بریالیتوب

بریا ته لويې لارې

مسله 04, 2019

بریا ته لويې لارې

پتنجلی پنډیت |لیکوال

مسله 04, 2019


په 21مه پیړۍ کې، د اوبو، هوا او اوسپنې پټلۍ ټرانسپورټ پرمختګ سره سره، د سړکونو پاتې کیدل د هند اقتصاد عصبي ریښي بلل کیږي. د ملي لارو پراختیا پروژې NHDP د هند ملي لارو ادارې NHAI لخوا په اوه پړاونو کې تطبیقیږي. او د 2000 کال راهیسې د پراختیا لویو پروژو څخه شمیرل کيږي

بشري تاریخ د انساني مهاجرت مثالونه لري چې د ډیر پخوا راهیسې د انسانانو او توکو لیږد پکې شامل دی چې د ترانسپورت وسیلو اهمیت ته اشاره کوي. په هند کې کې هم دا ارزښت، 115،400 کیلومترو ملي لارو په لرلو ښکاره کیږي.

د پرمختګ وده

د نویو سړکونو پلان کول او د موجوده سړکونو جوړول د هند په څیر د مخ پر ودې اقتصادونو لپاره خورا ارزښت لري، په ځانګړي ډول (په هند کې جوړ شوی) پالیسۍ سره په تړاو چې 65 سلنه د اموالو او توکو لیږد او 80 سلنه د مسافرینو لیږد د سړک له لارې کیږي. په پرتله د 5 سلنه د سړک شبکې برازیل، جاپان، او متحده ایالتونو او 13 سلنه په کوریا او انګلستان د هند ملي لارې یوازې د هیواد د سړکونو د شبکې 1.7 سلنه جوړوي، خو بیا هم د 40 سلنه ټول عبور او مرور مسولیت لري.

د هند سړک شبکه د 20مې پیړۍ په مینځ کې شاوخوا 0.399 ملیونه کیلومترو څخه 2015 کال کې 4.70 میلیونه کیلو مترو ته رسیږي چې د نړۍ په کچه د سړکونو ترټولو لویه شبکه ده. او همداراز د هند د ملي لارو د پام وړ ډیروالی په 1947-69 کې د 24000 کیلومترو څخه 96214 کیلومترو ته په 2015 کال کې رسیږي.

د ملي لارو د پراختیا پروژه NHDP – د پرمختګ پیل

په هندوستان کې، د سړکونو زیربنا وده کې مهم رول د ملي لویې لارې پراختیا پروژه NHDP لوبولی دی. دا پروژه په 1998 کې پیل شوې او موخه یې په هند کې د لویو لارو جوړول، بیارغونه او پراخه کول دي ترڅو د ترانسپورت اړتیاوې پوره کړي او په هیواد کې اقتصادي پراختیا ځواکمنه کړي.

دا پروژه د سړکونو، ترانسپورت او لویو لارو وزارت MoRTH د کنټرولو لاندې د هند د ملي لویو لارو اداره NHAI لخوا مدیریت کیږي. طلايي څلورلارې، د هند د لویو لارو لویه پروژه او د نړۍ په کچه پنځمه لویه پروژه څلور لوی ښارونه په څلورو طرفونو کې سره نښلوي: ډیلي (شمال)، چنای (سهیل)، کلکته (ختیځ) او ممبی (لویدیځ). دا NHDP پلان کړې او په 2001 کال کې پرانیستل شوه او په 2012 کال کې تکمیل شوه، او د 13 ایالتونو، اندرا پردیش، بیهار، ګجرات، هریانا، جارکند، کرناټکا، مارهاشټرا، نوی ډیلي، اودیشه، راجستان، تامیل نادو، اوترپردیش او لویدیځ بنګال څخه تیریږي.

ایکسپریس لارې د ودې لپاره

د هند لویو لارو ته تر ټولو وروستی اضافه والی د یامونا او تاج ایکسپریس لاره ده.165 کیلومتره اوږده شپږ لینه د یامونا ایکسپریس لاره په 2012 کې پرانیستل شوه او د ملې پلازمینې سیمې NCR او اګره ترمنځ یې د سفر موده کې د پام وړ کموالی راوړی. او بیا وړاندې د 302 کیلومترۍ اګره  لکنو یا تاج ایکسپریس لارې سره یوځای کیږي چې د هند ترټولو اوږده ایکسپریس لاره ده. د ممبیپونې ایکسپریس لارې سره هیڅ توپیر نلري، او د یاموناتاج د پرانیستلو راهیسې د یامونا ایکیسپریس لارې په ټول طول کې د پانګونې ډیروالی راغلی.

