همکاري

د هندوستان-اروپايي اتحادیې اړیکو یو نوی پیل

مسله 03, 2021

د هندوستان-اروپايي اتحادیې اړیکو یو نوی پیل

د آشوک سجندار لیکنه |لیکوال

مسله 03, 2021


< p dir="rtl">سږکال د مې میاشت کې، د هندوستان-اروپايي اتحاديې غونډه د لومړي ځل لپاره د اروپايي اتحادیې+27 مشرانو ناستې بڼه کې ترسره شوه، چې یوازې د اروپايي اتحادیې کمیسیون او شورا نه بلکه د اروپایي اتحادیې 27 غړو هیوادونو مشرانو د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي سره په مجازي ناسته کې خبرې وکړې، او د اروپايي اتحاديې-هندوستان همکارۍ لپاره یې د بروکسل اړوند ارزښت ته اشاره وکړه، پخوانی سفیر اشوک سجانهار لیکي

د 2021 کال د مې میاشت په 8مه نیټه د پرتګال پورټو کې،د هندوستان او اروپايي اتحادیې (EU) 16مه ناسته د هندوستان بهرنۍ تګلارې لویه لاسته راوړنه ده. دې ناستې د پخوانیو هندوستان-اروپايي اتحادیې ناستو په پرتله توپیر درلود، د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي د اروپايي اتحادیې ټولو 27 غړو هیوادونو سره خبرې اترې وکړې، چې یوازې همدې غونډه کې د اروپايي شورا او اروپايي کمیسیون رئیسانو برسېره د 19 غړو هیوادونو مشرانو ګډون کړی و. دا لومړی ځل دی چې اروپايي اتحادیې+27 غونډه د اروپایي اتحادیې او هندوستان په کوربتوب جوړه شوه. پخوا اروپایې اتحادیې داسې ناستې یواځې د امریکا متحده ایالتونو سره کړي دي.  په 2000 م کال کې چې پرتګال د اروپايي اتحادیې مشري کوله د هندوستان-اروپايي اتحادیې لومړۍ ناسته ترسره شوه. دا ناستهد دوه اړخیزه اړیکو ټینګولو لپاره غوره انګیزه وه. د پنځه لس غونډو بعد، وروستۍ ناستې د هندوستان او اروپايي اتحادیې دوه اړخیزه ملګرتیا نوې لاره پرانیستله. هندوستان د 1.3 میلیارده او اروپايي اتحادیه د 450 میلیونه نفوس سره د نړۍ لویې ډیموکراسیانې ګڼل کیږي. دواړه طبیعي متحدین دي او په څو قطبي نړۍ کې د امنیت او ثبات راوستلو، او تلپاتې پرمختګ په برخه کې ګډې موخې لري. اروپايي اتحادیه د هندوسان لوی سوداګریز ملګری، د هندوستان صادراتو لپاره دویم لوی ځای او په هندوستان کې لوی پانګه اچونکی دی. دا ملګرتیا د لا پراخه ودې وړتیا لري.

لویې لاسته راوړنې

د دې ناستې لویه لاسته راوړنه د متوازنې، ارزښتناکه، جامع او دواړو خواوو لپاره د ګټورې سوداګرۍ هوکړې مذاکراتو بیا پيل وه. دې باندې هم ټینګار وشو چې د ځانته پانګه اچونې خوندیتوب هوکړې او د جغرافیایي نښې هوکړې مذاکرات هم پیل کړي. چې ورسره به د مذاکراتو پروسه عملي بڼه ولري ځکه چې د مذاکراتو پخواني فارمټ ستونزې لرلې. دا چې د (هندوستان کې جوړ شوي) نوښت بریالی او هندوستان د نړۍ د تولید مرکز شي، اړینه ده چې هند د نړۍ سره فعاله اړیکې ولري. د اروپايي اتحادیې پارلمان یوې مطالعې په 2020 کال کې د اروپايي اتحادیې او هندوستان سوداګرې ګټې 8.5 میلیارده یورو (10.2 میلیارده امریکايي ډالر) ښوولي. د دوه اړخیزه سوداګرۍ او پانګونې هوکړې مذاکرات په 2006 کال کې پيل شول. دا مذاکرات په 2013 کال کې په ټپه ودریدل ځکه چې د دواړو خواوو په مارکیټي اموالو او خدمتونو لاسرسي (هندوستان تهد اروپايي اتحادیې څخه د موټرو او الکولي مشروباتو لیږد)، او هندوستان څخه اروپايي اتحادیې ته د مسلکي کسانو موقتي لیږد باندې جوړجاړی ونشو. د 2020 کال جولای کې، دواړو خواوو تصمیم ونیو چې د وزیرانو په کچه یو ګروپ جوړ کړي ترڅو دا بندښت له منځه یوسي. د هندوستان سوداګرۍ وزیر پیوش ګویال او د اروپايي اتحادیې د سوداګرۍ کمیشنیر والدیس دومبروسکیس د 2021 کال فیبروري او د 2021 کال اپریل کې پرله پسې مجازي ناستې لرلې. د مارکیټ لاسرسي موضوعاتو پرمختګ او مذاکراتو څخه نظارت لپاره لوړپوړی بحث په لاره واچول شو.

