وزارت خبرې کوي

سریزه

مسله 01, 2020

سریزه

د هند لید |لیکوال

مسله 01, 2020


لکه څرنګه چې نړۍ نوې لسیزې ته داخلیږي، د هندوستان نړیوال انځور د یو تدریجي بدلون سره مخ شوی، ترڅو نړۍ ته قاطع، رسیدلی او فعاله ډیپلوماتیک لیدلوری وړاندې کړي. هندوستان پراخ پرمختګ لیدلی – که څه دولتي پروسو لنډوالی وي، د پنځه تر...

لکه څرنګه چې نړۍ نوې لسیزې ته داخلیږي، د هندوستان نړیوال انځور د یو تدریجي بدلون سره مخ شوی، ترڅو نړۍ ته قاطع، رسیدلی او فعاله ډیپلوماتیک لیدلوری وړاندې کړي. هندوستان پراخ پرمختګ لیدلی – که څه دولتي پروسو لنډوالی وي، د پنځه تریلیون ډالري اقتصاد په لور حرکت وي یا ټولو هیوادوالو ته د اساسي پاکوالي زمینې برابرول وي. خو د کلونو په اوږدو، زمونږ دودونه، فرهنګ او هنري میراث زمونږ سره اړوند پاتې شوی او ان نن یې زمونږ د ژوند سټایل مدیریت کړی.

پداسې نړۍ کې چې فاصلي په چټکۍ سره لنډیږي، دسانسکریت عبارت، واسودایفا کوتومبکام (نړۍ یوه کورنۍ ده) د هندوستان څو اړخیزه ډیپلوماټیکو نوښتونو یو عمده فکتور ګڼل کیږي. مونږ د ریسینا بحث ته په کتلو، چې یو څو اړخیز کنفرانس دی چې د نوښت په توګه راوتلی ترڅو د نړیوالو ټولنو ننګونکو موضوعاتو باندې خبرې وکړي او دا چې څرنګه مونږ سره مرسته کوي ترڅو د هندوستان ثابت او عملي انځور ښکاره کړي، هغه هیواد چې نړیواله دولتي نقشې جوړولو کې برخه واخلي.

د ډیپلوماټیکو لیدنو مصروف مهالویش پیل کولو سره، د برازیل ولسمشر، جیر بولسونارو، چې د 71 ولسواکۍ لمانځغونډې مشرو، کوربه توب یې هندوستان وکړ. د سریلانکا لومړي وزیر، مهیندا راجاپاسکا د لومړي وزیر په توګه د نوې ډیلي څخه لیدنه وکړه چې وروسته یې د ویتنام مرستیال ولسمشر ډانګ تای نګوک تین او د پرتګال ولسمشر مارسیلو ریبیلو دی سوسا هم نوې ډیلي ته سفرونه لرل. تر ټولو مهم یې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر و او هغه ته د ښه راغلاست نمستې ټرمپ لویه غونډه د ګجرات په احمدآباد کې جوړه کړې وه. د متحده ایالتونو ولسمشر همداراز په اګره کې تاج محل څخه لیدنه وکړه چې ورپسې دوه اړخیزه مهم بحثونه په ډیلي کې وشول.

د دوامداره پرمختګ  او اقلیم بدلون سره چې زمونږ د تګلارو سر کې قرار لري، مونږ په پوډوچیري کې اروویلي ته سفر کوو ترڅو د دوامداره او طبیعي ټولنې خیالي جمعیت بریالیو ورځینیو چارو څخه له نږدې لیدنه وکړو. او بیا د هندوستان پخوانۍ زینه لرونکې څاګانې ګورو، ترڅو د پخواني هندوستان د اوبو ساتلو تخنیکونو باندې پوه شو ترڅو ورڅخه الهام واخلو او د هندوستان په ښارونو کې د اوبو سطح لوړه کړو.

هغه بی نظیره بدلون چې هندوستان لیدلی، ځینې برخې د پخوانیو دودونو بیرته نوې کیدل هم لري. د بیلګې په ډول د راجستان سنګانیر او باګرو څخه د لرګیو ټاپو په وسیله چاپ شوې ټوټې، چې د هغه سیمې وچې دښتې تارونو جغرافیایي اوضاعو ته په کتلو ډیزاین شوي. په راجستان کې مونږ د مانګنیار ټولنې څخه هم لیدنه کوو چې د تندر اواز لرونکي الو باندې د باران غوښتنه کوي. او بیا د هیواد نورو برخو ته سفر کوو ترڅو د هندوستان متناوبه موسیقي وپيژنو چې د فولک دودنو څخه یې الهام اخیستی او دا موسیقي تل د هغو چاپیریالونو په وسیله تعریف شوې چې هلته غږول کیده.

او بیا د سپورت ستورو پر ژوندانه د جوړ شویو فلمونو تغیر ته یوه کتنه کوو چې د سپورت اتلانو په لور یې د خلکو لیدلوری بدل کړی چې نه یوازې د هغوی لاسته راوړنو زانته بلکه ټول ملته ویاړ بښلی. په پای کې، د شهیدانو ورځ چې دجنوری 30 ده، مونږ د مهاتماه ګاندي وختونه او ژوند په یادوو او د هغه د ښوونو د پوهیدو سیناریو تړاو د اوسني چټکې بدلیدونکې نړۍ سره ګورو.

راویش کمار

error: Content is protected !!