بریالیتوب

کرنیز ملاتړ

مسله 05, 2020

کرنیز ملاتړ

ډاکټر موهیت شرما |لیکوال

مسله 05, 2020


د مورینګا پاڼو یا د لیمو کبلې په شمول د اصلي کرنیزو بوټو کښت چې لوړه سوداګریزه تقاضا لري، د هندوستان کرنیز سکتور سره مرسته کوي ترڅو په خپلو پښو ودریږي. مونږ یو څو بوټو ته کتنه کوو چې د هغوی روغتیايي ګټو او مالی پیاوړتیا باندې پوه شو

هندوستان له نیکه مرغه څو ډوله کرنیز اقلیمي وضعیت لري، چې د کرنیزو تولیداتو بیلابیل ډولونه کرل کیږي. څرنګه چې د هیواد د بزګرانو اقتصاد بدل شو، هندوستان د خوړو کمبود څخه د خوړوصادرونکي ملت په توګه بدلون وکړ. د کویډ- 19 نړیوالې وبا اوسني وضعیت کې، څومره چې د تغذیوي کرنیزو محصولاتو تقاضا لوړه شوې هومره د خوړو ځان بسیا کیدلو اهمیت څو برابره ډیر شوی. د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي په کرنیزه برخه کې د هندوستا ځان بسیا کولو (اتمانیربار) او د ځان متداوم ساتلو لپاره نوی لیدلوری اعلان کړ. دې موخې ته رسیدلو لپاره ډیر کارونه ترسره شوي خو ارزښتناکه کار یې سیمه ایزو کرنیزو محصولاتو پراختیا ده. د وخت اړتیا سره برابر، دولت په جدي ډول د هندوستان سیمه ایزو کرنیزو محصولاتو لپاره بازار موندنه کوي او په معیارونو یې برابروي. لاندې د ورته کرنیزو توکو څو مشهوره بیلګې دي.

د کیوډه (کیوره) ګل

د لیست په لومړي سر کې د اودیشې ګنجم ولسوالۍ خوشبویه کیوډه ګل دی. چې په سیمه کې ورته د کیا ګل وايي، د کیوډې بوټی یو ډول نبات دی چې په پراخه کچه په خپل سر ساحلي سیمو کې شنه کیږي. او په سیمه کې هم کرل کیږي. د بخار په وسیله – له دې ګلانو څخه تیل او هایدروسول وباسي – چې بیلابیلو شیانو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. د کیوډې تیل د آیورویدي درملنې لپاره کارول کیږي، خو هایدروسول خوړه ته د خوند اضافه کولو او د عطر جوړولو لپاره کارول کیږي. اوسمهال، نږدې 200 کلي د صنعت سره اړیکي لري او شاوخوا 140 تصفیه خونې هم لري او د کال تخمیني ګټه یې تر 10 میلیونه امریکايي ډالرو پورې رسیږي. د کیوډې عطر او تقاضا د منځني ختیځ هیوادونو کې لوړه ده. خو د هوا طبیعي خرابوالی لکه توفانونه دا سیمه لاندې کوي او د کیوډې ګل په بزګرانو بد اغیز پریږدي. ایالت او مرکزي دولت د دې بوټې کښت کوونکو سره مالي مرسته کوي چې د دې ننګونو پروړاندې تاوان و نکړي.

فرني، یو ډول خواږه خواړه چې د کیوډه خوند هم ورکې شته؛ د ختیځ هندوستان مشهوره چم چم چې ډیری وخت د کیوډه خوشبویې ورکې کارول کیږي

د لیمو بوټی (Lemongrass)

د وبا له امله د مارکیټ تقاضا د درلمو بوټو لپاره په لوړیدو روانه ده. د لیمو بوټي تیل، چې د بوټي د پاڼو او د ګلانو څخه تصفیه شوي، د سیترال لوړه سلنه شته، چې د میکروب ضد او درملني ځانګړنې لري. هندوستان د نړۍ په کچه د لیمو بوټي لوی تولیدونکی دی او نږدې 80 سلنه یې بهر ته صادریږي. یو پیړی وړاندې هندوستان ته د لیمو بوټی راوړل شو او اوس په کرناټکا، ټامیل ناډو او بیهار، او د ارونچل پردیش او سکیم په تپو کې کرل کیږي. د لیمو بوټي عاید لوړ دی او کرل یې آسانه دي نو ځکه دولت کوښښ کوي چې ډیر بزګران وهڅوي ترڅو د لیمو بوټی په سوداګریز ډول وکري.

