همکاري

پیاوړي پر مخ تلل

مسله 04, 2020

پیاوړي پر مخ تلل

اکشت جین |لیکوال

مسله 04, 2020


هندوستان څو نوښتګر ګامونه اوچت کړ ترڅو د نورې نړۍ سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې کړي، له همدې کبله یې د کویډ – 19 وبا پر مهال د خپلو ډیپلوماتیکو ملګرو سره لا ټینګې، دوامداره او فعاله اړیکې رامینځته کړې

د کوویډ – 19 خپریدو پر مهال، هندوستان د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړې کولو د پراخه نړیوالې پراختیا لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ. د لوړپوړو ډیپلوماټیکو هڅو لړۍ وروسته په وروستیو میاشتو کې، د هندوستان – اروپايي اتحادیې پنځمه ناسته د 2020 کال جولای په 15مه، په ګټوره توګه د څو اړخیزه مؤثره ودې، د کویډ – 19 وبا پر وړاندې نړیواله همکاري، د سوداګرۍ او پانګونې اسانتیا، پاکه انرژي او د اقلیم مشارکت، په 5G او مصنوعي ځیرکتیا کې څیړنه او پرمختګ، نړیواله سوله او امنیت، د خلکو-او-خلکو تبادلې هڅې او د اروپايي اتحاديې – هندوستان ستراتیژیکه ملګرتیا: د 2025 کال لیدلوری.

په تیرو څو میاشتو کې، هندوستان د سیمه ایزې ملګرتیا له پلوه د یو باثباته او معتبر ملګري په توګه راپورته شوی. حکومت، د لومړي وزیر نریندرا موډي په اداره کې د خپلې ” لومړی ګاونډي” او “د ختیځ پالیسي” تګلارو لاندې د دوه اړخیزه ګټورو سیمه ایزو اړیکو ساتلو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړه.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي او د ماریشیس لومړي وزیر پراویند کمار جگناوت د ماریشیس سترې محکمې نوې ودانۍ په مجازي بڼه پرانیستله

د هندوستان-اروپايي اتحادیې همغږی

اروپایي اتحادیه یوه جمعي او پیاوړې اتحادیه ده چی په اروپا کی جوړه شوې او 27 غړي هیوادونه لري چې په ټوله سیمه کې د شمولیت، زغم، عدالت، یووالی او د تبعیض لرې کول غواړي. سره له دې چې هندوستان په آسیا کې د پانګه اچونې لپاره غوره ځای دی چې هم ثبات او د ودې ستر ظرفیت لري، د هندوستان-اروپايي اتحادیې ناسته ډیر ښه فرصت و چې د هیواد اوسنی اړیکې د اروپایي اتحادیې سره لا پیاوړي کړي.

پداسې حال کې لومړي وزیر موډي د اروپايي اتحادیې غونډې لپاره د هندي پلاوي مشري وکړه چې د اروپايي شورا رییس، چارلیس میشل او د اروپایي کمیسیون مشر اروسلا وان دیر لیین، د اروپايي ټولنې استازیتوب کاوه. مشرانو پریکړه وکړه چې د دیموکراسۍ، قانون پلي کولو، او د مساوي بشري حقونو ارزښتونو ته وده ورکولو له لارې د خلکو ګټو لپاره په ګډه کار وکړي. څو اړخیزه توب د ډیپلوماټیکو هڅو غوره برخه شوه، دواړو لورو پریکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو او WTO مرکزیتوب سره د مقرراتو پر اساس حکم پلي کړي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار (منځ)، د اوسپنې پټلیو عمومي وزیر او د سوداګرۍ او صنایعو وزیر پیوش ګویال، او هارش وردان شرینګلا (د بهرنیو چارو سکرتر) په مجازي ډول بنګله دیش ته د 10 لوی ګیج ډیزلو انجنونه ولیږل

دواړو لورو په ټولیزه پراختیا او بشري متمرکز ډیجیټلایزیشن خبرې وکړې چې ټولشموله اقتصاد او ټولنو ته وده ورکوي. څرنګه چې د نړۍ هیوادونه د اقتصاد بیرته ژوندې کیدو په لټه کې دي، د نوي سوداګریزو فرصتونو پرانستلو په اړه هم بحثونه وشو. د بلجیم بروکسل(2016)  هندوستان – اروپايي اتحادیې 13مه ناسته کې د مهاجرت او تحرکاتو مشترکه اجنډا (CAMM) جوړه شوه، دواړو لورو د زده کونکو، څیړونکو، متخصصینو، سوداګرو او سیلانیانو پشمول د خلکو – خلکو فعال تبادلو ته هرکلی وکړ.

