودرانو څخه ډک دی!

error: Content is protected !!