د کمپیوټرې ځوانانو څخه تر ژغورونکو
د مدراس IIT نوښتګر ځوانانو د سیپټیک څاه روبوټ SEPoy جوړ کړی دی کوم چې د لاسي پاکوالي ستونزې لپاره غوره حل لاره ده
لکه څنګه چې هند په ډیجیټل دور کې په چټکۍ حرکت کوي، یو له سترو ننګونو څخه دا ده چې د ټوليزې پرمختیا لپاره اړین وسایل چمتو کړي. ان د لویو پرمختګونو سره سره، د هیواد زیربنا لاهم د ټیکنالوژی کارولو لپاره خورا لوی امکانات برسیره کوی. خو په تیره لسیزه کې د ملي ګټو اړوند پروګرامونو کې په بی ساري ډول د ځوان نسل څخه ګډون وشو. دا وروستي تمایل د هغه حقیقت څخه وزیږیدهچې په 2020 کال کې، به د هند منځنۍ عمر 29 کاله وي، دا د نړۍ ځوان هیواد جوړوي چې 64 سلنه نفوس یې کاری ګروپ وي او په دې پوهې سره چې پرمختګ د تلپاتې ونډې سره چټک کیږي. د حکومت نوښتونو سره چې د ډیر اړین نوښت پیل کولو لپاره تمویلوونکی ماموریتونه اړتیاوې برابروي لری لکه د سواچ بھارت او دیجیټلي هند نوښت، د داخلي زیربناوو پراختیا مسایل د هیواد ځوانان دي. په تیرو پنځو کلونو کې، په هند کې ډیری نوی پرمختیایی پروژې رامینځته شوي دي چې موخه یې د مختلفو اوازونه چپ کول دي چې د پرمختګونو مخنیوی کوي. پداسې حال کې چې ډیری پروژې د نظریاتو حقیقي مفکورې دي، امکان سنجي او پراخه پلې کول یې لاهم د هغو پوښتنو څخه دي چې لا تر اوسه ځواب شوي نه دي. خو د نوښتونو بریالیتوبونو په ټول هیواد کې زده کونکو ته توان ورکړی ترڅو د هغو لویو ستونزو لپاره حل لارې پیدا کړي چې د هندوستان نړېوال انځور یې خړ کړی دی. یو له داسې پروژو څخه چې د مدراس هندي ټکنالوزي انسټیټیوټ ده څو د نادولتی مؤسسو پام یې ځان ته اړولی دی چې د روغتیا ساتنې او ماین پاکۍ ستونزو له منځه وړلو لپاره کار کوي. روباټان د ټولو لپاره د څلورو کلونو څیړنې وروسته، بالاخره د مدراس IIT د ټیکنالوژي همغږي کولو سره داسې ثابته، مستحکمه بدیل سره راغله چې ارزښتناکه ژوند په خطر کې اچولو څخه مخنیوی کوي. د دې پروژې مسؤل استاد او زده ککوونکو د دې هڅه کوله چې د لرې څخه کنټرول شوی داسې یو روباټ جوړ کړی چې جامد شوي فاضلات قطع کړی او په عین حال کې پمپ کړي چې ان د فاضله اوبو ترټولو تنګ سیستم هم پاک کړي. د مدراس IIT غیر ورانوونکي تغیر مرکز پروفیسور پرابو راجاګوپال وایي: “په داسې چاپیریال کې د یو روبوټ کار کول یوه ستره ننګونه ده”، له درې پروژو وروسته ټیم وکولای شو، چې یو پروټوټیپ پروانه جوړه کړه چې 6 وزرونه لري چط د سریکانت د ساینس ماسټري زده کوونکي له خواه تیار شوی.

