خواړه

هندوستان د نړۍ د مسالو کاسه

مسله 02, 2021

هندوستان د نړۍ د مسالو کاسه

سنجیف کپور |لیکوال

مسله 02, 2021


د روغتیايي ګټو سره خوندوره او خوشبویه – هندي مسالې ځانګړې دي. پداسې حال کې چې ځینې موسمونه مشهوره دي، او ځینې سیمه ایز ډولونه یې شته چې لږ کارول کیږي. نامتو اشپز او د پډما شري ګټونکی سانجیف کپور د هندوستان لږ پیژندل شوي مسالې مونږ ته را پيژني

هندوستان د ځانګړي دودونو، غني میراث او متنوع خوړو سټایل په څیر د بیلا بیلو برخو له کبله مشهوره دی. بهرنيان د هندوستان د خوړو راز په اړه ډیر کنجکاو دي چې کوم ترکیبات په خوړو کې کاروي چې دومره خوندور وي. هغه څه چې د هغوی لږ پام ورته کیږي او د خوړو خوند برابروي د سیمه ایزو مسالو کارول دي.کله چې موږ د مسالو په اړه خبرې کوو، یو هغه شی چې په هندي کورونو کې عام دی د مسالې قطۍ ده. که څه هم دا مسالې یوه چونډي په خوړو کې کارول کیږي، خو بیا هم د خوړو خوند کې خورا ښه بدلون راوړي. د ښه خوند او خوشبويي برسیره هندي مسالې روغتیايي او مصؤنیت لوړوالې ځانګړنې لري.د نسلونو راهیسې هندیانو په دودیز ډول عام ترکیباتو څخه د کډا (یو ډول روغتیايي آیورویدي څښاک چې د بوټو او مسالو څخه جوړیږي) او هالدي دوده (د کورکمن شیدې) په څیر ترکیبات جوړول ترڅو د ذکام او یخ وهنې درملنه وکړي.د زیرې، بادیان، سرسري او زیتون دانې د هیواد سرتاسر د مسالو قطیو کې ښکاره کیږي. له همدې کبله مونږ دلته د هیواد بیلابیلو برخو څخه په ځینو لږ پیژندل شویو مسالو باندې خبرې کوو.

راجا مرچه

راجا مرچه د هندوستان شمالختیځ سیمو کې خورا شهرت لري، او د اروايي مرچ، ناګا چیلي او بوت یا جلوکیه په نامه هم یادیږي. او په 2007 کال کې د ګینیس نړیوال ریکارډونو کتاب کې د نړۍ ترټولو تریخ مرچ په توګه ثبت شو. کله چې تازه راټول شي ښه وي، او د دې مسالې د استعمال بله غوره لاره د غوړ، مالګې او سرکې سره یوځای کول او اچار جوړول دي. د تجربو وروسته ګواهتي میشته چای کمپنۍ ورڅخه بوت جولوکیه چای هم جوړ کړی. کله چې محدوده اندازه وخوړل شي، داسې ویل کیږي چې هضم او د وینې جریان ښه کوي، د وینې فشار ټیټوي او میتابولیزم ته ګټه رسوي.

Bhut jolokia,
بوټ جولوکیا په نامتو ډول د غوړو، مالکې او سرکې سره ګډ شوي

کلپسي

کلپسي د پخلنځي لپاره ټامیل کلیمه ده او دې مسالې ته ډاګر کا فول، پتر کا فول یا د تورې تیږې پوډر هم وايي. دا ځانګړي او کمیابه مساله چې هاضمې سره مرسته کوي، تبه کموي او درد درملنه کوي، په مهاراشټرايي او (د ټامیل ناډو) چتیناد خوړو کې کارول کیږي. د دې مسالې لومړنۍ پوښ توربخښنی شین یا تور رنګ لري. او ښه خوند او بوی لري او مهاراشټرا کله مساله او ګوډا مساله او د حیدرآباد پوټلي مسالو جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

Lichens, called kalpasi in Tamil
د تیږې ګل (Lichen) چې ټامیل کې ورته کلپاسي وایې، د اتموسفیر صافوالي ارزښتناکه ځانګړنه بلل کې او د بحر څخ لږ اوچته لوړوالي کې کیږي، نو له همدې کبله د ټامیل ناډو اوټي او کوډایکانال د مسالې ټولولو لپاره ځانګړې سیمې دي

لکاډونګ او سالم کورکمن

کورکمن یا هالدي کیدای شي په هند کې ترټولو ډیره عامه مساله وي. د کورکمن په نامه د یو ډول موادو څخه غني وي، چې د اکسیډنټ ضد، د تبې ضد او مصؤنیت لوړوالي ځانګړنې لري. د ادرک دوه غوره ډولونه په هندوستان کې لکاډونګ د میګالیه څخه او سالم د ټامیل ناډو څخه دي. دا خوندورو غوره خوړو د دودیز هندي پخلنځایونو څخه نړیوالو خوړونکو پورې خپل لاره پرانستې ده او په څو نړیوالو خوړو لکه د مراکش پسټیلا (مساله داره غوښه او زردآلو په خوږو کې تاو شوي)، د سریلانکا کیري هوډي (د مالدیف وچ ماهیان چې د کوپرې په یخني کې پاخه شوي) او د ادرکو خورا مشهوره شیدو کې خپله لاره موندلې.

