بشریت سره مرسته
هندوستان د لوی واکسین تولیدونکي هیواد په توګه خپلو ګاونډیو او ملګرو هیوادونو ته د واکسین مایتري ماموریت په ترڅ کې د کویډ – 19 واکسینونه ډالۍ کوي، او په نړیواله کچه د هندوستان دا کوښښونه ډیریو ستایلي
د 2014 کال سپتمبر میاشت کې د خپلې لومړنۍ ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې سم د قدرت رسیدلو وروسته، د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي وویل چې د هندوستان بهرنۍ تګلاره د هندوستان زوړ نسل په اصولو، واسو دایوا کوتمبوکام (نړۍ یوه کورنۍ ده) ولاړه ده. هندوستان د کرونا ویروس له پیل، تیر کال څخه دا تګلاره په کلک ډول عملي کړې، ځکه چې لومړی وزیر موډي پر دې پوه شو چې د ویروس ورکولو یواځینی لاره په ګډه کار کول دي.
خلکو ته د هندوستان رسیدل
هندوستان په نړۍ کې د درملو او دواګانو ارزښتناکه تولیدونکي او ملاتړ کوونکي په توګه څرګند شوی دی، چې په نړۍ کې د 200 څخه ډیرو هیوادونو ته درمل صادروي، او تر ټولو لوی مارکیټ یې د امریکا متحده ایالتونه دي. د هندوستان درمل جوړنې صنعت د ټولې نړۍ 60 سلنه واکسین، د امریکا متحده ایالتونو 40 سلنه درمل، او د انګلستان 25 سلنه د درملو تقاضا پوره کوي. د همدې پورته یادشوي دلیلونو له امله هندوستان ته د نړۍ درملتون ویل کیږي.د 2020 کال لومړیو کې د وبا په پيل کې د هندوستان طبی تجهیزاتو لکه د شخصي ساتنې تجهیزات(PPE)، ماسکونه، ویټلیټرونو او داسې نورو تولید کم و. خو په ډیر لږ وخت هندوستان وتوانید د ورځې 300,000 ماسکونه او PPE تولید کړي. هندوستان نږدې 150 هیوادنو ته درمل او طبي تجهیزات ورکړل، او یو شمیر ګاونډیو هیوادونو ته یې طبي ټیمونه ولیږل چې د وبا پر وړاندې د هغوی سره مرسته وکړي.د دې لپاره چې د هندوستان واکسین تولیدي صنعت ډاډمنتیا او ودې او د هندوستان درمل جوړونې وړتیا څخه د پوهاوي او ستاینې لپاره، 64 بهرني سفیرانو او لوړ پوړو چارواکو د 2020 کال ډیسمبر میاشت کې د هندوستان دوه کلیدي حیدرآباد مېشته بایوټیک شرکتونو، بهارت بایوټیک او باولوژيکي E څخه لیدنه وکړه چې واکسینونه یې جوړول.لومړي وزیر موډي د 2020 کال د اکتوبر میاشت کې د ملګرو ملتونو 75 مه ناستې ته د وینا پر مهال وویل چې هندوستان تل د بشریت ګټو ته په درنه سترګه کتلي. هغه لا زیات کړه: د نړۍ لوی واکسین جوړونکي هیواد په توګه، زه نن ورځ غواړم چې نړیوالې ټولنې ته یو بل ډاډ ورکړم؛ د هندوستان واکسین جوړنې او لیږد ځواک به دې کړکیچ پر وړاندې د جګړې په موخه د ټول بشریت سره د مرستې لپاره وکارول شي.

