د احمد اباد خوند
د هند څخه د یونسکو لومړی میراث او د ګجرات لوی ښار احمد اباد د سیلانیانو لپاره جنت دی. ښکلي تاریخي ځایونه، ډک او ډوک بازارونه او د ګلچینو خوړو نندارې او هغه ټولې نه هیریدونکې تجربې همدلته دي
د سبرمتي سیند اوبو غږ مې غوږ ته راځي چې لږ لرې روان دی. زما په سر، په لوړه څانګه کې دوه مرغۍ په ښکلي اواز سندرې وایي او ښکلی باد هم لږیږي، چې د باران وعدې راوړي. زه په احمداباد کې سبرمتي اشرام په شنه سولیزه ځمکه ولاړه یم او زه هیڅکله هم دومره ارامه نه وم. دلته د ښار ډنګ او ډونګ نه اورم او نه په عصباني فعالیتونو چاپیره یم لکه څنګه چې خپل اشپزخانه کې پرې عادت وم. د هغې پر ځای زه د موزیمونو نندارتونو تیریږم چې د مهاتما ګاندي د ژوند، وخت او فلسفې سند دی. د هغه د ژوند غریبانه شیان دلته . سبرمتي

په مینه ساتل شوي، او ماته د هغه د باور ارمانونو څخه یو څه په ذهن کې پاتې کیږي. د سیند لویدځي غاړي ته پروت اشرام کې د یو څو ساعتونو تیرول اسانه دي. د 1917 څخه تر 1930 پورې د مبارزې پر مهال دا اشرام د ګاندي مرکز په توګه وکارول شواشرام په احمداباد کې د لومړیو ځایونو څخه دی چې زه یې کتنه کوم خو کله چې ترې رخصتیږم د غرمې وخت وي. په هند کې ښارونه د هغوی د خوړو څخه پیژندل کیږي. سویلي هند ایډلي، ډوسه او اپم، او شمالي هند هوارې پراټې، مټر پنیر او چولې کولچې لري. که څههم د دې ټولو خوړو غوره ډول یې په ټول هیواد کې خوړلی شئ، احمداباد یو ښار دي چې دا ټول او نور ډیر شمير په غوره ډول خوړلی شئ. په خوله کې اوبه کیدونکې ډوکله او ګجراتي کړی څخه نیولی تر شربتي جلبیو – زه یې په انتخاب کې لیونۍ کیږم، هر یو یې له بل
مزه داره ده.

زه یو ښکلي ګجراتي تالي ته په دودیز ډول په برونزي کاسو کې ناسته یم. مخکې له دې چې خواړه راوړل شي یوه کوچنۍ کاسه راکوي ترڅو خپل لاسونه ورکې ومینځم، چې اوبه د یو اوسپنیز ظرف څخه راغورځې، راته ویل شوي چې د یو عمر پخوا دود دی. په ارام ډول زما قاب د خوندورو سیمه ایزې خوړو، اچارونو او چتني څخه ډکیږي، لکه د دڼیا او نعنا چتني، او د ګازرو او مرچو اچار. دا په یوه پاڼه اچول کیږي چې په قاب کې پرته ده. ګارسون وایي: چې پاڼه د دې لپاره ده ترڅو اچار د برونزو سره تعامل ونکړي. او بیا اصلي خواړه راځي – رنګانه بتاته نو شاک (تور بادنجان د کچالو سره پوخ شوي)، چورا نو شاک (د تورې لوبیا بوی لرونکې یخني)، ګجراتي خټې میټي دال (د نسکو خوږه او تورشه شوربا)، اوندیو (مخلوط سابه چې د پالکو مزې سره تیار شوي)، بینډي سمبریا (د لیړو قورمه)، ګجراتي کړي (یوه نرۍ یخني تیارول چې د مستو او نخودو اوړو څخه جوړیږي)، وریجې او کیچدي (یو ډول هندي خواړه چې د وریجو او باقلي څخه تیاریږي) د ډوډۍ سره لکه د باجرې ډوډۍ او جواری (روټۍ یا هواره ډوډۍ چې د باجره ایږدنو او جوارو څخه جوړیږي) او پوران پولي (خوږه ډوډۍ). زه د هرې مړۍ څخه خوند اخلم او هر هغه مشورې څخه خوند اخلم چې ګجراتي تالي څرنګه په ښه ډول وخوړل شي. د بیلګې په توګه د حلوا کاسه باید د ډوډۍ سره وخوړل شي نه د ډوډۍ وروسته! د بیل خوندونو او جوړښت سره زه ډیره حیرانه کړم او ډیر خوند یې راکړ.
د مړښت وروسته ادلاج واف ته لاړم. د ادلاج په عجیبه کلي کې یې ځای نیولی چې د ښار مرکز څخه شاوخوا 18 کیلومتره لرې ده، د 15مې پیړۍ دا پنځه منزله اته ضلعي ښکلی واف (زینه اي دیوال) ته زه حک پک پاتې شوم، ډیر ښکلی و. داسې ویل کیږي چې دا واف یوازې دود او ګټې لپاره نه بلکه د مذهبي پنا په ډول جوړ شوی چې د کلي خلک به هره ورځ راتلل او په دیوال کې حک شوي بتانو ته عبادت کاوه. او منځ یې ښه دی. ما هیڅ عبادت کوونکي شاوخوا و نه لید خو د څو لیدونکو سره مخ شوم – ځینې یې سیمه ایز ول او ځینې یې سیلانیان. زه یې په ښکلي مهندسي سره په تعجب کې پاتې یم چې هندو–اسلامي نفوذ ته وده ورکوي، او په خلاصو سترګو تعجب ګورم چې د اسلامي فرش نقشونه بې له عیبه د هندو او جین سمبولونو ته دننه شوي. زه مخکې له دې چې بېرته ښار ته حرکت وکړم د دې خوندور ځای څخه چې څومره خوند اخیستی شم، اخلم یې.

