هنر

د موسیقۍ ګډ غږونه

مسله 05, 2020

د موسیقۍ ګډ غږونه

ډاکټر نامان وهال |لیکوال

مسله 05, 2020


د هند-غرب موسیقۍ غږ دود په دوام، چې هندۍ موسیقي آلې د بهرنیو اسبابو سره غږول کیږي، او سندرغاړي ورڅخه یو نوی شی جوړوي چې ورته الیکټرو موزیک یا برقي موسیقي وايي. او دا ډول موسیقي د مشهوره کیدلو په لور روانه ده

د ډیرې مودې راهیسې د هند-غرب موسیقۍ غږونو کې د دودیزه هندي آلو او د موسیقۍ بهرني اسبابو څخه کار اخیستل کیده. د 1966 جون میاشت کې اوریدونکي د انګلستان د بد، بیرته جوړونې میدان کې راټول شول او د سه تار غږوونکی مرحوم پنډیټ راوي شانکر او امریکايي وایلون غږونکي یهودي مینوهین جوړه سندرې واوریدلې. په 2007 کال کې، د ګرامي جایزې ګټونکي البوم، د نړیوال ډول پروژه چې د تبلې هندی ماسټر ذاکر حسین او امریکايي ډول وهونکی مایکي هارټ او ورسره نور نړیوال موسیقي پوهان هم ول.

د وخت په تیریدو موسیقي بدله شوه او ورسره د هندوستان ګډ غږونو ترکیب هم بدل شوی. پداسې حال کې چې کلاسیک ترکیب په نړۍ کې اوریدونکي خوښ ساتي، د ګډې موسیقۍ نوی ډول منځ ته راغلی – چې د بريښنايي موسیقي یا الیکټرو-موزیک په نامه یادیږي، د هند کلاسیکې موسیقۍ آلو غږونه او بريښنايي تولید شوي آوازونه یوځای کوي. اوس دا ډول موسیقي خپل لاره پرانیستې او ورو ورو عام کیږي.

د 1965 یو آرشیفي انځور چې د هندي سه تار ستوری پنډیټ راوي شانکر (ښي خوا) د امریکايي مشهوره وایولون وهونکي یهودي مینوهین سره یوځای اجرا کوي

 لوی هندی اغیز

په کال 1969 کې کلاسیکې هندي سندرغاړې ګیتا سرابهې د موګ ترکیبونکی هندوستان ته راوړ. ویل کیږي چې د نړۍ لومړۍ سوداګریز ترکیبونکی و، موګ اجازه ورکوي چې د غږونو څخه د ماډلنو سیستم لکه فیلترونو، نوسانوونکو، او نورو  په وسیله ماډل شوي آوازونه جوړ کړي. دا آله لومړی ځل په هندوستان کې، د ډیزاین ملي انسټیټیوټ (NID) ته ورکړل شوه چې احمدآباد کې موقعیت درلود. د راتلونکي څلور کلونو لپاره، د NID بریښنايي موزیک سټوډیو کې د غږ انجنیرانو یو نوې موسیقي جوړه کړه. ویل کیږي چې دا سندریز آوازونه د هندي بریښنايي موسیقي لومړني کارونو کوچنی برخه ده، ریکارډ شوي و او بیا هیر شوي و او ورسته انګلستان میشته هندي سندرغاړي پال پورګاس په 2017 وموندل. د هندي بیتونو یو لومړنی البوم په 1982 کال کې د ډیسکو غږونو لپاره د بالیوډ سندرغاړي، چارنجیت سینګ لخوا ریکارډ شوی و او ماشیني اوازونه د لس بیتونو سره ترکیب شوي و. په راتلونکي 20 کلونو کې، هندي آلو لکه سه تار، تبله او بانسوري، د هندي آوازونو سره د نړۍ بریښنايي موسیقي ته خپله لار وموندله.

