سفر

د بودا په پل

مسله 06, 2020

د بودا په پل

انوراګ ملک او پریا ګنپتي |لیکوال

مسله 06, 2020


په دې وروستیو کې د اوترپردیش کوشیناګر هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو پرمخ پرانیستل شو، چې دې سره د نړۍ بیلابیلو برخو څخه د سیلانیانو او زایرینو د راتګ اسانتیا برابره شوه. له همدې کبله د ایالت بودایي مذهب هغو سپیڅلو مرکزونو ته یوه لنډه کتنه لرو چې د لاسرسي وړ دي

د نړۍ په ځینو برخو کې بودایان د بودي ورځ (د ډیسمبر 8) لمانځي، دا هغه ورځ ده چې ویل کیږي سیدارتا ګاوتما د بیهار بودګایا کې د بودي ونې لاندې خپل روحانیت ته رسېدلی چې ورڅخه بودا جوړ شو. په داسې حال کې چې بودګایا د بودايي مذهب غوره ځای بلل کیږي خو اوتر پردیش هم د بودايي څلورو مرکزونو څخه د دوو مرکزونو ځای دی: سرنات (چې بودا هلته خپله لومړنی بیان واوروه) او کوشی ناګر (چې بودا هلته مهاپرینیروانا ته ورسید). په دې برسیره د کوشي ناګر هوايي ډګر په وروستیو کې د نړیوال مرکز په توګه اعلان شو او اوترپردیش مذهبي مرکزونه هم د سیلانیانو لپاره د تګ راتګ غوره فرصت ګڼل کیږي. دلته مونږ د بودا سفر د لومړي ځای څخه د وروستي ځای پورې د هغه سفر ته یوه لنډه کتنه لرو.

سرنات

وروسته له هغه چې بودا روحانیت ته ورسېد هغه سرنات ته ولاړ چې د کوشي ناګر څخه 229 کیلومتره لرې پروت دی. د سرنات د هوسیو پارک کې خپلو پنځ زده کوونکو ته خپل لمړی بیان واوروه، هغه دا زده کوونکي نږدې د چوکاندي سټوپه کې لیدلي و. بودا په خپل لومړي بیان کې د اصلیت څلورو حقیقتونو او اته اړخیزه لارې په اړه خبرې وکړې چې خلک د رنځیدلو څخه ازادوي. بودا د خپل سنګا (د بودا د زده کوونکو سازمان) بنسټ په سرنات کې کیښود. 34 متره لوړ دامیک سټوپا د بودايي مذهب عمومي ځای دی، ځکه چې هغه دقیق هماغه ځای دی چې بودا هلته خپله لومړنی وینا واوروله. بل د خلکو جذبونکی څیز په سرنات کط د اشوکا بنا ده. چې د امپراتور اشوکا لخوا د 272 او 232 م کلونو ترمنځ جوړه شوې، ویل کیږي چې دا نوراني بنا د بودايي سنګا بنیاد ایښی. یو ځل پر دا پایه (بنا) زمری کیښودل شو، چې په 1950 کې د هندوستان ملي نښې په توګه ونومول شو. نن، د زمري ککره د سرنات موزیم کې لیدل کیږي.

راهبان په سرنات کې د ډامیک سټوپا په لور روان دي. دا هغه ځای دی چې بودا د نوې مذهب اختیارولو وروسته هلته خپل لومړنی بیان ورکړی

کاوشمبي

د کوشیناګر، کاوشمبي څخه شاوخوا 378 کیلومتره لرې پروت دی، چې یو وخت واتسا سلطنت پلازمینه وه، د پخواني هندوستان یو له 16 مهاجاناپاډاس څخه و، او د بودا د سفر بله دمه وه. هغه د خپل مذهب پیل څخه وروسته خپل شپږم او نهم کال هلته تیر کړ. هغه په کاوشمبي کې څو بیانونه ورکړل او هلته یې د بودایي مذهب لوړې زدکړو مرکز بنسټ کیښود. کیندنې هلته د اشوکا یوه پایه د یو پخوانۍ کلا او د ګوسیتارام عبادت خونه ښکاره کوي.