د ماښام اوازونه د چای او خوړو لپاره او د احمداباد سړکونه دې د چای (خوږ چای چې د شیدو سره جوړیږي) د بخار ښکلي بوینو سره دعوت کوي، د سړک غاړې پلورونکي د دالو پکوړې او څو نور خوندور او مزادار خواړه خرڅوي. زه د ښار تجربه انتخابوم – چای، مسکه بن (وچه نرمه ډوډۍ چې د کوچو سره پخه شوې وي) او دالودا (د نخودو اوړو پکوړې). احمداباد پوهیږي چې څرنګه هغه خلک خوښ کړي چې ګوجراتي خوړو سره مینه لري – لکه زه. په حقیقت کې زما دا خواړه ډیر خوښيږي چې ځانه لپاره مې د پخو شویو ګازرو، د ګلپي اچار او په مرچو کې ډوب شوی ټوفو ایولي په کارولو د سبو خاکره (یو دودیزه ګجراتي وچه کلچه ډوله دی چې د غنمو وړو او غوړیو څخه جوړیږي) جوړه کړې وه. هرڅوک چې زما کار سره بلد وي، نو پوهیږي چې زه د سبوخورو خوړو جوړولو سره مینه لرم چې د پنیرو او سمارق څخه لرې ځي. زما خوخیږي چې سیمه ایزو خوړو کې لږ بدلون راوړم او دځان لپاره یې جوړ کړم. خو بیا هم زما مشهوره ګجراتي خواړه خوښیږي لکه ډوکله، هاندو، دشیدو کوچ، ففده، سیف اوسل، دیبره، تپله، موهن تال چې وخت بیرته له سره کوی او بیا هم ګجراتي خواړه د خوږو، مالګې او مرچو د خوند ترکیب کې په بشپړ ډول انډول ساتي.

احمد آباد ته سفر د خریداري څخه پرته نیمګړی دی، او ما هم یو څو بندني ټوټې واخیستې چې په پخوانیو تخنیکونو ګڼډل کیږي. اړینه ده چې ووایم چې دا ټوکر دې ایالت کې په اصلي ډول جوړیږي او د هند د ټوټو په بډای صنعت کې ځانګړی ځای لري. هرڅومره چې زه غواړم د ښار شاوخوا وګرځم، د منظرو لیدنه وکړم، اوازونه او بویونونه خوند واخلم، زما سفر زما د کار په وسیله لنډیږي. خو زه له دې ځای څځه پرته د بیرته راتګ پلان څخه نه ځم.