نویزونه

مصؤنیت او طبیعي لاره

مسله 02, 2020

مصؤنیت او طبیعي لاره

ډاکټر رګاویندرا راو |لیکوال

مسله 02, 2020


په معاصرو وختونو کې، چې ژوند په چټکۍ سره روان دی او د درملنې پرمختللې تکتیکونه شتون لري، پرته له دې چې زمونږ وجود پوه شي مونږ په قصدي ډول د خپل بدن دفاعي سیستم باندې کوچنۍ حملې کوو. خو بیا هم د یوګا لرغونی عمل د بدن مصؤنیت لوړوالي، د سالم ژوندانه او داسې نورو لپاره کارول کیږي، په لاندې ډول یوه لنډه کتنه لرو

د انسان بدن تر ډیره خپل سري عمل کوي، خپله ځان خوندي کوي، خپله جوړیږي او ځان ساتنه کوي. د انسان بدن د طبیعت سره اړوند داسې ډیزاین شوی چې د جوړیدو ځايي توانايي لري ترڅو د درملنې طبیعي قوانین ورته د عمل کولو اجازه ورکړي، زمونږه بشپړه روغتیا د ژوند د ټولو کارونو یوه طبیعي پایله ده. د جوړښت دا ظرفیت چې مونږ ته راکړل شوی، دې ته ژوند کول یا مصؤنیت وايي. زمونږ بدن داسې سیستم لري چې عضلات او نسجونه د باکتریا، ویروسونو، مضره پروټین او اکسیډیتیف فشار پر وړاندې د اعصابو، اندوکراین او مصؤنیت سیستم متقابل اغیز له لاري په خپله خوندي ساتي. په نني عصر کې دا سیستمونه په دومداره ډول د چټک ژوندانه، فشارونو، د خوراک غیر صحي عادتونو او ناروغیو سره تړاو لري چې په دوامداره ډول د ننګونو سره مخ دي. د اسانا او پرانایاما یوګا فشار کموي او د بدن مصؤنیت لوړوي ترڅو ساري ناروغیو او حساسیتونو پر وړاندې ځواب ورکړي. د یوګا عملونه د مصؤنیت لوړوالي لپاره ښه پیژندل شوي دي.

یوګا او مصؤنیت

یوګا مرسته کوي ترڅو تاسې د مصؤنیت دا ځواب په مناسب انداز برابر کړئ. مطالعو ښکاره کړې چې یوګا د انفلوینزا وبا په وختونو کې دخلکو د بدن مصؤنیت لوړ کړی دی. یوګا د بشپړ ژوند سیستم دی چې په هندي فرهنګ او دودونو کې ریښې لري. دا یو ډیسیپلین دی چې د یوکس ځاني ځواک په متوازن ډول پرمختللی کوي. اوس د سالم ژوندانه لپاره عملي کیږي. یوګا د روحانیت ارزښتونو، تیراپي اعتبارونو، او د ناروغیو مخنیوي، د روغتیا او د ژوندانه مدیریت ننګونو پراختیا لپاره په نړیواله کچه پیژندل شوې ده. د یوګا او ویدي عملونو ترټولو مشهوره ډول یې چې د اسانا، پرانایاراما او مودراس ګټې لري د سوریا نمسکار یوګا په نامه یادیږي. د سوریا نمسکار یوګا یو لړ 12 حرکتونو څخه جوړه ده چې مخ په لمر سهار وختي اجرا کیږي. د دې یوګا باقاعده تمرین د بدن ټول سیستمونه ځواکمن کوي او د بدن عضلاتو او سیستمونو ترمنځ د بشپړ توازن ډاډ ورکوي. بدن د انعطاف وړ ګرځوي او مصؤنیت یې لوړوي.

زمونږ بدن د مصؤنیت ځوابونو خپله کچه لري. چې په دې کې احتراق او پړسوب ترټولو عام دی. دا یو طبیعي مبارزه ده چې دیری وخت د زخم ښه کولو او ساري ناروغیو پر وړاندې مرسته کوي، ډیری وخت د احتراق دا عمل د فزیکي او رواني فشار له کبله مزمن کیږي چې دې سره زمونږ د بدن مصؤنیت کمزوری کیږي. ډیری اسانا د بدن سیستماتیک کششونه لري، چې احتراق کموي او د بدن انعطاف ډیروي. د مصؤنیت لوړوالي ځواک ان د یوګا په ساده تمرین کې هم ذکر شوی چې نوې څیړنې د عادت طبي ژونال او یوګا لپاره د هارورډ طبي لارښود: ځواک، خبرداري او انعطاف منلو ته 8 اونۍ، کې خپرې شوي.

په اوسني وختونو کې، د خپل روغتیايي ژوندانه ورځیني عادت سره د یوګا او تفکر کولو په څیر عملونو یوځای کول د سالم بدن، بشپړ او غوره ژوند لامل ګرځي

د کریا سره پاکوالی

د پاکوالي تخنیکونه چې د کریا په نامه یادیږي هم اضافي افرازات د بدن څخه لرې کوي او د افرازاتو مصؤنیت ښه کوي. شاتکریا د يوګا پاکوالي تخنیکونه دي چې د بدن داخلي عضلاتو او سیستمونو پاکوالي لپاره کارول کیږي. د غیر مسمومه کولو پروسې برخه ده چې د ژورې داخلي خبرتیا لپاره عضلات پاک، فعاله او بیرته ژوندي کوي.

پرانایاما د اشتنګا یوګا څلورمه برخه ده چې د انرژي او پرانا دوران سره سروکار لري، چې په عمومي ډول یې کولی شو تنفس باندې وژباړو. داسې یو تمرین دی چې د انرژي ژوندي کولو سره د تنفس له لارې مرسته کوي. د پرانایامه اصلی موخه دا ده چې د خودکاره عصبی سیستم واک لاسته راوړو، او د هغه له لارې ذهني اعمالو باندې اغیز ولرو.

د لمرپریواته پر مهال خلک د ګل غوټۍ په بڼه د ساحل پر غاړه تفکر کوي

 د ښه والي په اړه تفکر کول

یو څیز باندې د یو کس غور او دوامداره تمرکز ساتلو پروسې ته تفکر کول یا Meditation وایي. دا د ټولو یوګا عملونو اصلي برخه ده او د رواني او روحانیت ودې لپاره ګټور دی. د کلونو په تیریدو د تفکر کولو او فشار لرې کولو ګټې پیژندل شوي چې د ارامي احساس ورکوي، او د شخص په روغتیا مثبت اغیز لري او پایله کې د مثبت ژوند لامل کیږي. داسې ویل کیږي چې د ارامي درملو اعتیاد، د فشار ټیټوالي، بی خوبي، سردرد، رواني فشار، بې اشتهايي او رواني ناروغیو پر وړاندې ګټور دی. ذهن ارامه کوي، خبرداری، تمرکز او د غوښتنې ځواک قوي کوي او حافظې او ځیرکۍ ته پراختیا ورکوي. دا د ذهن، بدن او روح ځوانۍ لپاره ګټوره چاره ده او ان د ورځیني ژوند فشار څخه ډک وضعیتونه سره هم د مقابلې ځواک ښه کوي.

ډاکټر رګاویندرا راو

ډاکټر رګاویندرا راو،PhD، BNYS، M د یوګا او طبیعي درملنې د څیړنې مرکزي شورا CCRYN رئیس دی، چې د ډیلي د آیوش AYUSH وزارت لاندې خپل فعالیت ترسره کوي. هغه د دواړو یوګا او طبیعي درملنې برخه کې د څیړنې څو پروژې بشپړې کړې دي.
error: Content is protected !!