وروستی پاڼه

د هند اغیزې

مسله 05, 2019

د هند اغیزې

د هند لید |لیکوال

مسله 05, 2019


___

د روحانیت نوټونه  

د سري بایني صاحب کلي اوسیدونکي , صاحب کلي اوسیدونکي ورځ په موسیقي پیل او پای ته رسوي. خو هغه څه چې په ريښتیني ډول یې بایني صاحب د نورو څخه جلا کړی یو ځانګړی دود دی چې هر ماشوم د وړکتوب څخه پخوانۍ موسیقي زده کوي. دوی ته د سندرغاړۍ روزنه ورکول کیږي او دودیزې آلې لکه دلربا، سرنګي، سیتار، تار شهنای او رباب هم زده کوي – دلته موسیقي د ژوند یوه لاره ده. ماشومان سره له دې چې ښوونځۍ ته ځي او خپلې لوبې کوي خو بیا هم یوه ورځ د موسیقي ټولګي نه هیروي.

د نوښت پيل کول

په هند کې لومړۍ عمومي ټولټاکنې د 1951 اکتوبر 25 څخه تر 1952 فیبروري 21 پورې ترسره شوې. د 75 میلیونه څخه ډیرو خلکو 1949 کاندیدانو ته رایه ورکړه چې د لاک سبا 489 څوکیو لپاره یې سیالي کوله او د هغه وخت ترټولو لویه رایه اچونه ګڼل کیدله.

د هند لومړی څیړنیز ټیم چې 21 غړي یې لرل د 1982 کال د جنوري په 9 انترکتیکا ته ورسیدل. مشري یې س. ز. قسیم کوله چې د بحر پیژندنې ملي انسټیټیوټ رئیس و، دې ټیم په انترکتیکا کې لومړنی څیړنیز ستیشن جوړ کړ او نوم یې ورته داکشین ګنګوتري کیښود.

سري چندراسیکرا وینکتا رمان د روښنايي پاشلو برخه کې کار کړی نوم یې د (رمان اغیز) ده او لومړنی هندی شو چې په 1930 کال کې یې د خپل کار لپاره د فزیک نوبل جایزه وګټله.

یو ښکلی ذهن

براماګوپتا د خپل کار ریاضیکي ستوري پیژندنې لپاره مشهور دی چې ورته براماسفوتا سیدانتا وايي او د هند د راجستان ایالت څخه دی. هغه لومړی کس شوچې صفر یې د شمیرې په توګه وکاروه او ان د صفر سره د حساب قوانین یې جوړ کړل. شکونتلا ډیوي چې په 1939 زیږیدلې وه، د ریاضي حساب زړه راښکونکې حسابګره وه. کله چې اته کلنه شوه خپل مهارتونه یې په میسور او انامملي پوهنتونونو کې څرګند کړل. په 1980 کې هغې د دوه 13 عددي شمیرو ضرب په 28 ثانیو کې حل کړ(چې په تصادفي ډول غوره شوي اعداد و) او د ګینیس نړیوال ریکارډونو کتاب کې یې هم نوم لیکل شوی.

error: Content is protected !!