د پروټوټیپ پروسې په اوږدو کې یوه لویه ننګونه د هغې امکان سنجي وه. ان نن ورځ، فاضلاتو پاکوالي لپاره د میخانیکی کارونې کموالی نشته، خو اوس یې قیمت د 2 – 5 میلیونه هندي روپیو ته رسیږي، د هیواد په کچه پراخ عملي کول یې یو ستونزمن کار دی. پروسه د لومړی ګام په توګه ټیم یو داسې قطع کوونکی جوړ کړ چې کولی شي جامد فاضلات ټوټې ټوټې او مخلوط یې کړي او بیا د یو پمپ په وسیله کش کیدی شي. په پیل کې د یو ساده قطع کوونکي ماډل سره یې کار کاوه، اوس یې د چترۍ په څیر قطع کوونکی تیار کړي. د صافي کارمچاي اندولانSKA په نږدې مشورې سره، یو سازمان چې په ټول هیواد کې د لاسي کثافت پاک کوونکو د حقوقو لپاره کار کوي، د مدراس IIT څیړونکو دا ټیم د داسې محصول وړاندې کوي چې کولی شي د ناتوان پاک کوونکو خلکو مخه ونیسي. د 1-3 میلیون هندي روپیو په ارزښت، SEPoy د سیپټیک څاه روبوټ د لاسي پاک کوونکو لپاره بریالۍ او له خطر څخه خالی حل لاره ده. هغه پروټوټیپ چې د ماهره زده کوونکو لخوا جوړ شوی د چټک قطع ککونکي څخه کار اخلی تر څو د سپتیک ټانکونو جامد فاضله مواد قطع کړي او د اوبو د تلو لارې پاکې کړي خو د څارنې عالي غړې هیله مند دي چې د یو څو نور اصلاحاتو سره به د پروژې لګښت د پام وړ ښکته شي چې د دې پراخه استعمال ته پرمختګ ورکړو. یو زده کونکو ډیواشو کمار، چا چې د SEpoy د سیپټیک څاه روبوټ جوړولو کې کلیدي رول لوبولی دی، وایي چې د لاسي پاکولو ننګونې دواړه هم ټولنیز اوهم تخنیکي دي. هغه وایي: “مونږ په خپل ونډه کې کوښښ کوو د ټیکنالوژیکي حل لاره پیدا کړو چې کولی شي ټولنیز خنډ له منځ یوسي او د SEPoy محصول په حقیقت کې د همدې خلکو لخوا وکارول شي چا چې په لاسې پاکولو کې ونډه لرله.”

د مهارتونو ثروت ګنج هند د یو باوري ځواک په توګه راڅرګندیږي ترڅو د زیربناوو او پراخو پرمختیا اړوند ځینې ستونزو لپاره نوي او تخنیکي له پلوه سمې حل لارې پیدا کوي. کریډیټ باید ټول په هیواد کې د لوړو زده کړو قوي سیستم ته لاړ شي او د ملت ځوانان د پرمختیا په لاره کې ترټولو لوی خنډونو ته د ساده حل لاره پیدا کوي. سازمانونه، په ځانګړې توګه د IITs، د ریښتینې نړۍ لور ته تمرکز، د مختلف نظریاتو عملی پلې کول او د بیلا بیلو دیسیپلینینو بنسټ دی. دا دنده د ‘مغز د تفکري’ تکنیک هڅوي او د پروژو او امکاناتو په اړه د زده کونکو او پروفیسورانو ترمنځ د ازاده اړیکو احساس شتون لري. برسېره پر دې، د هند د څو ملتي شرکتونو لخوا د تولید مرکز جوړ شو، د زده کونکو مهاجرت کې په تیره لسیزه کې د پام وړ کمښت لیدل کیږي. ماشینونو څخه نیولی چې د هر بیا تولید وړ فاضلاتو به مقابل کې د څښلو پاکې اوبه توزیع کوي او د سمارټ کین ټکنالوژي د د لید څخه بې برخې کسانو لپاره تر لمریزه بریښنا سمبال شویو سړې خونو پورې، ځوان نوښت ګر چې د انسټیټیوټونو څخه فارغیږي د ښه هند ماموریت یې په خپلو زړونو کې ساتلی وي. د ځوانو زده کوونکو څخه تر پام وړ نوښتګرانو پورې د هند ځوانان د شک پرته، د هند تر ټولو لوی ژغورونکي دي.