د هندوستان او اروپايي اتحادیې 16مه ناسته د اروپايي اتحادیې د شورا پرتګالي ریاست نوښت و. دلته، لومړی وزیر موډي (ښي) د پرتګال لومړي وزیر سره د 2019 کال ډیسمبر 19 کله چې د پرتګال لومړي وزیر د هندوستان څخه لیدنه وکړه

د اتصالملګرتیا

د دې ناستې بله لویه لاسته راوړنه ”د پایداره او جامع اتصال ملګرتیا ده چې، د ډیجیټلي پراختیا، انرژي، ټرانسپورټ او د خلکو-خلکو منځ اړیکي، د نړیوالو قوانینو ساتلو او د نړیوالو معیارونو په رعایت او د ډیموکراسي، آزادي، د قانون حاکمیت او نړیوالو ژمنو درناوي په ګډ ارزښتونو ټینګار باندې پام کوي.“ دا ملګرتیا به د تلپاتې ټولنیز، اقتصادي، مالي، اقلیمي او چاپيرېال ساتنې ټول اصول مراعتوي. دا ملګرتیا د هندوستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د پروژو، په ځانګړي ډول د دریمې نړۍ هیوادونو او افریقا، منځنۍ آسیا او هندو-پاسفیک سیمو کې د پروژو له لارې د پراخې همکارۍ وړاندوینه کوي.

طب، څو اړخیزوالی او نور ګډ ټکي

دا چې دا دوه اړخیزه ناسته د کروناویروس وبا پرمهال ترسره شوه، هندوستان او اروپايي اتحادیې ژمنې وکړې چې نړیوالو روغتیایي بېړني حالاتو لپاره تیاری ولري او پر وخت ځواب ورکړي. هغوی د اړین طبي موادو، واکسین، فعاله دارويي ترکیبونه (API) او داسې نورو تامین برخه کې دهمکاري هوکړه وکړه. د څو اړخیزوالي پراختیا برخه چې تېرو څو کلونو کې ټکنۍ شوې وه، دواړو خواوو د نړیوال اقتصادي حکومتولۍ په ځانګړي ډول، نړیوال سوداګریز سازمان (WTO)، نړیوالې روغتیا سازمان (WHO) او G20 برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ. هغوی تصمیم ونیو چې د هندوستان-اروپايي اتحادیې لوړپوړو چارواکو بحث جوړ کړي ترڅو د سوداګرۍ او پانګونې لوړپوړي بحث تر نظارت لاندې د WTO موضوعاتو په تړاو دوه اړخیزه همکاري لا ژوره شي. د فضا، ټرانسپورټ، ډیجیټلي بدلون، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، کوانټم او د لوړې وړتیا کمپیوټنګ، 5G، د شخصي معلوماتو ساتنې او شخصي حریم، بريښنايي-حکومتولۍ حللارې، د پوهنې، څیړنې، ساینس او تکنالوژي برخو کې د خلکو-خلکو تبادلې، او د معلوماتي تکنالوژي، چاپیرېال، اقلیم، روغتیايي پاملرنې، سوداګري او ټوریزم برخو کې د مسلکي فعالیتونو د همکارۍ پراختیا تصمیمونه د مشرانو لخوا ونیول شول.