دواړو لورو د پراخه ارتباطي مشارکت په اړه د خپلو ژمنو بیا تصدیقولو لپاره ژور بحثونه وکړ. د ناستې ځانګړې برخه د “هندوستان – اروپايي اتحادیې ستراتیژیکې ملګرتیا: تر 2025 کاله تګلاره” وه چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هندستان او اروپايي اتحادیې ترمینځ دوه اړخیزه ګټورې همکارۍ ته لار هواروي. هندي لوري د پونه او بوپال میټرو پروژو کې د 500 ملیونه یورو په ارزښت پلان شوې اروپايي پانګونو هرکلی وکړ.

د ګاونډیو پیوستون

ان په دې سخت وختونو کې، هندوستان د هیواد دننه او نږدې ګاونډیو پر اقتصادي ودې تمرکز ته دوام ورکړی. منوسک منداویا، د دولت کښتۍ چلولو وزیر(خپلواک مسول) او د دولت کیمیاوي موادو او پارو وزیر د جولای په 16مه کلکتې څخه اګرتالا ته د لومړۍ کانتینرو کښتۍ په بنګلدیش کې د چتوګرام بندر له لارې پداسې حال کې ولیږدوله چې دې هیواد د خپلې خاورې له لارې هند ته/څخه د مالونو لیږد لپاره د چتوګرام او مونګلا بندرونو کارولو ته اجازه ورکړه. د کښتۍ چلولو دا ازمایښتي لیږدول یو تاریخي حرکت او په ګاونډ کې د اړیکو پیاوړي کولو لپاره ستر نوښت و.

بار لومړی چټوګرام بندر ته ورسید او د بنګله دیشی لاریو لخوا اګرتالا ته ولیږدول شو. دا اقدام د هندوستان او بنګله دیش په منځ کې د معیاري عملیاتي کړنلارې هوکړه او تبادله وه چې د 2019 کال اکتوبر کې هندوستان ته د حسینې سفر پر مهال د لومړي وزیر نریندرا موډي او د هغه بنګله دیشۍ سیالې شیخ حسینه په شتون کې لاسلیک شو. د دې بندرونو استعمال به د هندي توکو د ترانسپورت وخت کم او د دواړو هیوادونو مالي ګټه ډیره کړي.

د بنګله دیش سره د هندوستان سوداګرۍ یو بله ګټه دا وه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ په بشپړ ډول د اموالو لیږد – اوسپنې پټلۍ لارې مهمه لاسته راوړنه وه. د هندي اموالو واګونونه چې د FMCG توکي او نور اکمالات ورکې بار ول د جولای 25مه په خپل لومړي سفر کې بنګله دیش ته ورسید. دغه لاره به د هند ستر ترمینلونه له بنګله دیش سره وصل کړي، چې د سوداګرۍ او دوه اړخیزو ودې لپاره خورا ګټور تمام شي.

څرنګه چې نړۍ ورو ورو د کویډ-19 وبا خپریدو څخه سر پورته کوي، هندوستان د صادراتو د پیلولو پلان باندې کار پیل کړی. پلان د وارداتو کمولو او په ځان بسیا کیدو یا (اتمانیربهار) باندې تمرکز کوي. د هیواد دوامداره تمرکز د کورني تولیدونکو هڅول دي چې واردات کم شي. د نړیوال ارزښت زنځیرونو کې د هندوستان ځای جوړولو لپاره سیستماتیک چلند په نظر کې نیول شو او په ورته وخت کې د ملګرو هیوادونو سره د خپلو دوه اړخیزه، اقتصادي او سیاسي اړیکو پیاوړي کول هم خورا اړین دي.

اکشت جین

اکشت جین یو لیکوال، مقاله لیکونکی، داستان لیکونکی، بلاګ لیکونی او د IIT ډیلي څیړنیز کس دی. هغه کتابونه، ډیرې مقالې لیکلې او په بیلا بیل نظرونو یې سپنې پاڼې ډکې کړي دي. د هغه ترټولو وروستی کتاب – زما خیال – زما اشتباه د پولوامه حملې 40 کورنیو ته ورکړل شوی دی.
error: Content is protected !!