سریزه
لکه څنګه چې په نړۍ کې میلیونونه انسانان په یوه ډول نه یو ډول د نوي کروناویروس یا کویډ- 19 څخه اغیزمن شوي، هندوستان هم د دې نړیوالې وبا له امله د کړکیچن وضعیت سره مخ دی. په دې سختو ورځو کې، ټول ملت په ګډه د یو دښمن پر وړاندې ښه کلک ولاړ دی، هرڅه چې مونږ له دې کړکیچ څخه وباسي، هغه نورمونه او استنداردونه چې د وبا سرایت څخه مخنیوی کوي یا کوښښونه، نظرونه او نوښتونو تطبیقولو کې په ګډه برخه اخلي.
مونږ تاسې ته د لومړي وزیر نریندرا موډي بشپړ راپورونه درکوو چې څرنګه یې په ښه توګه له ډیپلوماټیکې لارې په ټوله نړۍ کې هیوادونو سره یو لاس کړل ترڅو د دې وبا پروړاندې ښه مبارزه وکړي. زمونږ د هیواد څو اړخیز او محرکه سوداګرۍ او نوښتونه یوځای شوې ترڅو دې کړکیچ ته حل لارې پیدا کړي.
څومره چې مونږ مخ پر وړاندې روانیږو او ژوند بشپړ، با دیسیپلینه او د طبیعت سره برابروو، هومره هندوستان بیرته خپل غني میراث، دودونه او پخوانۍ پوهې ته رجوع کوي. د هندي یونايي درملو د جوړښت ځواک څخه نیولی د یوګا مصونیت ځواک پورې، د لرغونو عملونو څخه چې زمونږ ژوند یې دودیزو لوبو ته اړولی او زمونږ خړې حجرې یې ډیرې کړي، بیا طبیعي جوړښتونو او ساده عادتونو ته کتنه کوو، چې ټول یې په دې ګڼه کې وړاندې شوي. مونږه دې ته کتنه کوو چې څرنګه د یوګا اساسي تخنیکونه پرته د کوم ټریننګ څخه زمونږ ژوند ډکوي او زمونږ ذهني، روحي او فزیکي ځواک د ساده تمرینونو له لارې ښه کوي. بیا د خپلو ریښو بیرته کشف په پار راجستان ایالت ته یو سفر پیل کوو، هلته د غالۍ اوبدلو ځايي هنر نه یوازې اوبدونکي له مالي پلوه بسیا کړي بلکه د هغوی کسب یې د ډیزاین په نړیواله نقشه کې ښکاره کړی.
هندوستان چې زرګونه ډوله نباتاتو او ونې لري د یو طبیعي جنت څخه کم نه ګڼل کیږي. مونږ مو د هیواد په اوږدو او لنډو کې ګرځوو چې د هیواد لږ پیژندل شوي ملي پارکونه او خوندي شوي ځایونه تاسو ته ښکاره کړو.
په دې ګڼه کې، مونږ د هغو هندي ښځو هرکلی کوو چې د ژوند توازن یې په بشپړ ډول برابر کړی – د دویزه قوانینو پر خلاف دریدلې او بیرون یې د خپل زیار له کبله نښې پریښې. بیا تاسو ته د څلور ښځینه موټرسایکل چلوونکو کیسه لیکو، چې هند څخه د برمال له لارې تایلنډ ته پر نوې غځیدلي سړک موټرسایکل باندې تللي، او د ملتونو زړونه یې لاسته راوړي. سفر جلا او خواره واره خلک سره یوځای کوي، مونږ تاسو ته د لیکوالې او خیرخواه سودا مورتي لخوا وړاندې شوې خبرې چې څرنګه هندي فرهنګ د پولو هاخوا تیر شوی تاسو سره شریکوو.
دې ګڼې سره، مونږ تاسې ته یوه نوې برخه وړاندې کوو چې هلته افسانوي شخصیتونو څخه لمانځنه کیږي، چا چې په خپل غوره فکرونو او زحمت یوه نښه پریښې. مونږ د مهاویستا ډیوي سره پیل کوو، چې د لویدیځ بنګال پیژندل شوې لیکواله او مدني فعاله ده، او په ټول هند کې یې د قبایلو ژوند ښه والي لپاره زیار ګاللی او کار کړی دی.