وروستی پاڼه

د هندوستان اغیزې

مسله 01, 2020

د هندوستان اغیزې

د هند لید |لیکوال

مسله 01, 2020


په دې زړه پورې حقیقتونو سره هندوستان لږ نور هم وپیژنئ

په 299 ورځو کې 350 لوکوموټیف (د ریل ماشین)

د هندوستان د اوسپنې پټلۍ لاره د نړۍ ترټولو پراخه  او مصروفه شبکه ده. ريښتیا ده، خو تاسې پوهیدئ چې ریکارډونه یې هم جوړ کړي؟ په وروستیو کې د هندوستان د اوسپنې پټلۍ لارو چیتارنجان لوکوموټیف کارونو (CLW) یو شاهکار وکړ او 402 لوکوموټیف یې په 2018-2019 کال کې جوړ کړ چې د خپل پخواني 2017-2018 کال د 350 لوکوموټیفو ریکارډ یې مات کړ! چې دې سره CLW په اسانسول، غربي بنګال کې، د لیمکا ریکارډونو کتاب کې خپل نوم ثبت کړ.

وخت ته ویل – د پادشاه اندازه

د راجستان پلازمینه جیپور نه یوازې د یونیسکو میراثي ځای دی، بلکه د سمرات ینترا کور دی، چې ویل کیږي د نړۍ لوی لمریز ساعت دی. دا ساوای جې سینګ-2 په 1728 م  کال کې جوړ کړ چې 73 فوټه لوړوالی لري. که څه هم د هغه وخت نورو لمریزو ساعتونو سره یې دومره توپیر نه درلود خو ډیر دقیق و.

د کیشف پاتې شوی اثر 

زیتوني بحري کیشف، د طبیعت سور لست ساتلو نړیوالې اتحادیې لخوا د زیانمنو په شمیر کې رواست چې یو ډول کیشف دي. نړیواله ګرمي او اغیز یې په چاپیریال ډیری وخت په ساحلونو کې د هغوی ځالې ویجاړوي. خو د راتانګیری، مهاراشترا کې  د ویلا ساحل ډ بحري کیشف لپاره په هندوستان کې یو ښه خوندي ځای دی.  هرکال د دې ډول کیشف سلګونه مونث جنسونه هلته ځي او هګۍ ږدي. او په دوه میاشتو کې ترې بچي وځي (اکثراٌ مارج میاشت وي).

error: Content is protected !!