همکاري

هندوستان په شمالي قطب کې

مسله 01, 2021

هندوستان په شمالي قطب کې

ډاکټر چیتانیه ګیر |لیکوال

مسله 01, 2021


هندوستان د شمالي قطب شورا لومړۍ دنده کې د نظارت کوونکي په توګه لویه بریا لرله. او د بیا ټاکل کیدو سره هندوستان اوس کولای شي په قطبي سیمه کې د چاپیریال ساتنې ثبات پرمختګ لپاره دې نړیوال سازمال رول کې ډیر څه ترسره کړي

په 2019 کال کې بیا ځلي هندوستان د شمالي قطب شورا ناظر غړي په توګه وټاکل شو، دا سازمان د اته ساحلي ملتونو څخه جوړ دی چې د شمالي قطب غړو هیوادونو ترمنځ د همکاري، همغږي او یو بل سره اړیکو ساتلو، د دوی سیمه ایز نفوس، او نورو اوسیدونکو دوامدار پرمختګ او چاپيریال ساتنې پراختیا لپاره کار کوي. د لومړي ځل لپار پنځه نورو هیوادونو سره په ګډه هندوستان ته په 2013 کال کې د نظارت صلاحیت ورکړل شو. هندوستان په خپله تیره دوره کې د شمالي قطب شورا غاړې غونډو ته ځانګړی لاسرسی درلود او د چاپیریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون وزارت د شمالي قطب کډوالو مرغانو نوښت (AMBI) کې ځانګړي کارونه کړي، د شمالي قطب شورا په چوکاټ کې یې د شمالي قطب نباتاتو او حیواناتو خوندي ساتنې لپاره هم کار کړی. وزارت همداراز د کډوالو مرغانو مطالعو او خوندي ساتلو کوښښونو سهولت برابر کړی چې شمالي ژمي موسم کې هندوستان ته سفر کوي. د هندوستان AMBI تجربې د اوسني ګاندي ناګر اعلامیې پیژندلو کې مرسته وکړه، چې ایکولوژيک نښلود یې د کډوالو نوعیتونو کنوانسیون لومړیتوب دی. د 2020 کال فیبروري میاشت کې هندوستان په ګجرات پلازمینه ګاندي ناګر ښار کې د ملګرو ملتونو چاپیریال پروګرام دیارلسم کنفرانس (UNEP-COP-13) لاندې د کډوالو ډولونو کنوانیسیون کوربه و. دا کنوانسیون یو ګټور عملي پلان جوړ کړ ترڅو د آسیا، افریقا، ایوارسیا او امریکايي هوايي لارو کډوالو مرغانو وژلو او سوداګري مخنیوی وکړي، او داسې ایکولوژيک خوندي ساتنې قواعد یې وضع کړل چې د ملګرو ملتونو چاپیریال ساتنې ټولو غړو باندې د تطبیق وړ دي. د ګاندي ناګر اعلامیه کیدای شي د ارکتیک شورا سره د لږو اړیکو پایله کې ډیره لویه بریا وي. خو اوس هندوستان د پخوا څخه ډیر څه لري چې د ارکتیک شورا سره یې شریک کړي.

د اقلیم بدلون برخه کې د هندوستان یو کار د سولر نړیوالې اتحادیې (ISA) بنسټ کیښودل و. لومړي وزیر موډي (ښي خوا) د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون سره د ISA بنسټ کیښودلو کنفرانس پر مهال د 2018 کال مارچ په 11مه، نوی ډیلي

