وزارت خبرې کوي

سریزه

مسله 05, 2020

سریزه

د هند لید |لیکوال

مسله 05, 2020


--

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي ورستۍ وینا په ملګرو ملتونو کې ټولې نړۍ واوریدله. لومړي وزیر موډي په ډاګه وویل چې یو اصلاح شوي څو اړخیزه نړیوال جوړښت ته اړتیا لري، ترڅو د اوسني نړۍ حقایقو سره معماله وکړي. هغه پوښته وکړه، هندوستان پداسې حال کې چې د ملګرو ملتونو پیاوړتیا لپاره ډیر کار کوي لا څومره نور به هم د ملګرو ملتونو تصمیم نیولو میز کې ځای نه لري.

د هندلید دې ګڼه کې، مونږ د هندوستان ډیپلوماتیکو تګلارو ته لنډه کتنه لرو چې څرنګه یې تل د خپل لید د لارښوونو پر بنسټ د پرمختګ په ټولو برخو کې د نړۍ سره خپلې اړیکې پیاوړې ساتلي دي، هغه برخې چې د هندوستان تخنیکي او اقتصادي همکاریو (ITEC) پروګرامونو او نوښتونو کې ترسترګو کیږي، او د نرم ځواک ډیپلوماسي مهم غړی په توګه ښکارندویې کوي.

مونږ د لومړي وزیر موډي لیدلوري یو څو برخو ته کتنه کوو چې څرنګه په خپل ځان بسیا هندوستان جوړوي، چې د نوښتونو څخه ډک دی او کلیوال سکتور یې پر مخ وړي. په کرنه کې، د بامبو تجربو څخه نیولی چې د دودیزه کرنې برخه وه او په پراخه کچه د ورځیني شیانو تولید لپاره کارول کیږي، تر بزګرانو چې خپل تولیدات او عاید د بامبو کښت له لارې لوړوي او لوړه سوداګریزه تقاضا لري، اوس ژور پام د خپل ځان بسیاینې په لور دی.

د لومړي وزیر موډي بل غوره نوښت په هندوستان کې جوړ شوی یا Make in India دی چې د هندي کلیوالو جامو اوبدل بیا راتازه کوي. مونږ په هغه څه خبرې کوو چې څرنګه د دودیزه کلیوالو ټولنو په وسیله اوبدل شوې کپړې د دولت پر ملاتړ اوس ډیره تقاضا لري. په 2020 کال کې د هندوستان سالم بدن حرکت یو کال پوره شو، مونږ دې ته کتنه لرو چې څرنګه دا داستاني نوښت د مصونیت لوړوالي او سالم بدن درلودلو کې مرسته کوي.

هندوستان د تکنالوژي برخه کې پرختګونه کوي، نه یواځې ډیجیټلي انقلاب په لور روان دی، بلکه د ځناورو خوندي ساتونکو او طبیعت پوهانو سره مرسته کوي چې د هیواد حیوانات او بوټي خوندي وساتي. په دې ګڼه کې، تاسو ولولئ چې څرنګه د مالیکولي جنیټیکي آلو په څیر نوښتونه د خوندي ساتلو بیولوژي برخه کې کارول کیږي.

مونږ د یو غوره انسټیټوټ، باهبا اټمي څیړنې مرکز (BARC) له لارې د هندوستان علمي لاسته راوړنو ته کتنه کوو، چې هیواد یې د هستوي ساینس، پرمختللي څیړنې او پراختیا برخه کې په نړیواله نقشه کې اوچت ښکاره کړی.

په پای کې مونږ د غوره سندرغاړي او پډما ویبوشان ګټونکي پنډیټ جاسراج درناوی کوو، چې د هندي کلاسیک موسیقي برخه کې یې شانداره کارونه کړي او د هغه مړینه د موسیقۍ په نړۍ کې د تل لپاره یو خاليګاه پريښوده.

error: Content is protected !!