همکاري

هند په اوساکا کې: پیاوړی او په انډول برابر

مسله 03, 2019

هند په اوساکا کې: پیاوړی او په انډول برابر

بسواتي موکرجي د |لیکوال

مسله 03, 2019


هند د اوساکا په G20 ناسته کې د ډیجیټلي سوداګرۍ او له اداري فساد سره د مبارزې قوانینو، او د چاپیریال تګلارو څخه نیولی تراقتصادي پرمختګونو، پیاوړی ودرېد. پخوانۍ سفیره بسواتي موکرجي یو څو مهم ټکي په لاندې ډول بیانوي 


G20 د نړیوال اقتصاد حکومتولۍ لپاره د نړیوال میکانیزم په توګه پیژندل شوی، چې ټول لوی اقتصادونه ورکې شامل دي او د وخت په تېریدو سره یو لوی مالي او اقتصادي ګروپ ترې جوړ شوی. چې پخوا ورته د مالي مارکیټونو او پیاوړو اقتصادونو ناسته ویل کیده او د نړۍ 80 سلنه GDP نمایندګي کوي، G20 تل کوښښ کړی چې پیاوړې اقتصادي وده ولري. په وروستۍ ناسته کې یې د اقلیم بدلون او انرژۍ، روغتیا، د ټروریزم پر وړاندې مبارزه او کډوالۍ په شمول پام پراخه نړیوالو موضوعاتو ته واوښت.

(کی left نه ښیې): د درې اړخیزې غونډې په جریان کې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاپان له لومړي وزیر ، شینزو ابي ، او د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره.

بشپړ انډول

د G20 چې د 2019م کال د جون میاشت په 28 او 29 په اوساکا جاپان کې وشوه، لومړۍ ناسته وه چې په جاپان کې د لومړي وزیر شینزو آبې تر مشرۍ لاندې کیږي. د بحث لپاره اته برخې ټاکل شوې وې چې عبارت دي له: نړیوال اقتصاد، سوادګري او پانګونه، نوښت، چاپیریال او انرژي، کار مونده، د ښځو پیاوړتیا، پرمختګ او روغتیا. پداسې حال کې چې سرمشریزه د امریکا متحده ایالتونوچین سوداګریز جنګ باندې بوخته وه، د هند لپاره د پیاوړې ډیپلوماټیکو بریاوو څخه ډکه وه. په خپل ځای کې ولاړ لومړي وزیر نریندرا موډي د امریکا متحده ایالتونو فشارونو پر وړاندې، په ډیجیټلي سوداګرۍ کې د 50 ملتون څخه ملاتړ شویو بدلونونو پر وړاندې د پیاوړي غږ په توګه اوچت شو. غوره کار د دوه اړخیزه مذاکراتو پر وخت د لویو ځواکونو تر منځ د بشپړ انډول ساتل و.  لومړي وزیر موډي د نړۍ مشرانو سره د غونډې په څنډو کې یو لړ انفرادي او ډله ایزې ناستې لرلې. لومړي وزیر د چین او روسیې ولسمشرانو او د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې سره ناستې لرلې.

د هند د پام وړ

په G20 غونډه کې د هند لیدلوري د هند شیرپا، د سوداګرۍ اتحادې پخوانۍ وزیر سوریش پرابو لخوا د غونډې وروسته د هغه خبرو کې مطبوعاتو ته وړاندې شو. شیرپا د یو مملکت شخصي نماینده ته ویل کیږي چې هغه ته به نړیوالو ناستو کې زمینه برابروي.  د هند انديښنه د وړ کیفیت زیربنا او نړیوال مالیاتو وروستی منل شوی تعهد دی چې د مالیې عملي ځواک FATF اسټانډارډونه د مجازي پانګو لپاره وکاروي. په نړیواله کچه د فساد پروړاندې مخنیوی باندې بحث وشو. د اقلیم بدلون په برخه کې هند د کمولو مسله او همدارنګه د تطبیق مسله په ګوته کړه. د انسان ننګونه چې مهاجرت په غور سره پرې بحث وشو. په پای کې، لومړي وزیر موډي د هند رول د ټولو لپاره په ګټور بدلونونو کې چې د هند نوي نوښت (سبکا سات، سبکا ویکاس) د یوه په چلند کې تغیر د ټولو لپاره ګټور دی. د اوساکا ټولنه په پراخه ډول دې اندیښنو ته د اقلیم بدلون په شمول د حل لاره پیدا کوي. یو جدا پرګراف د اوساکا په قطع نامه کې ولیکل شو ترڅو د امریکا متحده ایالتونه د میز په سر راوړي. دا په بل اړخ وايي: د امریکا متحده ایالتونه په خپل تصمیم شکمن دي چې د پاریس د هوکړې څخه بهر شي ځکه چې امریکايي کارګرو او مالیه ورکوونکو ته په ګټه نه ده.

(کی left اړخ ته) د چین ولسمشر شي جینپینګ ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ، د برازیل ولسمشر جیر بولسناریو ، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامفاوس په آساکا کې د G20 سرمشریزې غونډې په ترڅ کې د لاسونو ټکان وخوړ.