هندوستان د اقلیم بدلون نړیوالو عملي اهدافو ژمنو سرته رسولو کې په لویه کچه بریالی و. په 2015 کال کې هندوستان د 121 هیوادونو ایتلاف پرمخ ویوړ چې د سولر نړیواله اتحادیه یې جوړه کړه. په 2019 کال کې، هندوستان د زیربناوو پياوړي کولو او پيښو مخنیوي یو څو سکتوري نړیوال ایتلاف مشري په غاړه واخیسته چې ایکولوژيک، اقتصادي او ټولنیزې زیربناو ساتنه کوي. د هندوستان ځنګلونو سیمې د تیرو کلونو په پرتله ډیرې شوي، او لوی چټلوونکي صنعتونو ژمنه کړې چې په دې لسیزه کې په فعاله توګه د تلپاتې پرمختګ هدف ته ځان ورسوي. هندوستان سره له دې چې د نړۍ په کچه د هر کس پر سر لږ کاربن تولیدوي، بیا هم دا ټول کارونه کوي.د 2020 کال وروستیو کې، هندوستان خپل اقلیمي بدلون پرمختګونه ریکارډ کړل چې د 2015 کال پاریس هوکړه کې ژمنه کړې وه، یو د څو هیوادونو او یواځینی لوی اقتصاد شو چې دا کار وکولای شي. د ځمکې په لور د هندوستان الهام بخښونکی باور، لکه څنګه چې لومړي وزیر نریندرا موډي د 2020 کال نومبر میاشت G20 غونډه کې ورته اشاره وکړه، د باوجدان اقتصادي ځواک په توګه د دوی کوښښونو ښکاروندویې کوي. دا وجدان هندوستان د دې وړ بولي چې د ارکتیک شورا غړو او ناظرینو سره مساوي ملګری پاتې شي. هندوستان د معاصري ارکتیک ملي تګلارې جوړولو پرمختللې پړاو کې دی. د دې تګلارې چوکاټ به په سیمه کې د هندوستان فعالیتونو او همکاریو ښکارندویې وکړي. د دې تګلارې تحکیم به د هیواد دننه پیاوړي تخنیکي، ساینسي، اقتصادي، مالي، او ستراتیژيک ظرفیتونه جوړ کړي، چې د ارکتیک شورا کې به د هندوستان رول لا ګټور کړي. هندوستان د ارکتیک شورا ټولو غړو سره صمیمي او ګټورې دوه اړخیزې اړیکې لري. دا دوه اړخیزه اړیکې په ارکتیک کې د هندوستان اقتصادي او ستراتیژیکو اړیکو اصلي لامل ګڼل کیږي.

د قطب تنوع ساتل د آرکتیک شورا لپاره د پام وړ ټکی دی. (د پورته څخه د ساعت په دوران برابر) قطبي ګیدړ، د اوبو ږیرور خوګ، قطبي خرس او واورین کنګان یو څو هغه ډولونه دي چې قطب سیمې پورې اړوند دي.

هندوستان د فنلڼد سره د چاپيریال ساتنې او تنوع خوندیتوب برخه کې د همکارۍ تړون لري، چې د 2020 کال نومبر میاشت کې لاسلیک شوی. د 2015 کال راهیسې هندوستان او د امریکا متحده ایالتونه د اقلیم او پاکې انرژي همکاري ګټوره همکاري ساتلې.د 2021 کال مې میاشت کې به روسیه د آرکتیک شورا نوې رئیس په توګه وټاکل شي، او په دې دوره کې به هندوستان د ناظر په توګه خپله لسیزه پای ته ورسوي او خپلې قطبي موخې به د شورا نورو غړو ځینو فکرونو سره په انډول برابر کړي. هندوستان په فعاله توګه د صنعتي میتان او تور کاربن ګازونو، او چاپيریال باندې د دوی ناوړه اغیز کموالي لپاره کار کړی. دا غږ د شورا ارکتیک چټلونکو عملي پلان کې هم ځای لري. هندوستان د شورا نورو غړو سره فعاله رول لوبولی شي ترڅو د هایدروجن انرژي تکنالوژي ستراتیژيک اسیايي لاره جوړه کړي. او همدا راز د هندوستان د سولر نړیوالې اتحادیې مشري کولی شي د هیوادونو سره مرسته وکړي ترڅو پاک شین هایدروجن د لمر انرژي څخه تولید کړي، چې دې سره د هندوستان د انرژي او سوداګریزو ګټو خوندیتوب ژمنې د ارکتیک سیمه کې تثبیتیږي چې ورسره د نړیوال چاپيریال ساتنې وضع شوي اصول په پام کې نیول کیږي.

ډاکټر چیتانیه ګیر

ډاکټر چیتانیه ګیري د فضا او بحري مطالعو پروګرام، ګیټوې هاوس (د بهرنۍ تګلارې فکري مرکز) څخه دی. د هغه اوسنۍ څیړنه د اوبو او هوا پر سیاست، نوې ځمکني ستراتیژي تکنالوژي، د فضا او اوبو صنعتي ترکیب، او فضایې څیړنو پر ساینس پام کوي.
error: Content is protected !!