وزارت خبرې کوي

سریزه

مسله 04, 2020

سریزه

د هند لید |لیکوال

مسله 04, 2020


--

څرنګه چې مو د 2020 کال د اګست په 15مه، د خپلواکۍ 74یمه کلیزه لمانځله، ملت د لومړي وزیر نریندرا موډي د هندوستان د ځان بسیاینې واضح پیغام ته لبیک ووایه. د کویډ-19 د خپراوي مخنیوي لپاره د وضع شوي محدودیتونو سره سره، ملت په کلکه ژمنتیا سره د اتمانیربهار یا ځان بسیاینې په لور روان شو او د “نوي هندوستان” لید لوري ځانته نوې بڼه غوره کړه.

د هندلید دې ګڼې سره، یوه عمومی کتنه لرو چې د ناروغۍ پرمها په ورته وخت کې چې هندوستان خپلو ډیپلوماتیکو ملګرو ته لاسرسی درلود، د وبا پر وړاندې د ملت د هڅو ملاتړی هم پاتې شو. موږ سویل ختیځ آسیا ته د پخوانیو کلتوري اړیکو پوهاوي لپاره سفر هم لرو چې هندوستان خپلو هڅو سره ځینې خورا مشهور او تاریخي یادګاري ځایونه بیرته جوړوي چې سیمې سره زموږ د ګډ تمدن او کلتوري اړیکو نښه ده چې دې سره مو اړیکې لا پیاوړې کيږي.

زمونږ د خپلواکۍ 75 کلونو په پوره کیدلو سره تاسو ته د هغو وروستي تخنیکي پرمختګونو بحث کوو چې هندوستان یې نویو څوکو ته اوچت کړی دی. موږ دې ته کتنه کوو چې څرنګه په هندوستان کې سیمه ایز ډیجیټلي پلیټ فارمونه په یو لوی حرکت بدلیږي، او د هغو نوي ساینسي ملګرتیاوو ارزونه کوو چې په هیواد کې یې ډیجیټلي بدلون رامینځته کړی.

موږ د خلکو خوښې “نوي معیار” ته کتنه کوو ځکه د کویډ-19 له امله وضع شوي محدودیتونه ورو ورو کمیږي، او خلک په هغو اړتیاوو پوهیږي چې سفر او نور اقتصادي فعالیتونو کې یې بدلون راوستی. موږ د خپل انځوریزه برخې لپاره، ټول هیواد ته سفر کوو ترڅو په تود هندي اوړي د موسمي بارانونو اغیز وګورو.  په تدریجي ډول د سپورت بیرته راستنیدو سره، موږ د هندوستان فوټبال ته لنډه کتنه کوو چې په هیواد کې د څو نړیوالو لوبو کوربه توب وروسته په چټکۍ وده کړې.

پدې ګڼه کې، موږ د مخکښ هندي انسټیټیوټونو لپاره ځانګړې شوې برخه معرفي کوو چې د هیواد پرمختګ سره یې مرسته کړې او پیل یې د دفاعي څیړنې او پراختیا سازمان (DRDO) سره کوو او یو شمیر نوښتونو ته کتنه کوو چې نه یوازې یې د هندوستان دفاعي سکټور پیاوړی کړی، بلکې هیواد یې هم د ځان بسیاینې په لور روان کړی دی. موږ د هندوستان کرنیز سکتور ته هم کتنه کوو چې په تیرو کلونو کې یې نه یوازې زموږ د خوړو خوندیتوب تضمین کړی، بلکې د تولیداتو په لیست کې یې څو بهرني محصولات اضافه کړي او زموږ انحصار یې په وارداتو کم کړی او د هیواد ځان بسیاینې په لور یې یو بل ګام اخیستی.

موږ د هندوستان هغه تنوع ګورو چې په بډایه او مختلفه ژبني میراث کې په ښه ډول منعکس کیږي. په ورته وخت کې هندي لاسي صنایع او دوديزې پروسې چې د تولید لپاره کارول کیږي د هیواد د بیلابیلو سیمو ځانګړې پیژندګلويي ده. موږ ټول هیواد ته سفر کوو ترڅو پوه شو چې جغرافیه اي نښې (GI علایم) څنګه د دې داخلي محصولاتو په وده کې مرسته کړې او په ورته وخت کې د ډیرو بزګرانو او کسبه کارانو د ځانګړې پیژندنې ډاډ ورکوي.

په پای کې، موږ په متحده ایالاتونو او انګلستان کې د سوامي ویویکانندا پل لټوو او دې ته لنډه کتنه لرو چې هغه څرنګه لویدیځې نړۍ ته د هندوستان کلتور او میراث پیژندنه کې خورا مهم رول لوبولی دی.

په درناوي!

error: Content is protected !!