سریزه
-
د 2021 کال مارچ کې، لومړي وزیر نریندرا موډي د بنګلدیش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه په بلنه د بنګلدیش هیواد څخه لیدنه وکړه. دوه ورځینی سفر (مارچ 26 – 27) چې په 2020 کال کې د کورونا وبا له پیل څخه د لومړي وزیر موډي لومړی نړیوال سفر و، د بنګلدیش هیواد خپلواکۍ زرینو لمانځنو؛ د بنګلدیش د ازادۍ مبارزې او د هیواد اول لومړي وزیر بنګابندو شیخ مجیب الرحمن د زوکړې سلمې کلیزې؛ او د هندوستان او بنګلدیش د ډيپلماتیکو اړیکو 50 کلونو پوره کیدلو سره سمون وخو
ړ.د سفر پر مهال لومړي وزیر موډي د هندوستان مسلح ځواکونو قربانیانو لپاره د یو څلي بنسټ کیښود، چې په 1971 کال جګړه کې یې د بنګلدیش ازادۍ لپاره ځانونه قربان کړل، او بنګلدیش لومړي وزیرې شیخ حسینه سره یې د نوې اوسپنې پټلۍ (میټالي ایکسپریس) پرانست چې ډاکه (د بنګلدیش پلازمینه) د نوي جلپيګوري (لویدیځ بنګال، هندوستان) سره نښلوي – چې د ګاونډي هیواد سره د هندوستان کلکې اړیکې جوړوي. همداراز لومړي وزیر موډي د بنګلدیشي زدکوونکو لپاره 1000 شبورنو جایانتي بورسونه اعلان کړل چې په هندوستان کې خپل زدکړې وکړي. د دې ګڼې همکارۍ برخه کې مونږ بنګلدیش څخه د لومړي وزیر موډي ځانګړې لیدنې ته کتنه کوو.
هندوستان نړۍ سره د پوهې، فلسفې، فرهنګ او دودونو له لارې نړۍ سره د نښلیدو ښه تاریخ لري. د دې تاریخ ژوندۍ بڼه د بودایزم په ګډ میراث کې لیدلی شو. دا چې د بودايي فرهنګ او فلسفې د پخواني هندوستان څخه آسیا ته رسیدلي، له همدې کبله د څو سویل ختیځ آسیايي هیوادونو سره پياوړې ملکي اړیکې لري. په دې ګڼه کې، مونږ د هندوستان او سویل ختیځې آسیا هیوادونو ګډ بودایي میراث ته کتنه کوو.او همداراز په دې ګڼه کې دوه په زړپورې سیمه ایز هندي دودونه د غور لاندې نیول کیږي. لومړي وزیر موډي په خپل وروستي راډیويي پیغام، من کي بات کې ملته په خطاب د اودیشه پټاچیټرا هنري بڼې او د ارونچل پردیش مونپا قبیلوي ټولنې د کاغذ جوړولو 1000 کلن تخنیک، مان شوګو په هکله خبرې وکړې.
مونږ د پټاچیټرا ظرافت ته ژوره کتنه کوو، داسې ویل کیږي چې دا هنر په پوري کې د جګنات مقدس مندر بنسټ کیښودلو سره پیل شوی او آن نن هم په دودیزه ډول د راګو راجپور کوچني میراثي کلي کې عملي کیږي. مونږ همداراز د چاپيریال-دوسته کاغذ جوړونې پروسې، مان شوګو تولید ته کتنه کوو چې د سیمه ایز بوټي پوټکې څخه جوړیږي او له همدې کبله د ونو قطع کولو ته اړتیا نه لیدل کیږي.چاپیریال-دوسته او تلپاتې تولیدات د وخت اړتیا بلل کیږي. څنګه چې مونږ د چاپيریال ساتنې نړیوال ورځ (جون 5) ته نږدې کوو، مونږ په دې اعتراف کوو چې د څو هندي نوښتګرو چاپيریال-دوسته کارونه پیل کړي چې د خځلو څخه غوره شیان جوړولو جمله له سره تعریفوي.
او د دوی نوښتګر فکرونه د لومړي وزیر موډي د اتمانیربار بهارت او هندوستان کې جوړشوي لیدلوري پراختیا سره هم مرسته کوي.دا لیدلوري د هندوستان د لوبو سامان لومړۍ میله کې هم د پام لاندې و چې د لومړي وزیر موډي لخوا په مجازي ډول پرانستل شوه. د میلې پرانستلو پر مهال، لومړي وزیر موډي د ماشوم پيژندنې وده کې د هندي لوبو سامان رول باندې ټینګار وکړ او د لوبو سیمه ایز سامان جوړونکي یې وهڅول چې خپل دود ژوندی وساتي. مونږ په ځینې لاس باندې جوړ شوي د لوبو هندي سامانونو باندې رڼا اچوو چې نه یوازې ماشومان خوښ ساتي بلکه د سیمه ایز فرهنګ او دودونو ښکارندويې هم کو
ي.هندي مسالې چې ځانګړی خوند لري او ځانګړو سیمو پورې اړه لري. د خوند څخه ډکې او د ځان سره روغتیايي ګټې لري، او د سیه ایزو دودونو انعکاس هم کوي. مونږ تاسې ته د هند شبه جزیرې څخه لږ پيژندل شوې مسالې وړاندې کوو. غلې د مسالو په څیر د هندي پخلنځیونو بله برخه جوړوي. دا چې 2023 کال د ملګرو ملتونو عمومي ناستې لخوا د ایږدنو نړیوال کال په توګه نومول شوی، مونږ تاسې ته په هندي خوړو کې د ایږدنو ارزښت، هغه سیمې چې دا غلې هلته کرل کیږي او د هندوستان دولت په هغه کوښښونو بحث کوي چې د ایږدنو پراختیا او کښت لپاره کار کوي. زمونږ د شخصیتونو برخه کې، مونږ د هندوستان غوره فلم جوړونکي ستیاجیت رې ته درناوی کوو. چې د بهارت رتنا او د ویاړ اکاډمي (اوسکار) جایزو سره د یو عمر لپاره نازول شوی