وزارت خبرې کوي

سریزه

مسله 05, 2019

سریزه

د هند لید |لیکوال

مسله 05, 2019


په 2019 کال کې هند د نړۍ د زوانانو پنځمه برخې لپاره کور دی، د هند 65 سلنه ټول نفوس د 25 کلنۍ څخه ټیټ عمر لري، دا ښکاره کوي چې زمونږ پخواني دودونه څومره عصري هندي نفوس سره تړاو لری. د هندلید مجلې دې ګڼې سره، مونږ دې ته یوه کتنه...

په 2019 کال کې هند د نړۍ د زوانانو پنځمه برخې لپاره کور دی، د هند 65 سلنه ټول نفوس د 25 کلنۍ څخه ټیټ عمر لري، دا ښکاره کوي چې زمونږ پخواني دودونه څومره عصري هندي نفوس سره تړاو لری. د هندلید مجلې دې ګڼې سره، مونږ دې ته یوه کتنه کوو، د 5000 کلن تمدن پوهه د دودونو او فرهنګ څخه څنګه ده چې د نسلونو مونږ ته را پاتې ده.

په دې میاشتو کې نړۍ خپل پام هند ته واړاوه ځکه چې هندي لومړي وزیر نریندرا موډي د چين ولسمشر شي جین پینګ ته د هند – چین دویمې غیر رسمي ناستې لپاره په ممالاپورم کې ښه راغلاست ووایه او د جرمني لومړۍ وزیره انګلا میرکل د دولت – داخلي مشورو پنځم دور خبرو لپاره هند ته راغله. دا دواړه ناستې نوې دې او په نوښت کې ترسره شوي چې وروستیو کې عملي شوي او د هند داسې یوې بیلګې په څیر کار کوي چې د نړۍ سرتاسره د ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا لپاره د هند تازه لیدلوری ځواکمن کوي. او مونږ بنګکاک ته هم سفر لرو څخه چې د ختیځ اسیا هیوادونه د ختیځ اسیا 14 ناستې لپاره راټول شوي، ترڅو پوه شو چې زمونږ ختیځ ملګرتیا څرنګه زمونږ پر نړیوال انځور اغیز لري. او بیا د سعودي عربستان شاهي دولت ته د هند لومړي وزیر نریندرا موډي سره یو ګډ دوه – ورځینی سفر لرو.

لکه څنګه چې تل د هند سینما د معاصر مودونو ښه لید درلود، مونږ ګوا ته د هند نړیوال فلم میلې IFFI پنځوسمې غونډې لپاره ورځو چې د هندي سیمه ایزو فلمونو په پرمختګ، په هیواد کې په فلم جوړولو هم پام کړی او د نړۍ ګوټ ګوټ څخه یې غوره سینمايي تولیدونه پیژندلي. او بیا ایوشمان خورانا سره ګورو، هغه جایزه ګټونکی اداکار چې بالیوډ یې د خپلو فلمونه سره بیرته راژوندی کړی او د فلمونو موخه یې دا ده چې د خلکو ورځینۍ ستونزې انځور کړي.

که څه د یوګا دودیزه زدکړه وي او یا د هنر سیمه ایزې بڼې وي خو د ملت په ګوټ ګوټ کې په ښه ویاړ سره تر اوسه شته او ان څو میلې یې د هند ارزښتناکه ژوندي تاریخي میراث لمانځلو لپاره جوړې کړې، زمونږ د فرهنګ تړاو د 21 مې پيړۍ سره په خپله څرګند دی، او خپله هر څه وايي. د هند د ادبیاتو ځلاند ستوري، لیکوال امیش هم په دې موضوع خپل فکر له مونږ سره شریک کړی.

او مونږ بیا د همالیه سپیتي سیمې ته سفر کوو او د هغه ځای لومړنۍ تجربه اخلو، فرهنګ یې داسې ثابت ساتلی چې د وخت له امتحانه بریالی وتلی او نن د ورورولۍ، توپیر درلودو او اصلیت غوره مثال ګڼل کیږي. او بیرته راتګ کې د خپل انځور اخیستنې په پار بیا په څو ښکلي ځایونو کې ودریږو او د هیواد رنګین فرشونه ګورو چې په رنګینه فرهنګي میلو کې نندارې ته وړاندې شوي.

راویش کمار

error: Content is protected !!