د هند لید د سړکونو لپاره یوازې د داخلي هند پورې تړلی نه دی، هند
اوس غواړي چې نښلولو کې پرمختګ راوړي، په ځانګړي ډول د ختیځې اسیا سره

هندی ګلچین

د 2017 کال په اکتوبر کې حکومت بهارتمالا پاریونجانا (د هند ګلچین پروژه) په لاره واچوله، چې یو مرکزي حلقوي سړک زیربنا ده چې د NHDP په شمول ټولې لويې لارې د ځان سره نیسي. د 83،677 کیلومتره سړک زیربنا او 96 میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت په تخمین د 2017 – 2022 پورې د سړک زیربنا ترټولو لویه پروژه ده. د دې پروژې موخه داده چې 550 ولسوالۍ د څلور لینه سړک په وسیله یو بل سره ونښلوي او د لارو شمېر اوچت کړي او 80 سلنه باربري ټرافیک د ملي لارو لخو د 24 لوژیستیک پاروکونو، 66 داخلي لارو IC، 116 تغذیوي لارو FR او د شمال ختیځ د اوبو څو موډه 7 بندونو سره ونښلوي. د دې پروژې موخه داده چې په ځانګړي ډول په اقتصادي لارو کې، سرحدي سیمو کې او لرې پرتو سیمو کې د چټک حرکت او د بار ژر انتقال په موخه په نښلولو کې پرمختګ راوړي.

د یامونا ایکسپریس لارې صنعتي پرمختګ ادارې لاندې د سوداګرو ترمنځ
د پانګونې لپاره ډیره علاقمندي شته چې په صنعتي وده کې پانګونه وکړي

په همالیه کې تنګ لا پاس ته نږدې د لويې لارې پر سر لارۍ – د له منالي لویې لارې پر سر د همالیه غرونو لاره

د پولو څخه هاخوا

د یو وخت (ختیځ لید) پالیسي اوس د ختیځ عملي پالیسي په نامه یادیږي چې د ځان سره د ترانسپورت نښلول موخه او اجزاوو اړخ هم لري. سویل او سویل ختیځ آسیایی هیوادونه د هند د سوداګرۍ 40 سلنه برخه جوړوي. هند چې د اسین د لویو لارو شبکې تړون لاسلیک کونکی دی چې په 2003 کال کې ورباندې هوکړه او لاسلیک وشو، د 27000 کیلومترو څخه ډیر پلان شوي سړک شبکې کور دی. IMT (هندمیانمارتایلینډ) درې اړخیزه لویه لار یا د ختیځلویدیز دهلیز 3200 کیلومتره اوږدوالی لري. د هند موریه (مني پور) د مای سوت، تایلنډ سره د میانمار له لارې نښلوي. 400 کیلومتره لا پاتې چې پای ته ورسیږي، هیله مندي ده چې دې لارې سره به د اسینهند ازاده سوداګرۍ سیمه تجارت او راکړه ورکړه لا ښه شي. هند او اسین غواړي چې دا لاره لاوس، کمبودیا او ویتنام ته وغځوي. داسې اټکل کیږي چې په 2025 کال کې به دا نښلول د کال 70 میلیارده ډالره په GDP کې لوړوالی راولي او 20 میلیونه ډالر به د کارګمارنه کې اوچتوالی راولي. د هند حکومت ژمنتیا د زیربنایی پروژو په وده، په ځانګړې توګه د سړکونو اړوند زیربناوي پروژو کې تیره لسیزه یوه بریا وه. دغه بدلون د لوژستیکي خنډونو لپاره قوي حل لاره وړاندې کړه او د عادي هندي وګړو لپاره یې سفر اسانه کړچې دې سره به د هند اقتصاد د پرمختګ په لور لوی ګامونه اوچت کړي.

پتنجلی پنډیت

د کولمبیا پوهنتون او د لندن د اقتصاد ښوونځي څخه فارغه، پتنجالي پنډیت یو تاریخپوهه، لیکواله او نوښت ګره ده.
error: Content is protected !!