سرواستي

د راپتي د سیند پر غاړه د کوشیناګر څخه 237 کیلومتره لرې پروت دی، سرواستي د پخواني کوسالا سلطنت پلازمینه وه. د سیمه ایزې پوهې پر بنسټ، سرواستي، سرواست په نامه نومول شي چې یو خیالي پادشاه و چې بنیاد یې ایښی. دا ښارګوټی، څو لرغوني ګنبدونه، عبادت خونې او ښکلي مندرونه لري، چې بودا یې د 20 کلونو لپاره وساته او د هغه کلني ښکلی باراني موسم و. سرواستي هغه ځای دی چې ویل کیږي بودا هلته خپلې لویې معجزې ښکاره کړي دي. سرواستي هغه ځای دی چې بودا د انګولیمال (انګولیمالا) سره مخ شو او هغه یې د غل څخه په پنډیټ بدل کړ. د انګولیمال غار د سیلانیانو مشهوره ځایونو څخه دی. لیدونکي په سرواستي کې د انند بودي ونه هم لیدلی شي. دا ښار کې د دوه جوړه کلیو ساهیتماهیت ویجاړې پاتې دي. د ماهیت د لیدلو وړ دوه ځایونه د پاکي کوټي (دایمي کوټه) او کاچي کوټي (موقتي کوټه) دي. په سرواستي کې د لیدلو وړ بل څیز د نړۍ سولې ډیر غټ زنګ دی چې د جاپانیانو په مرسته جوړ شوی. د لیدلو بل ځای د تایسریلانکامیانمارچینکوریا بودايي مندرونه، د شوبنات مندر او د سوارنا ګنډا کوټي دي.

د مهاپرینیروانا مندر او سټوپا په کوشي ناګر کې د انګلیسي لرغون پيژندونکي ACL کارلیل تر نظارت لاندې په 1867-77 کې کیندنې وشوې

کوشي ناګر

د بودایزم ارزښت لرونکی ځای، کوشي ناګر چې بودا هلته خپل جسمي خواهشاتو څخه تیر شو او مهاپرینیروانا ته ورسید. د مهاپرینیروانا مندر، چې کیندنه یې په 1876 کې ترسره شوې، زرګونه روحانیون، بودایي مذهبه او سیلانیان ورته هرکال د لیدنې لپاره راځي، او د بودا 6.1 متره اوږده طلايي مجسمه ده. دا مجسمه د شګلنې تیږې د بودا داسې څیره ښکاره کوي چې خپل په راسته اړخ ارام کوي او مخ یې د لویدیځ په لور وي. د پخواني اثارو موندونکو چې مندر وموند هلته نږدې یې یوه سټوپا هم وموندله. کیندنو کې یو مسي کاسه هم وموندل شوه چې پخوانی براهمي لیکنې یې لرلې، چې داسې ترې معلومیدل چې د بودا پاتې شوني هلته د خاورو لاندې شوي و. د مندر څخه د تیږې اچولو فاصله کې د متاکور عبادت خونه موقعیت لري چې د بودا مجسمه د تورې تیږي څخه جوړه شوې او د بومي سپارشه مودره (د ځمکې سره نښتی) له سره وښکل شوه. داسې باور کیږي چې دا هغه ځای دی چې بودا هلته خپل وروستی بیان ورکړی. د 49 فوټه په لوړوالي رامابهار سټوپا نږدې هغه ځای دی چې د بودا جسد هلته سوځول شوی.

د وټ تای مندر، په کوشي ناګر کې د بودايي مذهب اصلي ځایونو څخه دی، داسې ویل کیږي چې لومړی د ځنګل عبادت خونې په توګه جوړ شوی و نو ځکه د شنو ونو منځ کې موقعیت لري

انوراګ ملک او پریا ګنپتي

پ رسنیو کې لکه اعلاناتو، راډیو، فلم او انټرنیټ کې د کار کولو وروسته انوراګ ملیک او پریا ګنپتي دواړو خپلې دندې پريښودې ترڅو د سفر په لیکنو کې مهارت او تخصص پیدا کړي. په بنګلور کې دواړه د ریډ سکرب ټراول او میډیا په نامه د سیلانيانو سفر او حل لارو یوه کمپنۍ لري.
error: Content is protected !!