همکاري

د هندوستان او بنګلدیش 50 کلنه ملګرتیا

مسله 02, 2021

د هندوستان او بنګلدیش 50 کلنه ملګرتیا

د هند لید |لیکوال

مسله 02, 2021


د 2021 کال مارچ میاشت کې د هندوستان لومړي وزیر دوه ورځیني سفر د بنګلدیش هیواد ته د بنګلدیش خپلواکۍ ورځ لمانځنې، د بنګلدیش خواریکښ رهبر بنګابندو شیخ مجیب الرحمن د زوکړې ورځ سلیزې لمانځنې او همدا راز د هندوستان او بنګلدیش بریالۍ ډیپلوماتیکو اړیکو 50مې کلیزې سره سمون خوري

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي په دې وروستیو کې د بنګلدیش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه په بلنه د بنګلدیش څخه لیدنه وکړه. د دواړو هیوادونو پیاوړې اړیکو – فرهنګي او تاریخي – برسیره چې دوه هیوادونه یې سره لري، د دې سفر اصلي موخه د بنګلدیش خپلواکۍ یا ازادۍ لمانځل او دې سره د بنګابندو شیخ مجیب الرحمن د زوکړې سلیزې لمانځل و. شیخ د بنګلدیش ازادۍ مبارزې رهبر او د بنګلدیش هیواد اول لومړی وزیر و. دوه ورځینی سفر (د مارچ 26 او 27)، چې په مارچ 2020 کال کې د وبا پيل څخه د لومړي وزیر موډي لومړی نړیوال سفر و، او همدا راز دا سفر د دواړو هیوادونو ډیپلوماتیک اړیکو جوړولو 50مې کلیزې سره هم سمون خوري.

Indian Prime Minister Narendra Modi offered prayers at the revered Jeshoreshwari Kali Shaktipeeth in Satkhira, Bangladesh, during his twoday visit to Bangladesh;
لومړي وزیر موډي بنګلدیش ته د خپل دوه ورځیني سفر پر مهال د بنګلدیش، ساتکیرا، جیشوریشواري کالي شاکتیپیټ کې

په ټولیز ډول دا سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د هغو اړیکو لمانځل و چې په راتلونکي کې په څو برخو کې دوه اړخیزه همکاري درلودلو لپاره اجندا جوړه کړه.لومړی وزیر موډي د لسمې او ورپسې ورځ میلو مشر میلمه و چې څو فرهنګي برنامې یې لرلې.د دواړو ګاونډیو هیوادونو ګډ تاریخ لمانځلو او د هندوستان وسلوال ځواک هغو منسوبینو د یاد لپاره چې د بنګلدیش ازدۍ جګړه کې یې په 1971م کال کې سرښندنه وکړه، یو یادګاري څلی د بنګلدیش، براهانبریا په اشوګنج کې جوړ شو. د دې څلي د بنسټ تیږه د لومړي وزیر موډي د سفر پر مهال کیښودل شوه.

Indian Prime Minister Narendra Modi (extreme left) and his Bangladesh counterpart Sheikh Hasina (centre) jointly inaugurated a digital exhibition on Bapu (Mahatma Gandhi) and Bangabandhu Sheikh Mujibur Rahman
د هندوستان لومړی وزیر نریندرا موډي (تر ټولو کیڼ) او د هغه بنګلدیشۍ سیاله شیخ حسینه (مرکز) په باپو (مهاتما ګاندي) او بنګابندو شیخ مجیب الرحمن باندې په ګډه یوه ډیجیټلي ننداره پرانیسته

بنګلدیش هیواد ته د لومړي وزیر موډي سفر پرمهال د نښلولو پراختیا او د لرغونو لارو بیا جوړولو کې دوه اړخیزه همکاري په لومړیتوب کې شوه، دا لارې د وخت په تیریدو له منځه تللې وې. همداراز دواړو هیوادونو اعلان وکړ چې د مجیب ناګر (بنګلدیش) او نادیه (د هندوستان لویدیځ بنګال) تاریخي سړک بیا سره ونښلوي او د شادینوټا شوروک په نامه یې ونوموي. دې سفر کې د اوسپنې پټلۍ نوي خدمتونه (میټالي ایکسپریس) پرانیستل شول چې ډاکه (د بنګلدیش پلازمینه) او نوی جلپایګوري (لویدیځ بنګال، هندوستان) سره نښلوي ترڅو د خلکو – او – خلکو اړیکې لا پیاوړې شي. د سفر پر مهال لومړي وزیر موډي په ډاکه کې د خپل بنګلدیشي سیالې شیخ حسینه سره د بنګابندو نړیوال کنفرانس مرکز کې د بنګابندو-باپو موزیم پرانیست.د ورته ژبې او کلتور، او ګډ تاریخ په پایله کې، د هندوستان او بنګلدیش دوه اړخیزه اړیکې د خلکو–او–خلکو ترمنځ ژورې ریښې لري او یوازې د ستراتیژیکو اړیکو پولو پورې تړلې نه دي. لومړي وزیر موډي د خپل لیدنې پرمهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د ځوانانو د وصل په لارو تاکید وکړ. دې لپاره ځینې کلیدي نوښتونو څخه د سوارنا جایانتي سکالرشیپ دی چې بنګلدیشي ځوانان کولای شي په هندوستان کې درس ووايي. د بنګلدیش نظامي محصلینو قومانداني (BNCC) او د هندوستان نظامي محصلینو قومانداني (INCC) ترمنځ یو هوکړه لیک پدې موخه لاسلیک شو چې د دواړو هیوادونو ځوانانو ترمنځ اړیکې لا غښتلې شي.

During his visit, PM Modi met with political leaders from Bangladesh to discuss diverse issues of India-Bangladesh bilateral relations
لومړي وزیر موډي د خپل سفر پر مهال د بنګلدیش سیاسي مشرانو سره ولیدل ترڅو د هندوستان-بنګلدیش دوه اړخیزه اړیکو په بیلابیلو موضوعاتو بحث وکړي

د هندوستان ختیځ عملي تګلارې کې، چې د ASEAN هیوادونو او نورو هیوادونو سره په هندو-پاسفیک سیمه کې لا ښه نښلود رامنځنته شي، چې دې کې بنګلدیش د کلکې پایې په توګه راڅرګند شوی. پداسې حال کې چې ګډ تاریخ یې لارښوونه کوي او راتلونکي ته سترګې په لار دي، د دواړو ګاونډیو ترمنځ دوه اړخیزه اړیکې مخ پر اعتماد او ستراتیژیک او اقتصادي لومړیتوبونو ولاړې دي. بنګلدیش هیواد ته د لومړي وزیر موډي سفر لا نور هم دا اړیکې پیاوړې کوي چې د سویلي آسیا پراختیا او د سیمې خلکو ترمنځ ښیګڼې همکاري موخې ته به لا نږدې شي.

error: Content is protected !!