په نړیوالو چارو کې، دواړو خواوو د اوبو قانون کې د ملګرو ملتونو کنوانسیون (UNCLOS) په شمول د نړیوال قانون پر بنسټ خپلو ژمنو باندې ټینګار وکړ چې آزاد، خلاص، ټولشموله او قانوني هندو-پاسفیک فضا، چې ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی، ډیموکراسي او د قانون تابعیت، شفافیت، د کښتۍ چلولو او الوتنې آزادي، بې خنډه قانوني سوداګري، او د منازعو سولیز حل لارې ولري.په 2018 کال کې د شانګري-لا بحث پر مهالد لومړي وزیر موډی بیان له مخې، د هندوستان هندو-پاسفیک لیدلوری هم دې ژمنو سره پوره همغږي لري. د اروپايي اتحاديي د هندو-پاسفیک ستراتیژي وروستي بیان ته په کتنې، دواړو خواوو هوکړه کړې چې دې برخه کې خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي. اروپايي اتحادیې د هندوستان هندو-پاسفیک بحري نوښت ستاینه وکړه، دا نوښت په هندو-پاسفیک سیمه کې د نړیوالې همکارۍ او همغږۍ پراختیا لپاره په لاره اچول شوی دی.

لومړی وزیر موډي په سینګاپور کې د 2018 کال IISS شانګري-لا بحث کې خبرې کوي

دواړو خواوو د نه خپراوي او خلع سلاح په شمول، نړیوال امنیت، د ټروریزم پر وړاندې جګړه، افراط ګرايي، د تاوتریخوالي ډک افراطیت او د بحري امنیت او همدارنګه د سایبر او نورو تهدیدنو پر وړاند د مشورې له لارې د پیاوړې همکاریو لپاره خپلې ژمنې بیا را تازه کړې. هغوی په خلاص، آزاد، ثابت او خوندي سایبري فضا باندې ټینګار وکړ، او په کلکه یې ټروریزم وغانده او یادونه یې وکړه چې لازمي ده، د تاوتریخوالي او ټرویریزم لاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي. د اقلیم بدلون، تنوع کموالی او ککړتیا هغه ارزښتناکه نننګونې دي چې مشران یې پر وړاندې ژمن پاتې دي. هغوی د پاریس هوکړې د موخو لاسته راوړلو، د اقلیم بدلون کموالي پیاوړتیا او د اقلیم بدلون اغیز پر وړاندې تیاری او مقاومت، د مالي لارو په شمول د پلې کولو لارو برابرولو ارزښت باندې هم ټینګار وکړ. د اروپايي اتحادیې+27 ناستې د نوښت ویاړ د اروپايي اتحاديي پرتګالي ریاست دی. د پرتګال لومړي وزیر انتونیو کوستا د هندوستان لپاره په خپلو ګرمو احساساتو ټینګار وکړ چې په ورته وخت کې یې یو لاس کې د پرتګال پاسپورت او بل لاس کې د هندوستان OCI (د هندوستان بهرمېشته اوسیدونکی) کارت نیولی و. د ناستې په ترڅ کې هندوستان او اروپايي اتحادیې تصمیم ونیو چې په خپلو هیوادونو او نړۍ کې د سولې، امنیت او ثبات ټینګولو برخه کې پراخه ونډه واخلي. دا ناسته د هغو وعدو تازه پیل دی چې له امله یې هندوستان او اروپايي اتحادیه راتلونکي کلونو کې اوچت ځایونو ته رسیدلای شي.

د آشوک سجندار لیکنه

سفیر آشوک سجنهار د هندوستان بهرني خدمتونو لپاره د درې لسیزو راهیسې کار کوي. هغه قزاقستان، سویډن او لاتیویا هیوادونو کې د هندوستان سفیر په توګه کال کړی او د نورو هیوادونو په شمول یې واشنګټن ډي سي، بروکسل، ډاکه او بنګکاک کې ډیپلوماتیکې دندې ترسره کړي دي.
error: Content is protected !!