په ډیزاین هندی
څو څيړنو ښودلې چې د هندي مصرف کوونکو لپاره دبدلون وړتیا یوه پیاوړې اړتیا ده، او ان نړیوال هم پوه شوي او داسي ډیزاینونه جوړوي چې ترکیب کې يې هرڅه هندي وي
د نړۍ یو له پخوانیو تمدنونو په څیر هند دودیزو لاسته راوړنو او هنرونو او همدارنګه ساینس کې د غوره والي اوږد تاریخ لري. په زړه پوری مجسمې، نقاشیانې او هنري آثار چې پخوانیو مندرونو کې ځای پر ځای شوي د انساني تخیل، پلان کولو او عملي اجرا حیرانوونکی خلاقیت دی.
هندي ادبیات هم په پخوانیو وختونو کې د ریاضیاتو، ژبپوهنې، موزیک تیوري او ستورپوهنې په برخو کې د پرمختګونو خبرې کوي. د مثال په توګه، د پانیني ونډه، لوی هندی ژبپوه چې په سانسکریت ګرامر یې د 6مې څخه تر 5مې پيړۍ پخوا د میلاد رساله لیکلې، چې د ټولې نړۍ عصري ژبپوهان ورته ګوته په غاښ دي. لکه جوهان فریدریک ستال یا فریتس ستال د اسیايي ژبو او دود عصري افسانه، او امریکايي ژبپوه او فیلسوف نوام چامسکي او نوروخپله اعتراف کړی.
د پخوانیو هندي لاسته راوړنو نورې بیلګې هم شتون لري لکه په ساینس او انجینرۍ کې ریکارډونه د بیلګې په توګه، په سماراګانا سوترادرا، یو جامع کار دی چې په پخواني هندي مهندسۍ د پرامارا شاه، بوجا لیکنه کړې چې 1000 کاله پخوا ده. پدې کې د میخانیکي آټوومټا په اړه یو فصل شامل دی، هغه میکانیزمونو ته اشاره کوي چې کولی شي د انسان حرکتونه تقلید کړي. چې عصري روباټانو ته لومړی کار و. که څه هم د بخار ماشین اختراع او ورپسې صنعتي انقلاب په اروپا کې د هند سنتي انجنیري کارونه د نظره وغورځول، او اروپایي اجناسو او ډیزاین له هماغه وخته بازار ونیو. لکه څنګه چې اوس په پراخه کچه ښکارې د هند ونډه په نړیواله GDP کې د 24 سلنه په اتلسمه پیړۍ کې، 3 سلنه ته په 1947 کال کې ټیټه شوه. دا یوازې وروستۍ څو لسیزې دي چې د هند اقتصادي ځواک بېرته خپل لاره د انجنیري، هنر او کسب لپاره موندلې او په نورو برخو کې یې هم نوي کوښښونه کړي. نن بسونه، تراکتورونه، موټرسایکلونه او ان موټرې چې په هند کې جوړې شوي د نړۍ په جلا برخو کې یې لوی بازارونه موندلي، په ځانګړي ډول افریقا او ختیځه اسیا کې. په هند کې جوړ شوي توپخانه یي ټانکونه، ټوپکې او ان د اوسپنې پټلۍ موټرې د نړۍ سرتاسر خپل کار پیل ته تیار دي. چې د هند ډیزاین نظریې منلو بنسټ ايښودل کیږي.
سوادیشي، یا هندی ویلتنسچونګ (نړۍ لید)
د هند نړۍ لید له پخوانیو وختونو راهیسې د یوې هوښیاري یا بنسټیز حالت ایډیالوژیو ته وایې چې ټولې پیښې لري. او ان نن د هند ډیزاین فلسفه په هغه ټیکنالوژۍ باور نلري چې تړل شوې، وارده شوې یا له بل ځای څخه راوړل شوې. موږ د نظرونو خپلواکي ته لیوالتیا لرو، د نړیوالو ننګونو لپاره خپل ځوابونه لټوو، او سوادیشي (په هند کې جوړ شوی) به زیار ایستلو ته دوام ورکوي ان منډې به وهي تر څو د راتلونکو څو نسلونو لپاره په هند کې نوښتونه منځ ته راوړي. نو له همدې امله (په هند کې جوړ شوی)، دهند داسې امتحان په توګه تعریف شي چې په نړیوال ډګر کې په خپلو پښو اودریدل زده کړي.
