د ساینس تخنیک

هندوستان نوښت کوي

مسله 02, 2020

هندوستان نوښت کوي

وینیک سوریا سوامی |لیکوال

مسله 02, 2020


څنګه چې نړۍ د کویډ- 19 وبا پر وړاندې مبارزه او هر راز کوښښونه کوي، هندي ساینسپوهان او څېړونکي د ځانګړو حل لارو پیدا کولو په موخه یوځای شوي. او د دولت او خصوصي سکتور همکاریو کچه هم لوړه شوې ده

ښاریانو سره د هندوستان د دولت مشغولیت چوکاټ MyGov یو وار د عملونو څخه ډک شو. د خپل ښاریانو څخه غواړي چې داسې یوه چلینج کې برخه واخلي ترڅو د نوي کرونا ویروس یا کویډ- 19 د تیتیدلو مخنیوي لپاره حل لارې او درملنه پیدا کړي. د ویبسایټ اعلان وايي چې: ګډون وکړئ او یو لک هندي روپۍ وګټئ. د هیواد دننه د لوړ کیفیت تولید موادو وروستي پرمختګونو او په هندوستان کې جوړ شوی یا Make in India نوښت بریا ته په کتنه، د هیواد تولیدي سکتور د دواړو شخصي او عامه ملګرتیاوو او همکاریو له لارې خپل ځواک او تعهد ښکاره کړ. د بحران سره د مقابلې پر وخت د هندوستان ټول تاریخ کې بیلا بیل نهادونه یوځای شوی او متحد شوي. داسې ښکارې چې دې نړیوالې وبا سره د مبارزې په وخت بله برخه هم لیکل شوې.

تیاری نیول

د دولت څو وزارتونو جنګي تدابیر ونیول ترڅو ډاډمن اوسي چې هیواد د بحراني حالت تنظیم لپاره تیار دی. خصوصي سکتور هم د څو شرکتونو سره د چټکې ساري ناروغۍ پر وړاندې مبارزه پیل کړې، پرته د دې کمپنیو لویوالي، دوی په داوطلبانه ډول د خپل مداخلو تګلارې پیشنهاد کوي. د کویډ- 19 د تیتیدلو اندیښمنو سیمو پیژندل یې اوچت ګام و. د نړۍ دویم تر ټولو لوی نفوس لرونکی هیواد په څیر، دا هم انګیرل کیده چې د ډیرو اخته کسانو لپاره تیاری ونیسو، چې درملنې لپاره تخصصي آلو او وقایوي تدابیرو ته اړتیا لیدل کیږي لکه: د N95 ماسکونه، وقایوي کڅوړې او په ځانګړي ډول هواکشونه.

طبي کارکوونکي د روباټ زفي (مرکز) سره په چینای کې. دا متقابل عمل کوونکی روباټ به د حرکي تکنالوژیو سره د کویډ- 19 قرنطین شوو برخو کې وګمارل شي.

مناسب ځواب

د مارچ په 20، د ساینس او تکنالوژي ډیپارټمنټ DST د هندوستان چټک صنعتي او نوښتونو ایکوسیسټم ته بلنه ورکړه ترڅو د کویډ- 19 پر وړاندې د مبارزې لپاره تکنالوژیکې حل لارې پیدا کړي. 300 شرکتونو مثبت ځواب ورکړ او 140 رسمي پیشنهادونه د تکنالوژي پراختیا بورډ TDB ته وړاندې شول، دا دولتي څانګه د هغو هندي شرکتونو مالي ملاتړ کوي چې سیمه ایزه تکنالوژي یا وارد شوې تکنالوژي مروج او سوداګریزه کړي.

د ټامیل ناډو، چینای سیمه کې یو موټر چلونکی د نوښت څخه ډک او چټک عفونیت ضد تونل څخه تیریږي.

لومړی ځواب چې لاسته ورسید د تشخیصیه کڅوړو تولید لپاره نوښتګرې حل لارې وې ترڅو د پایلو لاسته راوړولو موده لنډه کړي. نور پیشنهادونو کې د واکسین جوړونې، حرارت سنجونو آلې او په لوړه کچه د PPE (شخصي ساتنې تجهیزات) تولید او همدارنګه قرنطین سیمو ته د موادو رسولو لپاره د معلوماتي تکنالوژي کارول او داسې نور… شامل و.