Cinnamon turmeric ice tea
د دارچین یخ چای تازوالی لري او د اوړي موسم تغذیوي ګټې لري

رادوني

یو ډول مساله چې بنګالي خوړو کې ځانګړی ځای لري او بیا هم ادامه لري چې هیواد نورو برخو ته ورسیږي، رادوني ډیری وخت د اجوین (کرم دانو) سره د ظاهري مشابهت له مخې غلطیږي. رادوني، د وحشي دڼیا دانې د بنګالي پانچ فورون اصلي برخه جوړوي – یو ډول دودیزه پنځه ډوله مساله ده چې نیجلا، سرسري، بادیان، میټي او رادوني څخه تیاریږي. دا سیمه ایزه مساله د هاضمې سره مرسته کوي او دردونه او تبه کموي.

Radhuni,
رادوني، د لویدیځ بنګال ځانګړې ډول مساله، د څو ډوله خوړو تیارولو لپاره کارول کیږي لکه دال (د ایږدنو شوربا)

راتن جوټ

د الکانت ریښې یا راتن جوټ د شمالي هندوستان یو ډول مساله ده، چې په جمو او کشمیر او هیمچل پردیش کې یې خلک کاروي. دا یو ډول بوټی دی چې د بوریج کورنۍ څخه دی او ریښې یې یو ډول ځانګړی سور رنګ غوره کوي، چې دا مساله یې مشهوره کړې. خټینه او ورته خوند لري، نظر مسالې ته. روغن جوش، کلاسیکه کشمیري غوښه د دې مسالې په مرسته خپل سور رنګ اخلي! د پخوانیو وختونو څخه د عفونت، جلدي زخمونو، سوځیدلو او نورو روغتیایي ستونزو درملنې لپاره کارول کیږي.

 kudam puli
د ملیالي ماهي قورمې یو اصلي ترکیب کوډم پولي یا هندی تمبر دی

کوډم پولي

کوډم پولي یا ملابر تماریند (یو ډول ونه چې پاڼې یې پخلي کې کارول کیږي) په سویلي هندوستان کې یو ډول مشهوره مساله ده او ډیری وخت په خوړو کې د ساده تماریند پرځای کاریږي. کوکم ته ورتوالی لري خو خوند یې ښه دی او د ډول ډول ماهیانو پخولو لپاره کارول کیږي، چې له همدې کبله ورته د ماهي تماریند هم وايي. دا مساله نه یوازې د وزن کموالي لپاره مشهوره ده بلکه د زړه والونو روغتیا او انرژي لوړالي لپاره هم ګټوره ده.

خوس

د هندي دودیزه مسالو یو بل غوره ډول د خوس یا ویټیور په نامه یادیږي، چې د اوړي موسم کې تل په هندي کورونو کې کارول کیږي. د خوس شربت د خپل تازوالي ځانګړتیایو له کبله د اوړي په موسم کې ښه نوم لري. د ایورویدا له مخې خوس ته د تعجب بوټی ویل شوی، بدن یخوي او د وینې جریان سره مرسته کوي. خوس همدا راز مصؤنیت لوړوالي ته ګټه رسوي، د تایراید اړوند موضوعاتو کنټرول کې مرسته کوي او همدا راز د شکر ناروغۍ لپاره ګټور بلل کیږي.هندي مسالې د خوند او بوی څخه لا ډیر نور ګټور شیان هم لري. د ځان سره روغتیا لري. او که څه د هیواد یوې برخې څخه تر بلې برخې یې خوند، تندوالی او استعمال توپیر لري، خو هیڅ ډول هندي خواړه پرته له دې مسالو نه تیاریږي.

سنجیف کپور

سنجیف کپور، یو لمانځل شوی اشپز، لیکوال او د تلویزوني پروګرامونو کوربه دی. په 2018 کال کې چې کله موډي د عربي متحده امارتونو (UAE) په سفر تللی و، سنجیف د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي د ډوډۍ تیارولو ویاړ خپل کړ. دې اشپز ته د اعلیحضرت شیخ محمد بن سلمان زید آل نهیان، د ابو ظبي ولیعهد شهزاده او د عربي متحده امارتونو مسلح ځواکونو مرستیال سراعلی قوماندان لخوا بلنه ورکړل شوې وه.
error: Content is protected !!