الیکټرونیکا انډیکا

د تبلې وهل د تلوین سینګ په وسیله خپله لار بريښنايي کیدلو لپاره وموندله، چې هندي الاصله موزیک جوړونکی و. سینګ په تبله کې روزل شوی و او د نوي موسیقي ډول جوړولو لپاره مشهوره دی چې آسیايي ریښې لري چې د بریټپاپ او انګلستان بانګرا موسیقۍ صحنو لپاره یې لار هواره کړه، د هغې اوکې البوم په 1999 کې د میرکیوري موزیک غوره جایزه وګټله. د 1990 لسیزې وروستي کلونو کې د سینګ مشهوره کیدل د بريښنايي موسیقي تولید پیل و. بالاخره په 21مه پیړۍ د هندوستان خپل بریښنايي موسیقي پراختیا وموندله او د سوپرسونیک، مګنیټیک فیلډ او د مستۍ درې په څیر میلې به په هیواد کې جوړیدې او د بريښنايي موسیقي نړیوال هنرکارانو ته یې هم بلنه ورکوله چې دې میلو کې ګډون وکړي.

د ډیزاین ملي انسټیټیوټ NID کې د غږ انجنیران د غږ سټوډیو کې آوازونو باندې کار کوي؛

په وروستیو 10 کلونو کې د نړیوالو سره د ډیر مخامخ کیدو سره، هندوستان کې د بريښنايي موسیقي تجربو او جوړولو لپاره ډیرې سټوډیو ګانې جوړې شوي. د موسیقي دا نوی ډول اوس څو میلیونه ډالرو په ارزښت یو صنعت دی. ډیر هندي هنرکاران لکه ویشال ملک (OMA) او اودیان ساګر (نوکلیا) د نړۍ سرتاسر په بریښنايي موسیقي کې خپل ځان ته ځای موندلی دی.

د مرکزي ستیج نیول

هندوستان د نړۍ پر موسیقي، هم پر د کلاسیکې موسیقي او هم د هندو-غربي میکس لپاره د ارزښت وړ اغیز پریښی. د بريښنايي موسیقي سره دا کیسه نوره هم مشهوره کیږي. ډیرو مشهوره نړیوالو DJګانو لکه ترای بای، مارشمیللو، ډیډ ماو5، ټیسټو او مرحوم اویسي د هندي موسیقي عناصر په خپلو ډیرو ترکیبونو کې کارولي دي. دې اړیکې په عضوي ډول وده کړې، او په ورته وخت کې یې په هندوستان کې د بریښنايي موسیقي رڼايي هم خوره کړې.

هالندی  DJ ټیسټو کله کله د هندي آلو موسیقي په خپل سندرو کې کاروي؛ د امریکايي بريښنايي موسیقي تولیدونکي مارشملو د هندي کمپوزر پریتم چکربورتي سره په 2019 کال کې یو ځای شو ترڅو د بیبا په نامه سندره جوړه کړي

لکه څنګه چې د وبا وخت کې نړۍ د ټولنیز- فرهنګي تجربې نوي نورمونو سره ځان برابروي، دا توقع شته چې د هندي موسیقي هرکلی، که څه مشهوره کلاسیک اوازونه وي د د ودیزه آلو لکه تبله او سه تار او یا د موسيقي نوی ډول بريښنايي-موسیقي وي، په نړیواله ټولنه کې به یو ډول مینوال لري. تر هغه وخته راځئ چې په صبر انتظار وباسو چې نوې سندره کله جوړیږي!

ډاکټر نامان وهال

ډاکټر نمال وهال په نې ډیلي کې د ټول هندوستان طبي ساینس انسټیټیوټ (AIIMS) طبي کارکوونکی دی، او په تبله کې روزل شوی دی. وهال همدارنګه د هاوس او تکنو DJ غږونه د هندي دودیزه آلو او نړیوالې موسیقي سره یوځای کولو باندې کار کوي.
error: Content is protected !!