هند د خپل کوچني فضایي لابراتوار ترلاسه کوي!
د هند فضايي څیړنو سازمان د ایمیسټ EMISAT او د 28 نړیوالو پیرودونکو سپوږمکیو بریالي انداخت سره په خپل کیپ کې یو بل خصوصیت اضافه کړ
د پلوا باګلا لخوا، د ISRO انځورونه! دا هیڅ ډول ټوکه نه ده، خو دا د اپریل 1، 2019 و، چې هند او نړۍ خپل لومړنی کوچنی فضايي لابراتوار ترلاسه کړ! دا د هند د راکټ کارمندانو 47 مأموریت و، د پولر سټلایټ لانچ موټرPSLV ، او دا د یو نوي نوښت څخه ډک او نوی ماموریت و، چې هند ته یې په 485 کیلومتره مدار کې یو فضا یې لابراتوار هم ورکړ. دا لومړنۍ بیلګه وه چې په هغه کې د هند د فضايي څیړنیز سازمانISRO په یو راکټ کې درې ډوله ماموریتونه سرته ورسول چې په یو راکټ یې درې بیلابیل مدارونو کې سپوږمکۍ ځای پرځای کړې.
320 ټنه، نږدې 44 متره اوږد راکټ د خپل اصلي مسافر په توګه، 436 کیلوګرامه EMIsat سپوږمکۍ چې د الکترومقناطیسي طیف اندازه کولو لپاره ولیږدول شوه او د دفاع څیړنې او پراختیا سازمان لپاره جوړه شوې. پردې سربېره، د امریکا متحده ایالتونو، سویزرلینډ، لیتوانیا او هسپانيې څخه 28 سپوږمکۍ پورته کړې. پدې کې د کلیفورنیا ځمکي لابراتوارونو څخه 20 فلاک-4A سپوږمکۍ او د لیمر سپوږمکۍ شاملې وې. سپوږمکۍ په دریو بیلابیلو مدارونو کې ځای پرځای شوې. نو له دې امله، د یوه انداښت په لګښت، درې ډوله ګټې وریبل شوې.
د ISROرئیس ډاکټر که. سیون د بریالي ماموریت وروسته د سپوږمکۍ انداخت موټر او د سپوږمکۍ ټیمونو ته مبارکي وویله چې په دې ماومریت کې شامل ول اویې ویل، ” د نن ورځې PSLV ماموریت په څو ډوله ځانګړی و. دا په نوې تغیر کې څلور پټه وه، او موټر درې جلا مدارونو ته ورسید او د لومړي ځل لپاره د PS4 مرحلې ته د لمریزو تختو لخوا برق ورکول کیږي.”

دا یو اوږد درې ساعته ماموریت و او د اوږد ماموریت په پای کې، PSLV په مدار کې «د هند معلق لابراتوار » صفري جاذبې ته نږدې ځای پرځای شو. دې کار کولو لپاره ISRO د راکټ وروستۍ برخه، یا PS4، په بشپړه توګه د مدار پروازي چوکاټ باندې بدل کړ. د راکټ وروستی برخه عموما د انداخت څخه وروسته په فضايي مخروبه باندې اوړي خوISRO پریکړه وکړه چې ژوند د څو اونیو لپاره اوږد کړي او په فضا کې یې پیدا شوي لابراتوار باندې واړاوه.
PS4، چې په 485 کیلو متره مدار کې موقعیت لري، د لمریز تختو، رادیوي اړیکو تجهیزاتو سره سمبال شوی، او درې کوچنۍ مصنوعي سپوږمکی د لګولو راکټ پړاو کې ورسره ځای پرځای شوي دي. د PS4 لخوا واړه درې سټلایټونه، د ISRO اتوماتیک د پیژندې سیسټم، او د AMSAT څخه د اتوماتیک بسته تکرار سیستم، د هند فضايي ساینس او ټکنالوژي انسټیټیوټ څځه د ایون کروي مطالعاتو لپاره د هند پرمختللي تاخیري بالقوه شنونکي دی. دا ټول تجربه اي سپوږمکي دي چې څیړونکو ته د فضا پر لور د راتلونکو ټکنالوژیو ازمایښت لپاره وړیا سفر ورکړل شو.

سیون وویل چې د PSLV C-45 ماموریت د دې لپاره ځانګړی و چې د لومړي ځل لپاره PSLV په یوه الوتنه کې درې مداري ماموریتونه درلودل. په پیل کې یې اصلي سپوږمکۍ په 784 کیلو متره مدار کې پریخوده، PS4 وروسته بیا 504 کیلو متره د مدار کمولو سره دوه ځلې عمل وکړ، هلته PSLV بیا 28 د پیرودونکو سټلایټونه په مدار کې پریخودل او PSLV بیا فیر شو او PS4 دوه ځلې وسوځول شو چې 485 کیلو مترو مدار ته ټیټ شي، دلته اوس PS4 د مداري چوکاټ په توګه کار کوي.
سیون اشاره وکړه چې ډیرو هیوادونو هڅه نه ده کړې چې مصرف شوی راکټي مرحله بیا وکاروي. د هغه په وینا، “دا به د پیل کوونکو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د پوهنتون څیړونکو ته به فرصتونه چمتو کړي ترڅو د مناسبو ځایونو وړ سټلایټونه (سپوږمکۍ) جوړې کړي. برسیره پردې کاروونکي اړتیا نلري چې بشپړ سټلایټونه جوړ کړي هغوی یواځې کولای شي چې فضایي تجربه رامینځ ته کړي او نوره د ISRO له خوا د لوبو او نښلولو دنده ده چې هغوی یې ترسره کوي. سیوان زیاتوي، “دا اوس د هند د نوی کوچني لابراتوار په کارولو سره د ټیټ لګښت خو د اغېزمن فضايي څیړنو لپاره نوې دوره پرانيزي.