سریزه
--
هندوستان د موانعو له منځ وړلو پر وړاندې د نوښتګر لیدلوري په درلودلو پیژندل شوی. که څه د پاک کارۍ پروګرامونو تطبیق وي، یا د هیواد سرتاسر د مالي مرستو ماموریتونه وي او د راتلونکو پلانونو او نظریو منل وي، دې هیواد په وار وار ثابته کړې چې هر ډول ستونزه حل لري خو که مونږ ورته متعهد پاتې شو.
د هند لید مجلې دې ګڼې سره، مونږ تاسوته وروستي پرمختګونو باندې لیکنې لرو چې نه یوازې هندوستان بلکه د ټولې نړۍ هیوادونه خپل ډیپلوماتیکې غونډې، دنړۍ مشرانو غوڼدې او نړیوالې ناستې په نوې شکل ترسره کوي. او په ورته وخت کې د کویډ-19 وبا پر وړاندې جګړه هم کوي. مونږ د لومړي وزیر نریندرا موډي وروستي ټولشموله مجازې غونډې ته کتنه کوو چې د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن سره یې درلوده. دا مونږ ته ښکاره شوه چې هندوستان څرنګه نوي میتودونو سره ځان عیاروي او خپلې ډیپلوماتیکې لیدنې دوامداره ساتي.
او بیا د واندې بهارت ماموریت ته کتنه کوو چې څرنګه یې زرګونه هندیان بیرته د کوښښونو سره د هوا، ځمکې او اوبو لارې خپل هیواد، خپلو کورونو ته په خوندي ډول راوستل. مونږ بیا سویلي هندوستان ته سفر لرو چې خپلې لرغونو فرهنګي اړیکو باندې پوه شو چې بیا د هندوستان کوښښونو سره پیاوړې شوي او له سره ورته تعهد شوی ترڅو ځینې پخواني او تاریخي یادګارونه بیرته جوړ کړو چې د سیمې سره زمونږ د ګډ تمدن او فرهنګي اړیکو شاهدي ورکوي.
مونږ بیا د لومړي وزیر موډي لیدلوري ته کتنه کوو چې څرنګه یې هغو اصلاحاتو او تګلارو ته لومړیتوب ورکړی چې د کویډ -19 کړکیچ وروسته اقتصاد بیرته ورغوي او په خپله لاره یې برابر کړي چې هندوستان تر 2024 پورې خپلې موخې د 5 تریلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت اقتصاد ته ورسیږي. بیا دودیزه درملنې لکه ایور ویدا، په طبیعي ډول د بدن دفاعي سیستم لوړوالی، سیدا او نورو ته کتنه کوو ترڅو د هغوی پ مفکوره پوه شو او دا چې د درملنې لپاره اغیزمن سیستمونه دي چې د نوي کروناویروس پر وړاندې کارول کیږي ترڅو د بدن مصؤنیت لوړ کړي.
هندي خواړه په دودیز ډول متوازن پرهیز په توګه په موسمي بدلونونو کې کارول کیږي. مونږ یو عمر لرغوني طریقو ته کتنه کوو چې د ورځینیو ترکیباتو څخه جوړیږي او د اوړي ګرمي دفع کوي. مونږ تاسې ته ساده او دودیزه لارې وړاندې کوو چې په معاصر وختونو کې د سالم او روغتیايی خوړو انتخاب ولرئ.
مونږ بیا په څو کنسرتونو او غونډو کې ګډون کوو چې نوې ډیجیټلي لاره یې خپله کړې ترڅو د قرنطین موده کې ډیر اوریدونکي او لیدونکي ولري او ورسره مرسته وکړي چې تشویشونه او ستړیا یې لرې شي او د سولې او هیلې پیغام د سندریز آوازونو له لارې خپور کړي.
زمونږ د انځوریز برخې لپاره، مونږ د هیواد سرتاسر سفر کوو ترڅو تاسو د هند لومړۍ کرښې جنګیالي ښکاره کړو او د هغوی غوره خدمت څخه د کویډ – 19 پر وړاندې مننه وکړو. بیا دې ته کتنه کوو چې څرنګه د کوربتوب صنعت خپل ځان بیا کشف کړ او د وبا پر وړاندې جګړه کې یې برخه واخیسته او دولت سره یې مرسته وکړه چې دا ساري ناروغۍ ودروي.
په پای کې، مونږ د پډما جایزې د ګټونکو انتخاب پروسې بدلون ته یوه لنډه کتنه کوو، او دا چې څرنګه دیموکراتیک پروسې له لارې ګټونکي انتخاب شول او په پروسه کې ټولو ونډه درلوده چې د لمانځنې څخه پاتې اتلان ولمانځل شول، چې د خپل کارونو، تعهد له لارې یې د ټولنې ښه والي لپاره کار کړی. مونږ هم د هندوستان سینما ستورو او د هغوی خدمتونو ته احترام وړاندې کوو چې په راتلونکو لسیزو کې به هم خلکو ته مثبت بدلون ورکوي.

انوراګ سریواستاوا