سریزه
-
هندوستان د نوي ډیلي راجپت سیمه کې د ملي بیرغ پرانیستلو او ځانګړي رسم او ګذشت سره د خپلې ولسواکۍ 72مه ورځ ولمانځله. د سږکال جشن په ځانګړي توګه د لومړیو لړۍ سره ولمانځل شو. د هندوستان لومړۍ ښځینه جنګي پیلوټانې او ځواکونه چې د انډمان او نیکوبار جزیرو ته ګمارل شوي ترڅو د رافایل جنګي الوتکې سره یو ښکلې الوتنه او د هیواد نوې جوړې شوې اتحادي سیمې، لډاک څخه نقشه واخلي.
د هندلید دې ګڼه کې، مونږ د بنګلدیش سره د هندوستان تاریخي اړیکو ته پداسې حال کې ژوره کتنه کوو چې ګاونډی هیواد مو د مارچ په 26، د 2021 کال د خپل خپلواکۍ 50مې کلیزې لمانځلو ته تیاری نیسي. د یو مجازي ناستې پرمهال چې د 2020 کال د ډیسمبر کې ترسره شوه، دهندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي او د هغه بنګلدیشۍ سیالې شیخ حسینه، پر دې ټینګار وکړ چې د ژورو اړیکو جوړولو او د پولې امنیت پیاوړي کولو نورې لارې او څوډوله نښلود اسانیتاوې د دواړو هیوادونو ترمنځ تعهد به عملي کړي. سږ کال چې په 1971 جګړه کې د پاکستان پر وړاندې د هندوستان د بریا 50مه کلیزه ده، او د زرینې یادګاري بریا په توګه لمانځل کیږي.
د لومړي وزیر موډي تر مشرۍ لاندې، هندوستان د نړیوالې ډیپلوماسۍ مرکزي ستیج ته رسیدلی، داسې یو حقیقت چې د نړیوال سولر یووالي (ISA) له بریا ښکاره کیږي چې د هندوستان لومړي وزیر دا یووالی د اقلیم بدلون لپاره نړۍ ته تحفه بللې. د پيمان پر بنسټ ولاړ دا سازمان چې موخه یې پر تیلو د تکیې کموالی دی، نړیواله بڼه غوره کړې او د ملګرو ملتونو ټولو غړو ته یې بلنه ورکړې چې غړیتوب یې ترلاسه کړي. مونږ د ISA نني تړاو ته ژوره کتنه کوو، په ځانګړي توګه دا ګورو چې څرنګه د وبا پرمهال دې سازمان وکولای شول د ISA CARES پروګرام لارې ته واچوي چې د دې نوښت له لارې د سولر انرژي په روغتیايي سکتور کې کارول کیږي.
مونږ د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) غړو هیوادونو مشرانو شورا ناسته کې د لومړي وزیر موډي ټینګار ته کتنه کوو چې هیواد د سیمې سولې، امنیت او نیکمرغۍ باندې کلک باور لري. لومړي وزیر موډي کنفرانس ته خپله وینا کې په اصلاح شوي څو اړخیزتوب ټینګار وکړ ترڅو داسې نړۍ سره سازګار وي چې د وبا له کړکیچه بیرون وځي.
مونږ بیا د دولت غوره پروګرام، د جل جیوان ماموریت څیړو، چې غواړي د 2024 کال پورې هر کلیوال کور ته د څښلو ابو فعاله نل ورسوي. او همدا راز بلې وروستۍ لاسته راوړنې ته کتنه کوو چې د اتل تونل بشپړیدل دي، په همالیه غرونو کې د نړۍ لوړ ارتفاع لرونکی تونل دی. مونږ د دې انجنیري شاهکار استراتیژيک ارزښت ته کتنه کوو چې د منالي ښکلی ښارګوټی د هیمچل پردیش پوله کې، د لهاول سپیتي درې سره نښلوي.
په یو ژوندي مثال کې چې څرنګه هندوستان د نړۍ ګوټ، ګوټ کې هڅوي، مونږ د مکسیکو سیمه ایزې زپوټیک ټولنې ته یوه لنډه کتنه لري چې د کاډي کپړه، د مهاتما ګاندي د ازادۍ مبارزې سمبول مروج کوي. مارک برون د دې حرکت ترشا سړی دی چې دې شمالي امریکايي هیواد کې، د مهاتما ګاندي فلسفو او د ځان بسیاینې تجربو کیسې کوي. او د خلکو برخه کې مونږ د سومیترا چترجي درناوی کوو، چې ناڅاپي مړینې یې د هندوستان سینمايي شبکه، په ځانګړي ډول بنګالي فلمونو او تیاتر کې نه ډکیدونکي تشه پريښودله.
انوراګ سریواستاوا