چلینج ومنل شو

په مرګوني حالت کې کرونا ویروس په سږو اغیز کوي چې تنفسي ځواک زخت زیات کمزوری کوي. لومړی د مصنوعي تنفس آلو (هواکشونو) تولید دی چې د اخته کسانو درملنه کې مثبت رول ولري. څو لوی سازمانونو په هیواد کې دې موقع ته په کتلو سره یوځای شول چې خپل صنعتي توپیرونه یې شاته پریښي. یوه بیلګه یې د موټر دروند صنعت، د هندوستان ماروټي سوزکي د نوي ډیلي میشته هواکشونو تولیدونکي آګ-واګ روغتیاپاملرنې سره ګډ کار دی. دا ګډ کار به د اوچت تخصصي ماشین تولید په یوه میاشت کې د اوسني ظرفیت 400 څخه 10،000 ته اوچت کړي.

همداراز، بل صنعتي لوی شرکت مهیندرا او مهیندرا د سکان رې (نړیوالې روغتیاي پاملرنې شرکت)، BHEL او د بهارت بریښنايي سامان آلاتو لمیټیډ BEL سره ګډ کار دی ترڅو د هواکش بل ډول تولید کړي ترڅو اوسني وضعیت اړتیاوو سره مناسب وي او انتقال یې هم اسانه وي. او دې شرکت همداراز د ارزانه سیمه ایز عفونیت ضد محلول جوړولو پیل وکړ چې یو لیټر به یې په 400 هندي روپیو خرڅیږي. دا یې ټول نه دي، دولتي سازمانونه لکه DRDO (د دفاعي څیړنو او پراختیا سازمان) هم د سیمه ایز نوښتګرو سره یوځای کیږي ترڅو N95 ماسکونه په لوړه کچه تولید کړي.

اسانه تنفس کول

دولتي سازمانونه د کړکیچن وضعیت تجهیزاتو تولید کچې لوړولو لپاره اوس تر هر وخت ډیر د شخصي سکتور مرستو ته اړتیا لري. د بیلګې په توګه، هغو شرکتونو چې هواکشونه تولیدول په ټولیز ډول یې میاشتنی ظرفیت یوازې 5500 ته رسیده، اوس د ګډې همکارۍ له کبله دوی د خپل میاشتني تولید شمېره  50،000 ته لوړه کړې. تشخیصیه کڅوړې او PPE پرته له دې چې واردیږي د هیواد دننه یې هم تولید روان دی. ځیرک ذهنونو د ټول هندوستان په لوړو ښوونیزه انسټیټیونو کې په دواطلبانه ډول هغه سیالۍ سره یوځای شول چې روغتیايي پاملرنې په مناسبه بیه ټولو ته د لاسرسي وړ وګرځوي. بهرمیشته هندي غړو د بیلابیلو هیوادونو څخه خپل لاسته راوړنې ډګر ته وایستلې ترڅو د ملت تولید مدیریت کړي او د هغه نوي پیل شوي تولیداتو ستونزې حل کړي چې ټول ملت ورسره لاس په ګریوان دی.

څو کمیټې جوړې شوي ترڅو د کویډ- 19 پر وړاندې د خصوصي سکتور همکاریو سره د مصیبت ځپلو مدیریت قانون په چوکاټ کې مبارزه وکړي، او په ډاډ سره د سردار پټیل خبره دلته ښه تړاو لري چې وویل: د اوبو کوچني حوضونه بې معنی او ولاړې اوبه ګڼل کیږي، خو که چیرې یوځای شي لوی جهیل جوړولی شي چې هوا ښه کوي او نړیوالې ګټې لري.

وینیک سوریا سوامی

وینایک سوریا سوامي یو ډیلي میشته ژورنالیست دی. هغه په میخانیک انجنیري کې لسانس لري او د هند بحري ځواکونو سره یې د کښتۍ جوړونکي په توګه کار کړی. د ځوانۍ څخه هغه د نور کارونو ترڅنګ لیکوال هم دی، هغه خپل مسلک ژورنالیزم ته واړاوه ترڅو د لیکوالۍ او سفر لپاره خپله مینه ښکاره کړي.
error: Content is protected !!