سریزه
.
هندوستان د خپلواکۍ 75مې کلیزې (د 2022 کال اګست 15) په لور روان دی، د هندوستان دولت یو لویه 75 اونۍ میله ’آزادي کا امریت مهوتساف‘ په لاره اچولې چې د هیواد آزادۍ جنګیالیو ته درناوی کوي او د هغوی څخه الهام اخلي ترڅوهیواد پياوړی او خورا نیکمرغه راتلونکی ولري چې په اتما نیرباربهارت (په خپل ځان بسیا هندوستان) ځواکمن وي. د هندلید دې ګڼه کې مونږ د آزادي کا امریت مهوتساف میلو بیلا بیلو موخو او بڼو ته کتنه کوو.
د وبا پرمهال د هندوستان دوامداره نړیوالې همکارۍ ته په کتو، مونږ یوازې د هندوستان-اروپايي اتحادیې ناستې کلیدي ټکو باندې غور کوو. دا مجازي ناسته د هندوستان بهرنۍ تګلاره کې تاریخي لهزه وه ځکه چې دا لومړی ځل و د اروپايي اتحادیې+27 فارمټ کې د اروپايي اتحادیې په کوربتوب د هندوستان سره داسې غونډه وشوه. په ناسته کې، د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي د د اروپايي شورا او اروپايي کمیسیون رئیسانو په شمول د اروپايي اتحادیې د ټولو 27 غړو هیوادونو مشرانو سره خبرې اترې وکړې.
لومړي وزیر موډي د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانس سره د مجازې ناستې له لارې د 2021 کال مې کې وکتل، او د دوه اړخیزه اړیکو لپاره یې یوه تاریخي لاره جوړه کړه. دواړو لومړي وزیرانو د ساینس، پوهنې، څیړنې او نوښت برخو کې په خپلو ګډو ژمنو ټینګار وکړ. دې ناسته کې د آکسفورډ پوهنتون، اسټرازنیکا او د هندوستان سیریوم انسټیټیوټ بریالۍ همکاري یادونه وشوه د کویډ-19 ګټور واکسین – چې انګلستان کې پراختیا ورکړل شوې، هندوستان کې جوړ شوی او په نړیواله کچه توزیع شوی.
لومړي وزیر موډي په 2020 کال کې د کویډ-19 وبا پيل سره د یو بیان په ترڅ کې ملت د کډا په خوړلو وهڅاوه، کډا یو ډول آیورویدي څښاک دي چې په دودیزه بڼه د بوټو او مسالو څخه جوړیږي او د بدن مصؤنیت کچه لوړوي. آیورویدا چې د ژوند ساینس معنی لري، د روغتیا یو پخوانی سیسټم دی او مونږ د دې لرغونې عمل ګټو ته کتنه لرو.
لومړي وزیر موډي د خپل میاشتني راډیويي پیغام، من کي بات له لارې د هندوستان کرکټ لوبغاړې میتالي راج ستاینه وکړه چې لومړۍ هندۍ ښځه شوه چې د کرکټ ټولو فارمټونو کې 10,000 منډې لري. مونږ یې بریا لمانځو او دې سره د اوو نورو هندي ښځو سوکوهونکو لاسته راوړنو ته یوه لنډه کتنه لرو چې په دې وروستیو کې یې د نړیوال بوکسینګ نارینه او ښځینه انجمن نړیوالې اتلولۍ کې د سروزرو مډالونه ګټلي دي. د شاتو مچیو ساتل بله موضوع وه چې لومړي وزیرموډي یې په خپل راډیويي پیغام کې یادونه وکړه. مونږ د مچیو ساتلو سوداګریزه ګټو ته کتنه لرو او د دولت ملاتړ په څرنګوالي خبرې کوو چې مچۍ په تدریجي ډول د هندي بزګرانو د عاید سرچینه ګڼل کیږي.
د انځورونو برخه کې تاسې ته په نړۍ کې د 2021 کال یوګا نړیوالې ورځې (هرکال د جون یویشتمه لمانځل کیږي) لمانځل ښایو. او هیواد کې ځینې ښکلي ابشارونو پسې د باراني موسمونو وریځې لټوو. د دې ګڼې شخصیتونو برخه کې، د ډاکټر ویکرم سرابای یادونه کوو، چې د هندوستان فضايي پروګرام پلار په نامه یادیږي. مونږ د هغه درناوی کوو چې په هیواد کې یې د ساینس علم لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې کړي او د تمبا استوايي راکټ توغولو ستیشن (TERLS) په شمول یې د څو انسټیټیوټونو او ساینسي مرکزونو بنسټ ایښی، تمبا د هندوستان د راکټ توغولو لومړنی ستیشن دی.
مونږ د هندوستان افسانه اي ورزشکار او د آسیايي لوبو څلور ځله سروزرو مډال ګټونکې ملکا سینګ خارق العاده ژوند او لاسته راوړنو باندې ویاړو، چې د مړینې له کبله یې د هیواد ورزشي ټولنه کې یوه خلا جوړه شوه. مونږ د هندوستان مخکښ اداکار دیلیپ کمار درناوی هم کوو چې په دې وروستیو کې ومړ. د داداصاحب فیلکې جایزې ګټونکي، دیلیپ کمار نامتو ژوند او لاسته راوړنې د راتلونکي نسلونو اداکارانو ته الهام بخښي.