سوا دیشي موږ ته لارښښونه کوي چې د سیمه ایزو سرچینو مواد ترلاسه کړو، د داخلي ټیکنالوژیو په لټه کې شو، او همدارنګه د مهمو ملي ستونزو حل پیدا کړو. د مثال په ډول، د هند د فضایي څیړنې سازمان په نړۍ کې د هغو څو سازمانونو څخه دی چې په ریښتیا یې تمرکز په هغو څیړنو دی چې د خلکو ژوند کې د هوا وړاندوینې او مخابراتو او د حادثاتو مدیریت له لارې د خلکو ژوند کې ښه والی او پرمختګ راوړي.
د کوچني والي تیوري
د هند ډیزاین تیوري خورا کوچینوالی خوښوي چې (جوګاد) په نامه یادیږي، او د اکسفورد ډیکشنري داسې تعریف کړی: د ستونزو د حل لپاره داسې یو فکر چې په نوښتګرانه ډول لږې سرچینې وکاروي. په ساده ډول د قیمت لږوالي، د ګټو او تولید لوړوالي په معنی ده. جوګاد اکثرا د هندي د بقا شعور په تګه ستایل کیږي، چې د هند د کوچنی والي ډیزاین نظریه انعکاس کوي. زمونږ بچت کول، ان ظلم کول – د عمل زیاتیدو څخه اخیستل شوی (ګټې قیمت ته معقول دي). دا کوچینوالی خپل ځان په هر څه کې ځایوي – د خیتان او ټاټا نانو مینوالو څخه نیولی تر ډیرې وروستۍ بیلګې لکه S450 بریښنايي موټرسایکل او د اوبو لاندې بیلوګا ROV (د ریموټ په واسطه کنټرول شوي موټر) چې د مدراس IIT له پیل کوونکو هر یو اتر او پلانیس لخوا جوړ شوي. کوچینوالي د هند په فضايي او اټمي پروګرامونو کې هم لیدل کیږي. ډیر غربي نظر ورکوونکي حیران ول چې څنګه منګالیان، د هند ماموریت مریخ ته، د ورته اغیزمن هالیووډ فلم څخه ارزانه و، او بیا هم د پرتاب په خپل لومړي کوښښ کې بریالی و.
د ښایست هندي سامان
د هندي ښايست نظریه له غربي ښايست څخه یو وار افراطي وتل دي: د هند نظریه وایي چې: ښکلا د ذهن په حالت کې نغښتې ده، او بیا نوا راسه یا نهه پیژندل شوي حالتونه دي. د هندي تفکر ټول شیان داسې ښکاره کوي چې د عقل په یوګونې وسعت کې اوسیږي (یا غفلت ، هیڅ شی) – او باید دا شیان زمونږ د ذهن حالت سره یو شي، او پیدا شوي شیان باید په دوامداره ډول د ننه څخه بهر شي. او دا په هند کې د ډیرو رنګونو کارولو دلیل دی – کیدای شي عصري هندي تولیداتو له دې تفکر څخه واټن اخیستی وي، خو بیا هم دود خپله لاره لري، لکه ټوټې، صنایع او د مندر هنر – مونږ د رنګونو ډیر استعمال سره مخ کیږو چې د ذهن هر حالت سره یو کیدای شي او ځکه د هرچا څخه غوښتنه کولای شي.

نوی عصر
د سواديشي، جوګاد او راس معنی ګانو د هندي ډیزاین انقلاب تخم وکاره چې نړۍ به په طوفان ونیسي. د ګاندنیزم فلسفه اي تنظیم او سوادیشي هم د چټلیو کموالي او د ریسایکل کولو پرمختګ لپاره پراخه اغیز لري، او پداسې حال کې چې د چاپیریال دوستانه مواد، ټکنالوژي او پروسې معرفي کوي. هندي مصرف کوونکي تل د کارولو اسانتیا او د تولیداتو دوام ته ارزښت ورکوي، پداسې حال کې چې د شوې پانګونې د حد اکثر ګټې تقاضا لري.