د لیمو بوټي په آسانۍ سره کورونو کې لویو تشتونو یا ګلدانونوو کې هم کرل کیدای شي

مورینګا

د اقتصادي ملاتړ برسیره، سیمه ایز کرنیز محصولات اکثرا د بزګرانو  او د هغوی کورنیو لپاره د تغذیې سرچینه وی. یو مثال یې د مورینګا بوټی یا د تبلې لرګي ونه ده چې د هندوستان ځایی بوټي دي. لومړي وزیر موډي په خپله وروستۍ بیانیه کې د هندوستان کرنیز سکتر د ځان بسیانې په تړاو د دې ونې په روغتیایي ګټو ټینګار وکړ. د مورینګا ونې هره برخه ګټوره ده او آیورویدي درملنه کې د درملو په توګه کارول کیږي. د پاڼو پوډر او تیل یې اصلي محصولات دي چې هندوستان یې د امریکا متحده ایالتونو، جاپان او غربي اروپا ته صادروي. د مورینګا کلنۍ نړیواله تقاضا نږدې 5.5 میلیارده امریکايي ډالره ده او تخمین یې شوی چې د 2025 کال پورې شاوخوا 10 میلیارده امریکايي ډالرو ته ورسیږي، او هندوستان د مارکیټ مخکښ هیواد دی چې نږدې د نړۍ 80 سلنه تقاضا پوره کوي. د مهارشټرا په سنګالي، سوله پور، ناشیک، پونه او یواتکمال کې بزګران دا سوداګریز بوټی خوښوي چې د دوی ژوند ښه والي کې یې له دوی سره مرسته کړې او د دوي د ښاري ژوند اړتیاوې یې پوره کړي.

مخ پر وړاندې لار

سیمه ایز سوداګریز بوټي د کرنیز سکتور ناباوري کچه ټیټوي ځکه چې دا بوټي ډيری وخت په هغه سیمو کې کرل کیږي چې هلته د وریجو او غنمو کښت امکان نه لري. دا سیمه ایز بوټي د بدو اقلیمي وضعیتونو سره ښه مناسب دي. د وچکالي پروړاندې پیاوړي دي، په وچو او نیمه وچو ځمکو کې کرل کیدای شي. خو کوچني بزګران اداري ملاتړ ته اړتیا لري چې خپل تولیدات په بازار کې خرڅ کړي. په داسې سیناریو کې، د مرکزي او ایالتي دولت بروګرامونه ډیر ګټور ثابت شوي. په اوټر پردیش کې د یو ولسوالی یو ډول کښت پروګرام تطبیق شو او د کوچیني بزګرانو سره یې مرسته وکړه. د لومړي وزیر موډي (د سیمه ایزو لپاره آواز) پیغام هم بزګران او مصرفونکي هڅوي چې سیمه ایزو کرنیزو محصولاتو ته مخه کړي، چې د هندوستان کرنیز سکتور د ځان بسیاینې په لور یو اغیزمن ګام دی!

ډاکټر موهیت شرما

ډاکټر موهیت شرما په بیهار کې د ډاکټر رجیندرا پرساد د کرنې مرکزي پوهنتون یو مرستیال پروفیسور (د سیمه ایز مدیریت او کرنیزې سوداګرۍ) دی SABRM. هغه یو څیړنیز عالم دی او د هندوستان کرنیز صادراتو او ستراتیژیو په اړه یې څو مقالې خپرې کړي دي.
error: Content is protected !!