د واکسین ویش لړۍ، مایتري
څرنګه چې هندوستان د نړۍ 60 سلنه واکسینونه تولیدوي، نو مسئولیت دا و چې واکسین نورو هیوادونو، په ځانګړي ډول مخ پر ودې هیوادونو ته واستول شي. د هندوستان ګاونډ په لومړیتوب کې تګلارې له مخې، بوتان او مالدیف لومړي دوه هیوادونه و چې 150,000 او 100,000 هندوستان کې جوړ شوي واکسینونه ورته د 2021 کال جنوري په 20 ورکړل شول. او بیا د 2021 کال جنوري 21 باندې بنګلدیش ته دوه میلیونه او نیپال ته یو میلیون دوزه ورکړل شول. او د جنوري 22 میانمار ته یو نیم میلیون دوزه، سیشل ته 50,000 دوزه، او ماریشیوس ته 100,000 دوزه ورکړل. سریلانکا ته د جنوري 28 باندې 500,000 دوزه ورکړل شو. د سریلانکا ولسمشر، ګوتابایا راجاپاکسا واکسینونو اخیستلو کې موجود و. په همدې ورځ بحرین ته د هندوستان واکسین لومړۍ برخه ورسیدله. افغانستان هم د هندوستان کې جوړ شویو واکسینونو څخه 500,000 دوزه لاسته راوړل.د هندوستان کوښښونو ستایلو کې، د بوتان لومړي وزیر لوټې تشیرین وویل: دا د بشریت ښیګڼې لپاره د لومړي وزیر موډي او هندوستان خلکو سخاوت، همدردي نیک اقدام ښکارندويي کوي. هغه لا زیاته کړه: چې دا خورا ډیر ارزښت لري چې مهم توکي د خپل اړتیاوو پوره کولو وړاندې د نورو سره شریک شي. زاهد مالک، د بنګلدیش د روغتیا او کورنۍ ښیګڼې وزیر وویل چې هندوستان په 1971 کال ازادۍ جګړه او همدا راز د هغه وبا پرمهال د دوی خوا کې دی چې ټوله نړۍ یې ځپلې. هغه وویل: د هندوستان او بنګلدیش ترمنځ دا ریښتینې ملګرتیا ښکاره کوي.د نیپال لومړي وزیر خدګه پرساد شرما اولي د هندوستان لومړي وزیر موډي او هندوستان دولت څخه نیپال ته په دې کړکیچن وخت کې د یو میلیون دوزه کویډ واکسین ډالۍ مننه وکړه چې هندوستان یې لا هم خپلو وګړو ته د ویشلو حال کې دی.شهزاده سلمان بن حماد بن عیسی الخلیفه، د بحرین لومړی وزیر، نایب السلطنه د لومړي وزیر موډي څخه د واکسین لیږدولو لپاره مننه وکړه. هغه وویل چې دا د هندوستان نړیوال سخاوت او د دواړو ملتونو ملګرتیا ښکارندویې کوي. دا ټول پورته توکي په وړیا توګه ویشل شوي. هندوستان نه یوازې واکسینونه وویشل بلکه په ګاونډیو هیوادونو او ملګرو هیوادونو کې یې روغتیايي کارکونکو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ کړل چې د واکسین تطبیق کې یې ورسره مرسته وکړه. برازیل او مراکش (المغرب) دواړو ته یې د جنوري په 22 دوه، دوه میلیونه ورکړل. جیر بولسونارو لومړي وزیر موډي څخه د کویډ 19 واکسین لیږدولو لپاره د هانومانا په یو انځور مننه وکړه چې سنجیواني بوټی (یو ډول ایورویدي درمل) ورسره دی ترڅو د لشکمانا درملنه وکړي، څرنګه چې هندو داستان رامایانا کې راغلي.د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتیریس د هندوستان واکسین تولیدولو ظرفیت غوره پانګه ده چې نړۍ باید د وبا پر وړاندې ورسره جګړه وکړي. د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت، د ماریشیس لومړي وزیر، د نړیوالې روغتیا عمومي مشر، د مایکروسافټ ګډ بنسټ ایښودونکي، بل ګیټس او د نړۍ څو نورو مشرانو د نورو هیوادونو سره د هندوستان د واکسین د ویش لړۍ او مرستې بڼې ستاینه وکړه.
هندوستان به افریقا سره 10 میلیون دوزه واکسین مرسته وکړي او همدا راز به یو میلیون نور واکسینونه د ملګرو ملتونو روغتیايي کارکوونکو سره د نړیوالې روغتیايي ملګرتیا له مخې د GAVI په چوکاټ کې مرسته وکړي. هندوستان به همدا راز عمان، نیکاراګوا، د کارابین او پاسفیک جزیرو ته واکسیونه ډالۍ کړي.د هندوستان دولت د کوښښونو پرته، د هیواد واکسین تولیدونکو کمپنیو او صنعتونو د راپورونو له مخې د سویلي افریقا، سعودي عربستان، بنګلدیش، بحرین، کاناډا او منګولیا په شمول نږدې 90 هیوادونو سره قراردادونه لاسلیک کړي، ترڅو په دې هیوادونو د کویډ- 19 واکسیونونه په سوداګریز ډول وپلوري.د هندوستان د واکسین مایتري ماموریت د نرم او سخت ځوا یو ځانګړی ترکیب دی، او اوس په ځیرک ځواک د بدلون حالت کې دی. دې کې د هندوستان د بشردوستي صفتونه رانغښتي او د دې ترخوا د هندوستان جیوپولیټییک او اقتصادي ګټو سیمه پراخه کوي. هغه ځانګړیتوب چې نظارت کوونکو ولید د هندوستان واکسینونو مرسته کې چټکتیا او سرښندنه وه، ځکه چې دوی خپله په کور دننه ډیره اړتیا لرله. چې دې سره د هندوستان نړیوال اعتبار او ارزښت خورا لوړ شو. د واکسین مایتري ماموریت د هندوستان انځور لا هم پیاوړی کړ چې د نړۍ عاجل کړکیچن وختونو کې چټک ځواب ورکوونکي په توګه راڅرګند شو.