د ډیجیټلي سوداګرۍ دریځ

  یوه بله مساله د جاپان لخوا یو نوښت و (ویې منئ یا یې پریږدئ) متن د ډیجیټلي سوداګرۍ لپاره د G20 ټولو هیوادونو ته د تائید لپاره وړاندې کړ، او اوساکا لارې د څوګونې بحثونو له لارې 50 هیوادونو سره خبره کړې وه. هدف دا و چط د معلوماتو لیږد اسانه شي، د معلوماتو د ځای معلومول منع شي او د نورو په منځ کې د کلوډ محاسبه منع شي. دا بحثونه هیڅکله هم د سوداګرۍ نړیوال سازمان WTO نه و تائید کړي. هند د سویلي افریقا او اندونیزیا سره د اوساکا لارې پر وړاندې لاریون وکړ. دې هیوادونو فکر وکړ چې د اوساکا لاره د سوداګرۍ نړیوال سازمان اصلي ارزښتونو ته تاوان رسوي او د اجماع پر بنسټ به تصمیمونه نیسي. د دې پرځای هند او سویلي افریقا د مصالحې یو متن وړاندې کړ. د G20 هیوادونو مشران د نوي اعلامیې سره راضي شول، نوښت: ډیجټلي کیدل، د معلوماتو وړیا لیږد د باور سره. دې اطمینان ورکړ چې د G20 به د هند او سویلي افریقا سره موافق وي ترڅو ټولشموله، دوامداره، امن، د اعتبار وړ او د نوښت ټولنه د ډیجیټلي کیدلو او د نوي ټکنالوژي په کارولو لاسته راوړي. هند او اکثرو مخ پر ودې هیوادونو تاکید وکړ چې ژبه باید شامله شي ترڅو د بحراني عمل کارولو کې د معلوماتو ګټور استعمال وي، د اقتصادي ودې توان ورکوونکي په توګه کار وکړي، پرمختګ او ټولنزې روغتیا لپاره ګټه ورسوي. مخ پر ودو هیوادونو خپل ډار ښکاره کړ چې دوی ته به د وړاندیز شوی څوګونې ډیجیټلي سوداګرۍ هوکړې له لارط د ډیجیټلي صنعت د پالیسي ځای ورکولو څخه ډډه وشي. د هند او نورو مخ پر ودې هیوادونو پیاوړې دریځ د ناستې په اعلامیه کې یقیني کړه چې تائید شوې ژبه پکې وي: مونږ د WTO د عملونو پرمختګ لپاره د اړینو اصلاحاتو راوستلو ملاتړ کوو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د چین ولسمشر شي جینپینګ د ډلې عکس وړاندې کوي

د 5G ننګونه

د تمرکز وړ بله موضوع د 5G ټکنالوژي وه، چې د امریکا متحده ایالتونو غوښتي و چې د چین ټلیکام اصلي هواوې 5G شبکه بنده کړي. په رسمي رسنیز خبر کې وویل شو چې هند او د امریکا متحده ایالتونه به د نفوذ ځواک پیدا کړي: د هند ظرفیت په ټکنالوژيکي پرمختګ کې د پيل او ډیزاین او د سلیکان ولي، او د 5G ټکنالوژي پرمختګ کې د هند رول، ددوه اړخیزو ګټو لپاره وي. د ولسمشرانو ټرمپ او شي جین پینګ دوه اړخیزه مذاکراتو څخه وروسته، د چین او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ جګړې کې په هواوې باندې د بندیزونو اسانتیاو سره یو پرختګ شوی. چې دا به د امریکا او چین منځ کې وروستي پریکړې ته ورسیږي کنه، دا به د G20 بله غونډه کې معلوم شي. په عین وخت کې په څنډو کې د ولسمشر ټرمپ او لومړي وزیر موډی ترمنځ هم یوه ناسته وشوه. د ناستې څخه وروسته د هند بهرني سکرتر ویجې ګوکله وویل چې هندي ولسمشر په خپل دریځ ولاړ و. هند د ټرمپ ادارې تصمیم سره تعهد ونکړ چې د هواوې په 5G ټکنالوژي په هیواد کې بندیز ولګوي. هند وویل چې خپل تصمیم به د سوداګرۍ او امنیتي ګټو خوندي کولو لپاره نیسي. د ټولنې څخه د فساد ورکولو لپاره وړاندیز کې هندي نماینده وویل: د فساد پر وړاندې جګړه باید په ټولو کچو کې په ټولو G20 هیوادونو کې د هر هیواد د قانون عملي کولو پر بنسټ وشي. د اوساکا اعلامیې د هند انديښنې په ټولو ارزښتناکو موضوعاتو کې پرځای کړي. دا ښکاره کوي چې د هند انرژي لرونکې ډیپلوماسي پایله به د هیواد لپاره یو لوی نړیوال قدم وي. په اوساکا کې ښکاره شوی دا تغیر یوازې د هند خپل بساینه نه بلکه د قانونو جوړونکي هیله ده، نه د قانون اخیستونکي. پداسې حال کې چې د هند نوی اطمینان په نړیوالو موضوعاتو کې دریځ نیول لومړی ځل د 2018 کال G20 ناسته کې د ارجنتاین په بیونیس ایریس کې ولیدل شو، سږکال هغه ځای نور هم پیاوړی شو. د 2022 کال د G20 غونډې کوربه به هند وي، او دا تغیر به سرته ورسوي او د هند به د نوي نړیوال ځواک په توګه څرګند شي.

د جاپان په اوساکا کې د G20 ناستې 2019 غړو غړو هیوادونو کې د هیوادونو مشران

بسواتي موکرجي د

بسواتي موکرجي د 2010 کال څخه تر 2013 کال پورې په هالنډ کې د هند سفیره وه. او همدارنګه د 2004 څخه تر 2010 پورې په UNESCO کې د هند دایمي استازې وه. هغه د بهرنیو خدماتو انسټیټیټونو کې په بهرنۍ تګلارو، خالی سلاح کیدل او ستراژیکو چارو لیکچرونه ورکوي.
error: Content is protected !!