د لرغونو هندي اثارو کورته راتګ
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي د روان کال په لومړیو کې د امریکا متحده ایالتونو څخه قیمتي او لرغوني هندي اثار بیرته راوړل، چې ویل کیږي یو یې لږ تر لږه 7000 کاله پخوانی دی. د امریکا متحده ایالتونو 157 لرغوني اثار لومړي وزیر موډي ته وسپارل. دلته یو څو لرغونو اثارو ته یوه لنډه کتنه لرو چې بیرته کور ته رسېدلي دي
د سوکاسانا (یوګا یوه حرکت) کې ناسته د دیوی د برونزو مجسمې تاریخ د چولا دور (شاوخوا 11 مې – 12 پیړۍ) پورې رسیږي او د ټامیل ناډو، اریالور ولسوالۍ، سریپورنتن کې د سري بریهادیشورا مندر څخه سرچینه اخیستې.

د خراس دا قالب شوی انځور (په ټامیل کې یې مایل او واهانه یا مرغا یا د لیږد وسیله او همداراز یې خپل معبود کارتیکیا بولي) سټایل یې د چولا منځنی دورې (شاوخوا 11 – 12 پیړۍ) سره تړاو ښکاره کوي.

دا ماته شوې مجسمه د هانومانا (د هندوانو د رامایانا داستان یو شخصیت) سره بې څاری ورته والی لري. د سټایل څخه یې داسې ښکاري چې د مجسمې تاریخ به منځنیو دورو پورې اړوند وي او ښايي د مرکزي هند په سیمه کې حکاکي شوی وي

د بودا د ګرنایټ انځور چې د دیانا په حرکت کې ناست دی، تاریخ یې د چولا مینځنۍ دورې (شاوخوا 11 – 12 مییلادي پیړۍ) ته رسیږي او داسې انګیرل کیږي چې د ټامیل ناډو د ناګاپټینم ولسوالۍ څخه یې سرچینه اخیستې وي. د بودا دا ډول ډیر شمېر انځورونه د چولا دورې (د 10-12 میلادي پیړۍ شاوخوا) کې د کاوري سیند پر غاړه پرتو کلیو کې حکاکي شوي ول او دعبادت لپاره کاریدل.

د دیوی دا ولاړ انځور، چې د اوماپارمیشوري په نوم پیژندل شوی، په عمومي توګه د جشن په جریانونو کې د اصلي نتاراجا مجسمو سره یوځای کیږي. دا د برونزو عکس د چولا دورې (د 11 مې – 12 پیړۍ شاوخوا) پورې اړه لري او داسې انګیرل کیږي چې د تامل ناډو په اریالور ولسوالۍ کې د سری برهادیشورا معبد سریپورنتن څخه سرچینه اخیستې.

دا مات، مات لرغونی اثر داسې ښکاري چې د عبادت یوه مجسمه وي او دوه لاسونه یې لرل. د دې شګلنې ډبرې مجسمې سټایل د تریپوري کلاچوري (د 11 میلادي پیړۍ شاوخوا) سره اړوند ورته والی لري او ویل کیږي چې د مادیا پردیش د کټني ولسوالۍ د کاري تالای کلي څخه یې سرچینه اخیستې.

د شیست (یو ډول دانه لرونکي میټامورفیک ډبرې) څخه حکاکي شوی لروغونی اثر، توره په لاس، د بودیستوا د عالي حکمت شخصیت، منجوشري انځوروي. د پالا دورې (10 مې څخه تر 11 مې میلادي پیړۍ) سټایل ته ورته والی لري او داسې انګیرل کیږي چې یا په لویدیځ بیهار یا د لویدیځ بنګال په شاوخوا سیمو کې جوړ شوی وي.

دا څیز دوه میتوناګې انځوروي. د 2006 کال د اګست شاوخوا کې د هند د لرغون پېژندنې سروې (ASI) خوندي سایټ، د وشنو واراها معبد د کارې تالي (مادیا پردیش) په خوندي شوي ځای کې یو شمېر مجسمې غلا شوې. بېرته ترلاسه شوي اثار چې انځورونو سره پرتله کیږي، پرته له کوم توپیره سمون خوري؛

د بهاروت (مادیا پردیش) مجسمو اثار د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې په څو موزیمونو ویشل شوې ول. د انځورونو څخه یوه مجسمه د کلکتې هندي موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې چې د دیوتا چولاکوکا یا کوچنۍ الهه کوکا ده. دا اثر چې د 2004 کال جولای میاشت کې غلا شوی و، معاینه شو او وښول شوه چې همدا اصلي اثر دی. د مجسمې سټایل، ماډل او ښکلا پرته له شکه د بهارت ريښې لريn

دا یو تریسولا (ټرایډنټ) دی چې د شیو او دیوي پاروتي کوچني انځورونه لري او پر شا یې وریشابها نصب دی. دا اثر د ټامیل ناډو آریالور ولسوالۍ، سوتمالي کې د سیوا مندر څخه غلا شوې اثر سره پرتله شو او ورته والی لري.

دې انځور د کریشنا ځوانه څیره د نڅا په حالت کې ښکاره کړې. د سټایل له مخې دا انځورد ویجیاناګرا دورې پورې اړه لري، چې لرغونوالی – د میلاد څخه وړاندې 15 – 16 مې پیړۍ پورې رسیږي، او کیدای شي د سویلي هندوستان هرې سیمې پورې تړاو ولري.

د کوبر انځور د ګپتا وروسته سټایل سره وروته والی لري (د 7مې میلادي پیړۍ شاوخوا)

راسیکپریا د سمدي راګیني څخه، په 18مه پیړۍ کې د سرو زرو اوبو باندې په کاغذ انځور شوې نقاشي ده. دا نقاشي هغه صحنه انځوره کړې وي چې د شاعر کیشوا داس (1555 څخه تر 1617) د مشهوره راسیکاپریا کمپوز څخه اغیزمنه شوې ده. اغیزمنه شوې وي چې د شاعر کیشوا داس (1555-1617) لخوا جوړه شوې وه. د نقاشۍ شاته د ربړي ټاپې نښه ده، داسې ښکاري چې دا اثر یو وخت د بیکانیر د مهاراجا شخصي ټولګې برخه وه او په 1964 کال کې په سمه توګه یوځای شوې.
